د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د میرامشا بازار دوکاندارانو ته د معاوضو ورکول پیل کړل


پاکستاني پوځيان د ميرامشا په وران کړي بازار کې ولاړ دي. د ۲۰۱۴ کال د جولای د میاشتې انځور
پاکستاني پوځيان د ميرامشا په وران کړي بازار کې ولاړ دي. د ۲۰۱۴ کال د جولای د میاشتې انځور

د شمالي وزیرستان د میرامشا بازار په دوکاندارانو حکومت د معاوضو د چیکونو تقسیمول پیل کړي دي خو داسې ښکاري چې دوکانداران د وېش له بهیره راضي نه دي.

دغو دوکاندارانو څو کاله د خپلو ړنګو دوکانونو او مارکیټونو د معاوضو د ترلاسه کولو لپاره انتظار کړی او وخت پر وخت یې احتجاجونه او لاریونونه هم کړي دي، پرلتونه یې هم وهلې دي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پر ضد د "ضرب عضب" په نوم عملیات وکړل. د هغو عملیاتو پر مهال د میرامشا بازار ړنګېدو تر څنګ د سیمې کورونو ته هم زیان رسېدلی وو او تر یو مېلیون زیات وګړي بې کوره شوي او له هغې ضلعې کډې کولو ته اړ شوي ول.

د پاکستان حکومت تر عملیاتو وروسته خلکو ته د تاوان ورکولو ژمنه کړې وه.

حکومت د میرامشا د ړنګ بازار پر دوکاندارانو د اپریل له ۲۰مې نېټې نه د معاوضو وېشل پیل کړې دي. وفاقي حکومت د دې مقصد لپاره یو نیم اربه روپۍ منظورې کړې دي. د شمالي وزیرستان مرستیال کمیشنر منظور اپریدي د اپریل پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، د مرکز لخوا منظورې شوې ټولې پیسې په یو وار د شمالي وزیرستان د انتظامیې ایکاونټ ته نه دې لېږدول شوې نو ځکه پر دوکاندارانو په مرحله واره توګه د معاوضې چیکونه وېشل کېږي.

خو پر همدې د میرامشا بازار دوکانداران نیوکه لري. دوی وايي له کلونو کلونو انتظار نه پس اوس حکومت د ورځې یوازې په ۵۰ یا ۶۰ دوکاندارانو چیکونه وېشي چې دا کار دوی ته د منلو وړ نه دی.

د ضرب عضب عملیاتو پر مهال ۶۰۰۰ پورې دوکانونه ړنګ کړل شوي ول، حکومت له دې شمېرې څخه تر ۳۰۰۰ پورې دوکاندارانو ته وار له مخې معاوضې ورکړې دي خو د میرامشا د ړنګ بازار ۳۰۰۰ دوکانداران لا هم معاوضو ته سترګې پر لاره دي او دوی غوښتنه کوي چې معاوضې دې په یو وخت ټولو ته وسپارل شي.

د میرامشا بازار بازار د دوکاندارانو د اتحادیې جنرل سکرتر ثنا الله خان د اپریل پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل: "۱۰ کاله یې راباندې په نن سبا کې تېر کړل، اوس چې وفاق دا پیسې منظورې هم کړې نو موږ ته دا پیسې زر نه راسپارل کېږي."

د شیرعلي په نوم د یو ځايي تن دوکان هم په ۲۰۱۴م کال کې د پوځ د ضرب عضب د عملیاتو پر مهال ړنګ شوی وو. نوموړي مشال راډیو ته وویل، وار له مخې ډېر زیات ځورول شوی نور دې هغه ته د ړنګ دوکان معاوضه وسپارل شي چې څه کار روزګار پرې شروع کړي.

د میرامشا بازار دوکاندارانو ته د هغوی د شوي تاوان مطابق معاوضه ورکول کېږي. د معاضې پیسې له یو لک نه نیولې تر ۱۴ لکو پورې دي. حکومت لږ تر لږه ۱۰۰ زره او زیات نه زیات ۱۴ لکه معاوضه ورکوي.

له شمالي وزیرستانه د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړی نېک محمد خان وايي، هغوی هڅه کوي چې له مرکزه د شمالي وزیرستان د میرامشا بازار د دوکاندارانو د معاوضې پیسې له مرکزه پر یو وخت صوبايي حکومت ته وسپارل شي چې د خلکو مسله ورسره حل شي.

XS
SM
MD
LG