د لاسرسي ځای

تازه خبر

"مظلوم قبايل فورم" په قبايلي سيمو کې ټاکنې د نوې سرشمېرنې له مخې غواړي


په بنو کې سرشمېرنه روانه ده. انځور د مارچ د ۱۴مې دی.
په بنو کې سرشمېرنه روانه ده. انځور د مارچ د ۱۴مې دی.

د قبايلي سيمو ځينو مشرانو په اسلام اباد کې د احتجاج په وخت غوښتنه کړې چې د دوی په سيمو کې دې راتلونکې ټولټاکنې د نوې سرشمېرنې پر اساس وشي.

دوی د مارچ پر ۲۰مه د "مظلوم قبايل فورم" نومي سازمان تر سيوري لاندې د اسلام اباد پريس کلب مخې ته په مظاهره کې شعارونه ورکړل چې د سرشمېرنې تر بشپړېدو وړاندې او يا هم د زړو شمېرو په بنیاد په قبايلی سيمو کې انتخابات نه مني.

په مظاهره کې شامل په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازي مولوي جمال الدين مشال راډیو ته وويل دوی غواړي چې په قبايلی سيمو کې د راتلونکيو انتخاباتو لپاره د نوې ډيجيټل سرشمېرنې پر اساس حلقه بندۍ وشي. "زموږ د قامي او صوبايي اسمبليو اوسنۍ چوکۍ د ۲۰۱۷ کال د سرشمېرنې په اساس دي. مقصد مو دا دی چې راتلونکې انتخابات دي تر هغو پورې نه کېږي ترڅو سرشمېرنه نه وي شوې او موږ ته نوې حلقې نه وي راکړل شوې."

مولوي جمال الدين زیاته کړه چې په قبايلی سيمو کې له راونې ډيجيټل سرشمېرنې څخه ښکاري چې ښايی په اسمبليو کې د دې سيمو چوکۍ زیاتې شي.

په پاکستان کې د مارچ له لومړۍ نيټې راهیسې سرشمېرنه پیل شوې چې د روانې میاشتې تر ۳۱مې نيټې پورې به دوام ولري. حکومت وايي، په اوسنۍ ډیجیټیل سرشمېرنه کې د کورنیو د ګټې یا امدن او اقتصاد په اړه هم پوښتنه کوي. په دې توګه دا د پاکستان د کورنیو لومړۍ اقتصاد شمېرنه هم ده. له دې سره به حکومت ته دا هم معلومه شي چې په کومو شعبو یا برخو کې د خلکو روزګار زیات دی، په کومو کې کم دی او حکومت باید کومو برخو ته زیاته توجه ورکړي.

د شماریاتو ادارې ويلي‌ چې، په خیبر پښتونخوا کې یې د چارو ترسره کولو لپاره ۱۸۰۰۰ کارکوونکي ګمارلي دي او هغه خلک چې د پاکستان شناختي کارډ نه لري، هم شماري او په اړه یې معلومات غونډوي.

سرشمېرنه د انتخاباتي حلقو او په پارلېمان کې د یوې سیمې د منتخبو غړو شمېر ټاکلو، د طبیعي وسایلو د تقسیم په اړه د پرېکړو، او د وګړو د تعلیم، روغتیا او نورو اړتیاوو پوره کولو د اټکل لپاره کېږي. په بله معنا، حکومتونه د سرشمېرنې او کورشمېرنې پر بنیاد د بېلابېلو چارو ترسره کولو او داراز د پرمختیايي کارونو لپاره پلانونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG