د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د حلقه بندیو موضوع د ټاکنو د راتلونکې په اړه بحثونه زېږولي


په پاکستان کې سږکال نوی سرشمېرنه شوې چې پر اساس یې د ټاکنو کمېشن نوې حلقه بندۍ کول غواړي. پخوانی انځور.
په پاکستان کې سږکال نوی سرشمېرنه شوې چې پر اساس یې د ټاکنو کمېشن نوې حلقه بندۍ کول غواړي. پخوانی انځور.

د پاکستان قامي اسمبلۍ د ایني مودې سر ته تر رسېدو درې ورځې مخکې د اګست پر نهمه د وزیراعظم شهباز شریف په سپارښتنه ولسمشر عارف علوي قامي اسمبلي ماته کړه.

د پاکستان د اساسي قانون د ۲۲۴مې مادې ترمخه اسمبلي د خپل وخت تر پوره کولو مخکې تر ماتېد وروسته ټاکنې په ۹۰ ورځو کې باید وشي، خو د ایین ۱۷(۲) برخه وایي چې "کمېشن باید د هرې سرشمیرنې په رسمي توګه تر خپرېدو وروسته حلقه بندۍ وکړي.''

انتخاباتي کمېشن د اګست پر ۱۷مه، په بیان کې ویلي دي چې د پاکستان له ایین او انتخاباتي قانون سره سم اوسنۍ حلقې لغوه کوي او د اګست تر ۲۱مې پورې د نویو انتخاباتي حلقو جوړولو لپاره کمېټۍ اعلانوي.

کمېشن وايي، د روان کال د ډېسېمبر پر ۱۴مه به وروستۍ حلقه بندۍ اعلان کړي.

د انتخاباتي کمېشن له دې اعلان سره سم، ښايي په پاکستان کې عام انتخابات د قامي اسمبلۍ تر ړنګېدو وروسته په راتلونکو درو میاشتو کې و نه شي.

الېکشن کمېشن هم وایي چې دوی د ایين مطابق لګيا دي، خو پاکستان تحريک انصاف پيپلز ګوند او ځینې قانون پوهان وايي چې بايد اليکشن کمېشن دایین ترمخه ټاکنې د اسمبلۍ تر ماتېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې دننه خامخا وکړي.

د پېښور هايي کورټ او اسلام اباد وکيل علي ګوهر دراني د اګست پر ۲۶مه نېټه مشال راډيو ته وویل چې حلقه بندیو کې تر ټولو غټه ستونزه داده چې د سرشمېرنې په اړه د ګډو ګټو شورا غونډې ته د دوو صوبو پنجاب او خيبر پښتونخوا منتخب اعلا وژیران نه وو ورغلي نو ځکه د شورا پرېکړې قانوني پېچلتیاوې زېږولي دي.

''نګران وزير اعلا دا اختيار نه لري چې دومره غټو پاليسيو منظورولو کې برخه واخلي او اليکشن کمېشن ته همدا پته ده نو د اليکشن کمېشن دا دریځ چې تر نوو حلقه بندیو وروسته به ټاکنې کوي، غلطه ده.''

بلخوا د پاکستان مسلم ليګ نواز ډلې او د اليکشن کمېشن دريځ يو دی چې ګواکې د نوې سرشميرنې پر اساس تر حلقه بندیو وروسته دې ټاکنې وشي.

خو پیپلز ګوند بیا وایي چې عام انتخابات دې بې له څه ځنډه په ۹۰ ورځو کې دننه وشي. هغه ګوند دریځ لري چې که انتخابات په دریو میاشتو کې ونه شي نو دا به د وفاق لپاره ښه پایلې ونه لري.

په پېښور کې شنونکی او خبريال محمود جان بابر وايي پيپلز ګوند او مسلم ليګ (ن) که څه هم د عمران خان خلاف د عدم اتحاد تحریک او تر هغې وروسته په رامینځته شوي حکومت کې ملګري ول خو په ډېرو موضوعاتو مختلف نظرونه لري.

هغه وایي''پيپلزپارټۍ په اصل کې دا ثابتول غواړي چې دوی هر وخت د ایین سره ولاړ دي خو دا هم په ایین کې راغلي چې که مردوم شماري وشي نو حلقه بندي به د نوی سرشمېرنې په بنیاد کېږي. بل اليکشن کمېشن هم دا غواړي چې سبا پرې دا نیوکه ونه شي چې د نوې مردم شمارۍ سره سمې حلقه بندۍ یې ونه کړای شوې.''

بابر زیاتوي، حالاتو ته په کتو داسې ښکاري چې ښايي راتلونکي انتخابات به تر نویو حلقه بندیو بشپړېدو وروسته وشي.

هغه وويل چې داسې هم نه ده چې په قانون کې لیکل شوي چې په درې میاشتو کې به ټاکنې کېږي او ارومرو دې وشي. ''دلته خو ۱۰ او ۱۱ کالو پورې هم الېکشن نه دی شوی او چا هم څه نه دې ويلي، دا دومره سخته خبره نه ده.''

د اسمبلیانو تر ړنګېدو څو اوونیو تېرېدو وروسته د انتخاباتو د کره نېټې نه اعلانولو وروسته د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي د ټاکنو لپاره چيف اليکشن کمېشنر سکندر سلطان راجه ته د غونډې بلنه ورکړې وه خو چيف اليکشن کمېشنر په ځواب کې وويل چې د ټاکنو اعلانول د اليکشن کمېشن ذمه واري ده.

راجا په خپل لیک کې ولسمشر ته لیکلي ول چې پخوا د پاکستان د انتخاباتي قانون په ۵۷مه ماده کې راغلي ول چې ولسمشر به د انتخاباتو نېټې په اړه له کمېشن سره مشوره کوي، خو په هغه دفعه کې تر بدلون وروسته اوس دا واک یوازې له کمېشن سره دی او کمېشن د انتخاباتو په اړه خپله دنده په سنجیدګۍ ترسره کوي او د دې لپاره یې د کړنلارې جوړولو په موخه ګوندونو ته بلنه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG