د مومندو مشران وايي ۱۴ کلي يې له حلقه بندۍ پاتې شوي دي

د موساخېلو مشرانو د اکتوبر په شپږمه په پېښور پرېس کلب کې په دې اړه یوه خبري غونډه لرله چې پکې یې دغه څرګندونې وکړې. 

د مومندو د موساخېلو قامي مشران وايي، په نویو حلقه بندیو کې د هغوی د کلو په نه شاملولو اندېښمن دي او له حکومته غوښتنه کوي چې د هغوی اندېښنې دې لرې کړي.

د موساخېلو په وینا د هغوی ۱۴ کلي چې د افغانستان پولې ته نږدې پراته دي، په نویو حلقه بندیو کې له سره شامل کړل شوې نه دي. دوی وايي، کلي یې نه د قامي او نه هم د صوبايي اسمبلۍ اړوند په کومې حلقې پورې تړل شوې دي.

د موساخېلو مشرانو د اکتوبر په شپږمه په پېښور پرېس کلب کې په دې اړه یوه خبري غونډه لرله چې پکې یې دغه څرګندونې وکړې.

ملک صدبرخان مشال راډیو ته وویل: "زموږ د کلیو د نه شاملولو مطلب دا شو چې په راروانو انتخاباتو کې به زموږ نومونه د ووټرانو په فهرست کې هم نه وي شامل، زه پخپله د دې علاقې جنرل کونسلر یم او په تېرو بلدیاتي انتخاباتو کې د دې کلیو ووټرلیسټ او هرڅه موجود ول خو اوس نشته."

نوموړی وايي، په دغو کلیو کې ارزانه، سپرو، کرونده، رحمت کورونه، شینشوبی، مېټۍ او ځیني نور شامل دي.

د موساخېلو مشران وايي، په سیمه کې کورونه او جایدادونه او کاروبارونه لري نو که دوی په کومې حلقې پورې نه تړل کېږي نو دا ورته ستونزې جوړولی شي. ځینې مشران خو تر دې هم وايي چې کېدای شي د پاکستان حکومت د هغوی سیمې افغانستان ته پرېښې وي.

دا هم وګورئ:

د بلوچستان یوشمېر ګوندونه له ابتدايي حلقه بندیو خوښ نه ديد پاکستان ولسمشر انتخاباتي کمېشن ته د نومبر پر شپږمه د ټولټاکنو کولو سپارښتنه کړې دهپاکستان کې د حلقه بندیو موضوع د ټاکنو د راتلونکې په اړه بحثونه زېږوليد پاکستان انتخاباتي کمېشن د نوې سرشمېرنې پر اساس حلقه بندۍ کويد پاکستان سیاسي ګوندونه پر ټاکلي وخت د انتخاباتو کولو غوښتنه کويد پاکستان یوشمېر ګوندونه د سږنۍ سرشمېرنې پر اساس د انتخاباتو غوښتنه کوي"مظلوم قبايل فورم" په قبايلي سيمو کې ټاکنې د نوې سرشمېرنې له مخې غواړي

یو بل مشر ممتاز احمد د اکتوبر په شپږمه مشال راډیو ته وویل: "زموږ کلي د افغانستان د سرحد نه درې څلور کیلومیټره د پاکستان غاړې ته پراته دي، زموږ خپګان په دې دی چې دا خو به سبا موږ ته نور مشکلات هم جوړ کړي، بیا به زموږ شناختي کارتونه او پاسپورټونه هم نه منل کېږي، دا خو به موږ په خپل وطن کې مهاجر شو. موږ د دې سرشمېرنې او نوې حلقه بندۍ غندنه کوو."

د مومندو د موساخېلو یو بل مشر ملک منظور وايي، سږ کال چې په پاکستان کې سرشمېرنه کېدله نو د هغوی په ځینو کلو کې د امنیتي حالاتو له وجې دا پروسه نه وه ترسره شوې نو پکار ده چې په هغو سیمو کې اوس سرشمېرنه وشي او د هغوی ټول کلي دې په حلقو پورې وتړل شي.

په خیبر پښتونخوا کې د انتخاباتو د کمېشن ویاند سهیل احمد د اکتوبر په شپږمه مشال راډیو ته وویل، پر نویو حلقه بندیو د ولس د اعتراضونو لپاره یوه لاره شته او هغه دا چې دوی د اکتوبر تر ۲۶مې نېټې پورې خپل شکایتونه په اسلام اباد کې د الېکشن کمېشن له سېکټري سره جمع کولی شي.

دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ۲۰۲۳ز کال د برېښنايي او کمپیوټري (ډېجېټل) سرشمېرنې پر اساس د راتلونکو انتخاباتو لپاره د سېپټېمبر په اخرۍ اوونۍ کې د نویو حلقو لومړی نوملړ خپور کړ. کمېشن تر هغې وروسته د نویو حلقه بندیو اعلان وکړ چې د پاکستان د ګډو ګټو شورا په اګست کې د هېواد د لومړۍ برېښنايي او کمپیوټري یا ډېجېټل سرشمېرنې نتیجې تایید کړې چې له مخې یې د هغه هېواد ابادي څه د پاسه ۲۴ کروړه ده.