د لاسرسي ځای

تازه خبر

رانا ثناوالله: تحریک انصاف بايد کالعدم وګرځول شي


د رانا ثناوالله پخوانی انځور
د رانا ثناوالله پخوانی انځور

د پاکستان کورنيو چارو وزير وايي،د تحريک انصاف وروستيو خونړیو مظاهرو ته په کتو بايد پر دې ګوند بندیز ولګول شي.

رانا ثناالله د مې پر ۱۴مه په اسلام اباد کې خبرې غونډې ته وويل چې د مې پر نهمه، د د درغليو په يوه قضيه کې د تحريک انصاف مشر، عمران د خوشې کولو لپاره د هغه پلويانو پر پوځي دفترونو، سرکاري ادارو، د پولیسو پر تاڼو او شخصي شتمنیو حملې کړې دي. د هغه په وينا دا کار د سیاستوالو نه بلکې د ترهګرو دی.

رانا ثناالله زیاته کړه"دا تاسو (تحریک انصاف) چې څه کړې دي، تر دې وروسته به دا ووايم چې د دې حل يوازې دا دی چې دغه ګوند نور کاالعدم اعلان کړل شي."

د عمران خان ګرفتارۍ په هېواد کې پراخې مظاهرې وپارولې چې پکې لږترلږه لس کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل شول. د دې ترڅنګ پارېدلو مظاهرچیانو پوځي، حکومتي او شخصي ودانیو ته زیان ورساوه او ګاډي او ودانۍ یې وسوځولې.

قهرجنو مظاهرچیانو په راولپېنډۍ کې د پوځ د مرکزي دفتر او په لاهور کې د کورکمانډر د کور ترڅنګ په یوشمېر ښارونو کې پر پوځي تاسیساتو کاڼي وورول او پوځي یادګارونو ته یې زیان ورساوه.

د دې په غبرګون کې د پاکستان د پوځ مشر ویلي ول چې د عمران خان د ګرفتارۍ پرضد د مظاهرو پر مهال دولتي او شخصي ودانیو ته په زیان رسولو او ګډوډۍ کې ککړ کسان او د خلکو پاروونکي به د قانون منګولو ته سپاري.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مې پر ۱۳مه په بیان کې ویلي دي چې جنرال عاصم منیر د مې نهمه "توره ورځ" وبلله او و یې ویل چې د ګډوډیو له پلانوونکو سره به له قانون سره سم چلند کېږي.

د پنجاب نګران اعلا وزیر محسن نقوي د مې پر ۱۴مه نېټه په لاهور کې خبریالانو ته وويل چې د لومړنيو اټکلونو له مخې د مظاهرو پر مهال د ۶۰ ميلیونو روپیو شتمنيو ته زیان رسېدلی دی.د پنجاب پوليسو د مې پر ۱۴مه بیان کې ويلي چې په دې پېښو کې د لاسلرلو په تور يې ۳،۱۹۰ کسان نيولي دي.

پوليس زیاته کړې چې د خونړیو مظاهرو پر مهال ۱۶۲ پوليس سرتېري ژوبل شوي دي.

خيبر پښتونخوا کې نيونې

د ملاکنډ پوليسو مشر وايي چې د احتجاج پر مهال د تشدد او ودانيو ته د اور ورته کولو په تور يې تر ۱۰۰ زیات کسان نيولي دي.

د ناصر ستي له خوا د مې پر ۱۴مه بیان کې ويل شوي چې د تحریک انصاف پلويانو يوشمېر ودانيو ته زیان رسولی او په چکدره کې يې له پوځي چاوڼۍ څخه وسلې وړې دي.

د حکومت په وينا، په قهرجنو مظاهرو کې يو کس وژل شوی او په لسګونو نور ژوبل شوي ول. پوليس دعوه کوي چې مظاهرچيانو د چکدرې موټروې داخلي لارې، په دير کې د اېف سي کلا او تېمرګره کې يې پوځي سکول ته اورونه ورته کړي ول.

په بیان کې ويل شوي چې د دې پېښو په تړاو يې تراوسه پورې ۱۰۴ تورن کسان نيولي دي. خو د تحریک انصاف د ملاکنډ ډوېژن مشر فضل حکيم د مې پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې احتجاج د دوی اييني حق دی او دعوه کوي چې چا چې ورانۍ کړی دی هغوی د دوی غړي نه دي. ده تور پورې کړ چې حکومت د سياسي انتقام پر اساس د دوی د ګوند غړي نيسي.

پوليس دعوه کوي چې په ملاکنډ کې مظاهرچيانو حکومتي او پوځي تاسیساتو ته اورونه اچولي ول.
پوليس دعوه کوي چې په ملاکنډ کې مظاهرچيانو حکومتي او پوځي تاسیساتو ته اورونه اچولي ول.

د تحریک انصاف دريځ

تحریک انصاف د مې پر ۱۴مه په لاهور کې د مرکزي کمېټۍ غونډه کړې او په دې اړه يې پر ټويټر پاڼه بیان خپور کړی چې پکې يې ويلي چې د احتساب ملي ادارې (نېب) او رېنجرز پرضد به مقدمه درجوي.

بیان کې دعوه شوې چې د ګوند غړيو يې تشدد نه دی کړی بلکې ویجاړي د يوې "منصوبې" له مخې شوې ده خو دا یې نه دي ويلي چې "منصوبه چا" جوړه کړې وه. ګوند غوښتنه کړې چې د احتجاجونو په وخت د ګډوډۍ رامنځته کولو او پر ښاريانو د ډزو کولو بشپړ تحقیقات دې وشي. خو د مې پر نهمه پوځ ويلي وو چې د دې خونړيوو مظاهرو تر شا د تحريک انصاف د ځينو مشرانو منصوبه بندي ده چې پر ضد به یې سخته قانوني کارروايي کېږي.

د عمران خان تازه دعوه

عمران خان د مې پر ۱۴مه دعوه کړې چې حکومت پلان جوړ کړی چې نوموړی د ۱۰ کلونو لپاره بندي کړي، د ګوند نور مشران یې ونیسي او تحريک انصاف ناقانونه اعلان کړي.

هغه پر ټويټر ليکلي چې حکومت یې مېرمن، بشرا بیګم، په نيولو سره هغه بې عزته کول غواړي. هغه هوډ ښوولی چې دا کارونه به یې له سياسي مبارزې په شا نه کړي.

تردې وروسته د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د عمران خان د ټویټ په ځواب کې ليکلي:"له ځان جوړې کړې خبرې پرېږده، په پلټنو کې شامل شه او د خپلو درغلیو حساب راکړه. خبره ختمه."

حکومت هم د تحريک انصاف ادعاوې بې بنياده بولي. د مې پر ۱۴مه د پنجاب نګران وزیراعلی محسن نقوي په لاهور کې په يوه خبرې غونډه کې وويل چې د هر څه ويډيوګانې موجودې دي.

هغه پر تحريک انصاف د بندیز په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په دې هکله یې د انتخاباتو کمېشن ته يو ليک لېږلی دی. هغه زیاته کړه چې په ليک کې د کمېشن له غړيو غوښتنه شوې ده چې ورشي او په پنجاب کې د هغه په خبره د تحريک انصاف کړې ترهګري وګوري.

XS
SM
MD
LG