بشیر احمد ګواښ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان او پاکستان پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه جوړوي.
نوموړي د بیان ازادۍ په اړه د "مشال انلاین" په ګډون یوشمېر اوونیزې خپرونې جوړې کړې دي. د مشال انلاین ټولې برخې دلته موندلای شئ.
د ګواښ د اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه دا ده او پر فېسبوک یې هم تعقیبولای شئ.
د علي وزیر وکیل بخت نیاز اډوکېټ مشال راډیو ته وویل چې هغه د جون پر ۲۰مه په بنو کې د شمالي وزیرستان مجسټریټ نمبر ۲ ته وړاندې کړل شو هغه نوموړی د بنو زندان ته ولېږی.
د پاکستان تحقیقاتو وفاقي ادارې (اېف ای اې) د جون پر ۱۷مه منظور پښتين او د دې غورځنګ دريوو نورو مشرانو ته په لېږلو نوټسونو کې تور پورې کړی چې د امنيتي ادارو په خلاف یې په خلکو کې د نفرت پيدا کولو هڅه کړې ده.
د یونان په سمندر کې د کډوالو هغه کښتۍ چپه شوې چې پکې له رپورټونو سره سم، سلګونه کسان سپاره ول. یوه ناحکومتي اداره وايي، په کښتۍ کې ۷۵۰ کسان سپاره ول خو د مهاجرت نړیوالې ادارې ویلي چې په کښتۍ کې د کډوالو شمېر ۴۰۰ وو. په کښتۍ کې د افغانانو او پاکستانیانو په ګډون د یوشمېر هېوادونو کډوال سپاره ول.
په هند او پاکستان کې د بیپرجوای په نوم د سمندري طوفان له وجې بېکوره شوي خلک د خپل راتلونکي ژوند او کاروبار په اړه اندېښنې لري. خو د پاکستان او هند حکومتونه وايي، د طوفان له زیانه د بچ کېدو لپاره یې اقدامات کړي دي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
د جون پر ۱۰مه د کوټې پریس کلب مخې ته په هغې احتجاج کې شریک د لاردکه بلوڅانو لپاره تنظیم (وایس فار بلوڅ مېسېنګ پرسنز) مرستیال مشر ماما قدیر بلوڅ یو ځل بیا د پاکستان له حکومت او امنيتي ادارو څخه غوښتنه وکړه چې جبري لادرکه کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړي.
د پاکستان د یوشمېر سيمو سېلاب ځپلي وايي شاوخوا یو کال وشو خو حکومت ورسره پوره مرستې نه دې کړې. ډېر تاون د خیبر پښتونخوا په سوات او د سيند صوبې په داود کې اوښتی وو. د اې اېف پي له ویډيو جوړ رپورټ.
په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت د جون پر نهمه قامي اسمبلۍ ته نوي مالي کال بودیجه وړاندې کوي، د هغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې ګراني زیاته شوې او روزګار کم شوی دی. حکومت وايي، د یو لړ پالیسیو په مرسته وضعیت ښه کوي، خو خلک وايي، حکومت دې عملي اقدامات وکړي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورت.
په تېرو وختونو کې د خيبر پښتونخوا بېلابېلو حکومتونو د پاکستان پر وفاقي حکومتونو نيوکې کړې چې د صوبې د بجلۍ ګټه او نورو معدني وسايلو پیسې نه ورکوي.
د چېنای سوپر کېنګز لوبډلمشر مهيندر سېنګ دوني د لوبې تر ګټلو وروسته وويل چې په لوبډله کې یې د مشرانو لوبغاړو تجربه او د ځوان لوبغاړو د کرکټ جدیدې وړتیاوې د دې سبب شوې چې دغه اتلولي وګټي. هغه زیاته کړه چې په خپله لوبډله یې باور درلود چې پايلوبې ته رسېدلی او جام ګټلی شي.
په بیان کې راغلي دي چې هغه کسان په سرګودې، ملتان، بهاولپور او ګوجراوالا کې نیول شوي دي. بیان زیاتوي چې هغه مشکو وسلوال د تحریک طالبان پاکستان او د اسلامي دولت (داعش) غړي دي خو هغو ډلو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دفاع وزير خواجه اصف وويل چې د مې نهمه د پاکستان په تاريخ کې توره ورځ ده او هر کال به یې په همدې نوم يادونه کېږي. د نوموړي په خبره د تحريک انصاف د دغو مظاهرو پر وخت د شوي تاوان تر شا پلانوونکي او پر پوځي ادارو د حملو هڅوونکي ول چې پر ضد یې ثبوتونه شته او پولیسو نيولي دي.
په ۲۰۰۸ز کال کې د چین په وېن چووان کې سختې زلزلې زرګونه کسان وژلي او ژوبل کړي ول. په ژوبلو کې یې یوه لیاو ژي هم وه چې دومره ژوبله شوې وه چې ډاکترانو یې دواړه پښې پرې کړې. خو اوس هغه نه یوازې په مصنوعي پښو نڅا کوي بلکې له نورو معذورانو سره هم مرسته کوي. د اې پي او سې اېن اېس له ویډیو جوړ رپورټ.
رانا ثناالله زیاته کړه"دا تاسو (تحریک انصاف) چې څه کړې دي، تر دې وروسته به دا ووايم چې د دې حل يوازې دا دی چې دغه ګوند نور کاالعدم اعلان کړل شي."
د مې پر ۱۴مه د ترکیې خلکو په ولسمشریزو او پارلېماني انتخاباتو کې د رایې اچولو ته دوام ورکړی دی. د ولسمشرۍ څوکۍ ته څلور تنه نوماندان دي چې پکې د اوسني ولسمشر رجب طیب اردغان او د مخالفه ګوندونو د اېتلاف مشر کمال قیلیچدار اوغلو ترمینځ د سختې سیالۍ تمه ده. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د سپریم کورټ مشر قاضي عمر عطا بندیال، قاضي محمد علي مظهر او قاضي اطهر من الله درې کسیزه جرګګۍ د مې پر ۱۱مه د پاکستان د احتساب د ملي ادارې (نیب) له لوري د خان ګرفتارۍ پرضد د تحریک انصاف د درخواست اورېدنه وکړه.
نور وښیئ