د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انتخاباتي کمېشن وايي رایه ورکوونکي د اکتوبر تر ۲۵مې خپل معلومات تازه کولی شي


په اسلام اباد کې د پاکستان انتخاباتو کمېشن دفتر ـ پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې د پاکستان انتخاباتو کمېشن دفتر ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي، د یاد هیواد ټول هغه کسان چې عمرونه یې له ۱۸ پورته دي، په راتلونکو انتخاباتو کې د رایو د کارولو لپاره خپل نومونه او نور معلومات د اکتوبر تر ۲۵مې نېټې پورې ورسره جمع کولی شي.

په خيبر پښتونخوا کې د ټاکنو د کمېشن ډايريکټر خوشال زاده د سېپټېمبر پر ۳۰مه مشال راډيو ته وويل چې کمېشن د رایه ورکوونکو نوملړ پرانيستی دی. دا هغه رسمي لیست وي چې په یوه ځانګړې ټاکنیزه حوزه کې د رایه ورکوونکو د استوګنې نشاندهي کوي. له دې سره به رایه ورکوونکي کولی شي چې خپل تفصيلات اصلاح یا تازه کړي. خوشال زاده وويل چې د رايه ورکوونکو نوملړ په جولای مياشت کې بند کړل شوی وو: "هغه څوک چې خپل ووټ اندارج کول غواړي يا کوم بل ځای ته یې منتقل کول غواړي نو په دې موده کې هغوی کولاي شي چې دا کار وکړي."

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن په دې لړ کې د سېپټېمبر پر ۲۹مه یوه خبرپاڼه هم خپره کړې وه او ويلي يې وو چې د رايو ورکوونکو د تفصيلاتو د تازه کولو لپاره يې مرکزونه هم جوړ کړي دي. د کمېشن لخوا د سېپټېمبر په اخرۍ اوونۍ کې د شريکو شویو معلوماتو له مخې، په پاکستان کې د رايو ورکوونکو شمېر ۱۲ کروړه ۷۰ لاکو ته لوړ شوی دی. دا شمېر د ۲۰۱۸م کال په عامو انتخاباتو کې څه باندي ۱۰ کروړه وو.

د انتخاباتي کمېشن صوبايي چارواکي خوشال زاده زياته کړه چې شناختي کارډ لرونکي کسان کولی شي چې په بېلا بېلو ضلعو کې د ټاکنو په کمېشن کې درخواستونه جمع کړي او په کوم ځای کې چې غواړي د رايې اچولو تفصيلات ورکړي: "کوم خلک چې د مزدورۍ لپاره نورو سيمو ته تللي دي نو هغوی داسې کولی شي چې په شناختي کارډ کې په ليکل شوې پتې خپل رجسټريشن وکړي. خو د دې لپاره به د ټاکنو مقامي دفتر ته درخواست ورکوي."

په پېښور کې خبريال فدا عديل مشال راډيو ته وويل چې دا يو ښه اقدام دی چې رايو ورکوونکو ته وخت ورکړل شوی چې خپل معلومات اصلاح يا تازه کړي او له دې سره به جمهوري عمل پرمختګ وکړي. ده وويل چې د ووټرانو رجسټريشن به په حلقه بنديو کې هم ډېر مهم رول ولوبوي: "اليکشن کمېشن له پکار ده چې که د حلقه بندۍ يا د ووټرانو د شمېرو په اړه اعتراضات مخې ته راځي نو پاملرنه دې وکړي. خلکو لا هم پکار دي چې له دې مودي ګټه پورته کړي او د خپل ووټ اندارج وکړي."

د انتخاباتو د کمېشن د شمېرو سره سم په پاکستان کې د ښځينه رايه ورکوونکو شمېر د ۲۰۱۸ ټولټاکنو څخه زيات شوی دی. په ۲۰۱۸م کال کې په هېواد کې د ښځينه رجسټرډ ووټرانو شمېر څلور کروړه ۶۷ لاکه وو چې روان ۲۰۲۳کال کې دا شمېر ۵ کروړه ۸۵ لاکه ته لوړ شوی.

دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ۲۰۲۳ز کال د برېښنايي او کمپیوټري (ډېجېټل) سرشمېرنې پر اساس د راتلونکو انتخاباتو لپاره د سېپټېمبر په اخرۍ اوونۍ کې د نویو حلقو لومړی نوملړ خپور کړ. کمېشن تر هغې وروسته د نویو حلقه بندیو اعلان وکړ چې د پاکستان د ګډو ګټو شورا په اګست کې د هېواد د لومړۍ برېښنايي او کمپیوټري یا ډېجېټل سرشمېرنې نتیجې تایید کړې چې له مخې یې د هغه هېواد ابادي څه د پاسه ۲۴ کروړه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د سېپټېمبر پر ۲۱مه په بیان کې وویل چې د نویو حلقو جوړولو بهیر چټکوي او د نومبر تر ۳۰مې پورې یې پای ته رسوي چې تر هغې وروسته به تر شاوخوا دوو میاشتو پورې انتخاباتي کیمپېن روان وي او د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې به عام انتخابات وشي.

XS
SM
MD
LG