د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو ښارونو کې د خوست او کونړ حملو پر ضد مظاهرې وشوې

د اپريل ۱۷: په مير علي‌کې د خلکو مظاهره

په شمالي وزیرستان، بنو، ډېره اسماعيل خان، خیبر او کراچۍ کې بېلابېلو سیاسي ګوندونو او مدني فعالانو د مظاهرو په کولو سره د خوست او کونړ بمبارۍ وغندلې.

د خوست د سپېرۍ او کونړ د شلتن ولسوالۍ خلکو مشال راډيو ته ويلي چې اپريل په ۱۶مه د پاکستان جيټ الوتکو د دوی پر ځينو کليو بمبارۍ کړې دي. په کونړ کې د ۵ او په خوست کې د ۴۷ کسانو د وژل کېدو راپورونه راغلي. په خوست، ننګرهار، کندهار، کابل او بلخ کې خلکو د دې حملو پر ضد مظاهرې کړې دي.

​پر خوست شوې حملو کې وژل شوي اکثره هغه وزيرستاني کډوال دي چې په ۲۰۱۴ کال کې له ضرب عضب عملياتو څخه د ځان خوندي ساتلو لپاره نيزدې خوست ته کډه شوې وو.

دا هم وګورئ: خوست او کونړ کې 'پاکستانيو الوتکو' بمباري کړې، طالبانو پاکستانی سفیر احضار کړی

د شمالي وزیرستان په سپين وام کې د پښتون ژغورغنې غورځنګ مشر، ډاکټر محمد حیات مشال راډيو ته وويل چې د اپريل په ۱۷مه د دوی مظاهره د دې لپاره وه چې د وژل شوو کډوالو لپاره انصاف وغواړي. ((پر وزیرستاني کډوالو بمبار کې ماشومان او ښځې وژل شوي دي. موږ د پېښې پلټنې او د خلکو لپاره انصاف غواړو.))

پښتون ژغورنې غورځنګ په ډيره اسماعيل خان، بنو، کراچۍ، لواړګي او پېښور کې هم مظاهرې کړې دي. د پېښور مظاهرې ته د دې غورځنګ مشر، منظور پښتين وويل چې په يوه او بل نامه د پښتنو وژنې بايد ودریږي. هغه زیاته کړه چې د ولسي وګړو او په تېره بيا د ښځو او ماشومانو وژل په جنګي جرمونو کې راځي.

د شمالي وزيرستان د ميرعلي په عېدک سيمه کې د جمعيت علمای اسلام (ف) په مشرۍ مظاهره کې هم غوښتنه وشوه چې د پاکستان حکومت دې د دې بریدونو پلټنه وکړي. مظاهره چيانو زیاته کړه چې کډوال بايد نور وځورول شي.

د بنو په مظاهره کې هغو کډوالو برخه اخیستې وه چې د خوست او پکتيکا څخه تازه راستانه شوي خو لا هم خپلو کليو ته نه دې تللي. د لاریون یو مهتمم او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر زاکیم وزیر مشال ریډیو ته وویل، چې یو خوا له کلونو څخه په کډوالۍ کې دي بل خوا په بماري کی وژل کیږي.

هغه وويل: "دردناکه پېښې شوې. موږ لا تر اوسه په کمپونو کې ژوند کوو. موږ دې خپلو سیمو کې مېشت کړي او د دې بریدونو پلټنې دې وشي. موږ ارام ژوند غواړو. که دوی څوک وسله وال په نښه کړی وي نو ودې ښيي چې کوم وسله وال یې وژلی؟"

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

عیني شاهدان په خوست کې د برید په اړه څه وايي؟

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان غړي او د ملي جمهوري تحريک (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ د دې حملو د پلټنو غوښتنه کړې ده. هغه په قامي اسمبلۍ کې د تقریر پر مهال دا بریدونه وغندل او د پاکستان له نوي وزيراعظم شهباز شريف څخه يې وغوښتل چې د ریاست د ښو او بدو طالبانو پالیسي ختمولو لپاره کار وکړي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د اپريل په ۱۷مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د دوه اړخيزو امنيتي مسايلو په اړه په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره شريک کار کول غواړي. دې وزارت په خوست او کونړ کې د پاکستاني الوتکو د بمباريو په اړه څه ذکر نه دی کړی خو زیاته کړې یې ده چې د افغانستان د "خپلواکۍ او خودمختارۍ احترام" کوي.

په بيان کې ادعا شوې چې تحريک طالبان پاکستان له افغانستانه پر پاکستاني سرتيرو بریدونه کوي. بلخوا د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۶مه په کابل کې د پاکستان سفير ورغوښتی وو او احتجاج یې ورته کړی دی. دې وزارت زياته کړې چې "پاکستان بايد پوه شي چې له دا قسمه حملو څخه مغرضانه کړۍ د دواړو هېوادونو د اړيکو خرابولو لپاره ګټه پورته کولی شي."

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پر خوست د بمبارۍ پرضد مظاهره شوې