د میرامشا بازار سوداګر وايي که د ړنګو کورونو معاوضې ورنکړل شي، پيه جام هړتال کوي

د ميرامشا بازار دوکاندارانو د جنورۍ پر ۱۶مه په د خبريالانو په ځايي مرکز کې خبري غونډه وکړه.

د شمالي وزیرستان د میرامشا بازار سوداګر وايي، انتظامیې ورته تر اوسه پوره د ړنګو دوکانونو هغه معاوضې نه دي ورکړي چې پخواني وفاقي حکومت منظورې او جاري کړي وې.

د بازار د دوکاندارنو کمېټۍ مشرانو د جنورۍ پر ۱۶مه په ميرامشا کې د خبريالانو په ځايي مرکز د خبري غونډې پر مهال اعلان وکړ چې که د معاوضو وېش ژر پيل نه شو نو د فرورۍ پر اتمه به په ټول وزيرستان کې کاربنديز او پيه جام هړتال کوي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د "ضرب عضب" په نوم پراخ عملیات پیل کړل چې پر مهال یې د میرامشا په ګډون د میرلي او دته خېلو لوی بازارونه هم ړنګ شوي ول، د سیمې کورونو ته هم زیان رسېدلی وو او شاوخوا یو مېلیون وګړي بې کوره شول.

د پاکستان حکومت تر عملیاتو وروسته خلکو ته د تاوان ورکولو ژمنه کړې وه.

د دوکاندارانو د کمېټۍ مشر ثنا الله خبري غونډې ته وویل چې چې حکومت ورته نن او سبا کوي خو تاوان نه ورکوي.

ده وویل، له ۶،۰۰۰ زیات دوکانونه ړنګ شوي او نېږدې شپږ اربه روپۍ یې تاوان شوی وو.

نوموړي زياته کړه چې له ۱۰ کاله زیات وخت ووت خو لا هم تر نیمايي زیات خلک خپل تاوان تر لاسه کولو ته په تمه دی.

دوکاندارانو وویل، کلونه، کلونه وکړېدل او اوس یو لوري ته په ضلع کې ناامني ده او بل خوا ته له افغانستان سره سوداګري بنده ده چې له وجې یې کاروبارونه لا زیات اغېزمن شوي، خو پر دې سربېره یې چارواکي غږ نه اوري او تاوانونه نه ورکوي.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم مشال راډیو ته وویل، په عملیاتو کې د څه باندې ۶،۰۰۰ سوداګرو دوکانونه ړنګ شوي ول چې ورڅخه یې تر ۳،۵۰۰ پورې کسانو ته تاوانونه ورکړي او نورو ته هم وخت په وخت معاوضې ورکوي.

دی وايي، انتظامیه چې هر وخت له صوبايي حکومته پیسې ترلاسه کړي، اغېزمنو دوکاندارانو ته به یې ورکړي.

د میرامشا بازار دوکاندارانو په تېرو کلونو کې د معاوضو ترلاسه کولو لپاره احتجاجونه هم کړي دي.

په ۲۰۱۶ز کال کې چې د سیمې د خلکو خپلو کلیو ته د ستنېدو بهیر پیل شو نو د شاوخوا دوو کلونو په موده کې انتظامیې او پوځ د میرامشا او میرلي د بازارونو څه برخې بیا ورغولې. د دې تر څنګ ځايي وګړو هم په خپل لګښت نوي مارکېټونه جوړ کړل خو د دته خېلو بازار لا هم نه دی رغېدلی.

د سیمې کاروباریان او چارواکي وايي، په تېرو کلونو کې د میرلي ټولو دوکاندارانو معاوضې ترلاسه کړې دي خو د میرامشا شاوخوا نیمايي او د دته خېلو ټول دوکانداران او د ځمکې مالکان لا پاتې دي.

د میرامشا بازار دوکاندارانو ته د هغوی له زیان سره سم معاوضه ورکول کېږي. د معاوضې پیسې له ۱۰۰،۰۰۰ څخه واخله ۱،۴۰۰،۰۰۰ پورې دي.