د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بدخشان کې د طالبانو د حکومت سرپرست والي ووژل شو


په بدخشان کې د طالبانو سرپرست والي نثار احمد احمدي په يوه غونډه کې وينا کوي - انځور له ارشیفه
په بدخشان کې د طالبانو سرپرست والي نثار احمد احمدي په يوه غونډه کې وينا کوي - انځور له ارشیفه

د افغانستان په بدخشان ولايت کې د طالبانو حکومت سرپرست والي ملا نثار احمد احمدي نن (د جون پر شپږمه) په يو ځانمرګي بريد کې وژل شوی دی.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي مشال راډيو ته وويل چې ملا احمدي په فېض اباد ښار کې د محکمې په څلور لارې کې په موټر بم برید کې په نښه شو. د هغه په خبره په دې حمله کې يو بل تن هم وژل شوی او ۶ نور ژوبل شوي دي.‌

تر اوسه چا د دې حملې ذمه واري نه ده منلې خو په بدخشان کې داعش وسله واله ډله فعاليت لري. دې ډلې تر دې مخکې د دغه ولايت د امنيې قوماندان عبدالحق عمر د وژلو ذمه واري‌هم منلې وه. نثار احمد احمدي په بدخشان ولایت کې د طالبانو له پياوړو قوماندانو ګڼل کېده. مخکې تر دې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې حکومت ونیسي، احمدي په شمال او ځانګړي ډول بدخشان کې لویې حملې ترسره کولې.

د افغانستان په شمال کې دا د طالبانو دويم لوړپوړی چارواکی دی چې وژل کېږي. د مارچ په مياشت کې د بلخ ولايت والي ملا داود مزمل په يو ځانمرګي بريد کې وژل شوی وو. هغه مهال د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري مشال راډيو ته ويلي‌ وو چې پر مزمل برید د هغه په دفتر کې شوی دی.

ملا محمد داود مزمل د طالبانو له لوړپوړو جنګي قوماندانو څخه وو. د طالبانو حکومت، هغه د ۲۰۲۲ کال په مې مياشت کې د کورنيوو چارو مرستيال وزير ټاکلی وو. خو وروسته یې د بلخ والي‌کړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنيوو ته ويلي وو چې په دې اړه پلټنې روانې دي چې دا پېښه څنګه رامنځته شوې ده. خو تر اوسه یې په دې اړه معلومات نه دي‌ورکړي چې د پلټنو نتيجه څه وه؟

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه کابل نيولی. تر هغه وروسته یې د حکومت چارې پيل کړي خو پر وړاندې یې بېلابېل وسله والې ډلې جګړه کوي. په دوی کې تر ټولو قوي‌ یې، داعش ګڼل کيږي چې پر طالبانو یې په تېر وخت کې هم د ځينو بریدونه ذمه واري منلې ده.

XS
SM
MD
LG