د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د رايه ورکونکو شمېر له ۱۲ کروړو لوړ شوی


په پينډۍ کې د ۲۰۱۳ کال په ټاکنو کې رايه ورکوونکې ښځې - انځور له ارشیفه
په پينډۍ کې د ۲۰۱۳ کال په ټاکنو کې رايه ورکوونکې ښځې - انځور له ارشیفه

د پاکستان د ټولټاکنو کمېشن وايي په دې ملک کې په انتخاباتو کې د رجسټرډ رايه ورکوونکو شمېر له دولسو کروړو اوښتی دی.

دې کمېشن د سيپتمبر پر ۱۹مه، پر ايکس چې پخوانی نوم یې ټويټر دی، د دې شمېرو په وړاندې کولو سره ليکلي چې په ۲۰۲۳ کال کې د رايه ورکوونکو شمېر دولس کروړه او اویا لاکو ته رسېدلی دی. د کمېشن ترمخه په ۲۰۱۸ کال کې د ټولو رایه ورکوونکو شمېر لس کروړه، ۵۹ لاکه او ۵۵ زره وو.

د پاکستان د شماریاتو ادارې د ۲۰۲۳م کال د مارچ له لومړۍ نېټې څخه د اپرېل تر ۳۰مې پورې په ټول ملک کې په ډیجیټله توګه سرشمېرنه کړې وه. حکومت اعلان کړی چې د همدې شمېرو ترمخه به راتلونکې انتخابات کيږي.

د پاکستان ولسمشر د انتخاباتي کمېشن مشر سکندر سلطان راجا ته په یو لیک کې سپارښتنه کړې ده چې د نومبر پر شپږمه دې ټولټاکنې وکړي. بلخوا د پاکستان الېکشن کمېشن وايي چې د نوو حلقه بنديو وروسته به ټاکنې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG