د پېښور کمېشنر د ناراجسټر افغان کډوالو لپاره د عارضي کېمپونو جوړولو امر کړی دی

د پېښور کمېشنر له امر سره سم به، د افغان کډوالو لپاره په حاجي کيمپ، ازاخيلو او څوکنو کې کېمپونه جوړېږي ــ پخوانی انځور

د پېښور ډويژن کمېشنر د ناراجسټر افغان کډوالو لپاره د عارضي (موقتي) کېمپونو جوړولو امر کړی دی.

د اکتوبر پر ۱۶مه د کمېشنر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا کېمپونه به په حاجي کيمپ، ازاخيلو او څوکنو کې جوړېږي او تر ۳۱م اکتوبر وروسته به افغانستان ته د ستنولو لپاره هغه کډوال پکې ساتل کېږي چې قانوني اسناد نه لري.

د خبرپاڼې له مخې، کمېشنر محمد زبیر د اکتوبر پر ۱۶مه شوې غونډه کې پوليسو او استخباراتي ادارو ته امر کړی چې تر ۳۱م اکتوبر پورې دې د ناراجسټر افغان کډوالو په اړه معلومات راغونډ کړي.

کمېشنر د دې اقدام لپاره په پېښور، چارسده، نوښار، خيبر او مومندو کې د پولیس تاڼو پر کچ د کمېټیو جوړولو امر کړی دی.

دا هم وګورئ:

افغان خبریالانو له پاکستاني وزیراعظمه د هغوی د نه شړلو غوښتنه کړې دهپېښور کې د هنرمندانو ټولنو په عدالت کې د افغان هنرمندانو لپاره درخواست داير کړی دی د اسلام اباد انتظامیې د افغان کډوالو کورونه ړنګ کړي ديحامد کرزی وايي د پاکستان اوسني مشکلات په افغانستان او افغان کډوالو پورې اړه نه لريد بخښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعيت اندېښنه څرګنده کړې ده

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي د اکتوبر پر درېيمه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال په هغه هېواد کې مېشت ټولو اسناد نه لرونکو کډوالو ته امر وکړ چې د نومبر تر لومړۍ نېټې دې په خپله خوښه ووځي.

نوموړي زياته کړه چې د نومبر تر لومړۍ نېټې وروسته به قانون پلي کوونکي ادارې ناقانونه کډوال په زوره باسي او جايدادونه او کاروبارونه به يې ضبطوي.

تر هغه وړاندې، د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې په غیر قانوني توګه مېشت افغانان له هېواده باسي، چې بيا وروسته په پاکستان کې د افغانانو د نیولو لړۍ تنده شوه او پوليسو سلګونه افغانان ونیول.

د بښنې نړیوال سازمان او ګڼو نورو بشري سازمانونو هم د کډوالو پرضد د پاکستاني حکومت اقدام ناسمه پرېکړه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي ار) او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې خپل هېواد ته د ستنېدو په صورت کې د احتمالي خطر سره مخاخ کېدلای شي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د اکتوبر پر اوومه په بیان کې په اسلام اباد کې د افغانانو پر ګرفتاریو او د هغوی د استوګنځایونو د ړنګولو پر رپورټونو د غصې څرګندونه وکړه.

په همدې حال کې د جمعیت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون یوشمېر سیاستوالانو او فعالانو د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

دا راز په پېښور کې د افغان کډوالو عالي شورا د غیر راجسټر افغان کډوالو د ستنولو پر حکومتي پرېکړه اندېښنه ښوولې ده.

په همدې حال کې د پېښور های کورټ ځینو وکیلانو د اکتوبر پر نهمه له پاکستانه په زور د افغانانو د ایستلو پرضد په هغه عدالت کې درخواست دایر کړ. هغه وکیلان وايي چې اسلام اباد باید هغو افغانانو ته د پاکستان شهریت ورکړي چې د تابعیت شرطونه پوره کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.