د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ولسمشر انتخاباتي کمېشن ته د نومبر پر شپږمه د ټولټاکنو کولو سپارښتنه کړې ده


ولسمشر عارف علوي وايي اساسي قانون ورته د انتخاباتو نېټې ټاکلو واک ورکړی دی - انځور له ارشیفه
ولسمشر عارف علوي وايي اساسي قانون ورته د انتخاباتو نېټې ټاکلو واک ورکړی دی - انځور له ارشیفه

د پاکستان ولسمشر د انتخاباتي کمېشن مشر سکندر سلطان راجا ته په یو لیک کې سپارښتنه کړې ده چې د نومبر پر شپږمه دې ټولټاکنې وکړي.

د ولسمشر دفتر د سېټمبر پر ۱۳مه پر خپله رسمي اېکس پاڼه هغه لیک خپور کړی دی چې پکې ډاکټر عارف علوي د ایین د ۴۸ پینځمې مادې حواله ورکړې چې په وینا يې هغه ته په ۹۰ ورځو کې د انتخاباتو لپاره د نېټې ټاکلو واک ورکوي.

انتخاباتي کمېشن لا د ولسمشر علوي د لیک په ځواب کې څه نه دي ویلي. البته د ولسمشر په لیک کې د هغه ځواب ذکر هم شوی چې کمېشن د اګست پر ۲۴مه ولسمشر ته استولی وو. کمېشن په هغه خط کې ویلي ول چې د انتخاباتو د نېټې ټاکلو اختیار له ولسمشر سره نه بلکې له کمېشن سره وي. هغه مهال د پاکستان د قانون وزارت هم د کمېشن د دريځ ملاتړ کړی وو.

د کمېشن مشر سکندر سلطان راجا په خپل لیک کې ویلي ول چې د ۲۰۲۳ز کال له برېښنايي (ډېجېټل) سرشمېرنې سره سم یې د نویو انتخاباتي حلقو جوړولو پرېکړه کړې او غواړي چې د نوماندانو او د ګوندونو حقونه خوندي کړي.

ولسمشر علوي د اګست پر نهمه د پخواني وزیراعظم شهباز شریف په سپارښتنه قامي اسمبلي ړنګه کړه. تر هغې وروسته باید انتخاباتي کمېشن او لنډمهالي حکومت په درو میاشتو کې انتخابات کړي وای، خو انتخاباتي کمېشن د اګست پر ۱۷مه وویل چې نوې حلقې جوړوي او دا چې د روان کال د ډېسېمبر پر ۱۴مه به وروستۍ حلقه بندۍ اعلان کړي.

په پاکستان کې د راتلونکو عامو انتخاباتو د نېټې ټاکلو په اړه د ولسمشر او انتخاباتي کمېشن ترمینځ اختلافات له یوې مودې راهیسې دوام لري.

د هېواد زیاتره سياسي ګوندونه پر دې سلا دي چې که انتخابات د نویو حلقه بنديو له کبله تر ۹۰ ورځو زیات هم وځنډېږي نو دوی يې ملاتړ کوي. خو يوازې تحریک انصاف په ۹۰ ورځو کې دننه د انتخاباتو غوښتنه کوي او ولسمشر عارف علوي د هغه ګوند پخوانی غړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG