د لاسرسي ځای

تازه خبر

عیني شاهدان په خوست کې د برید په اړه څه وايي؟


عیني شاهدان په خوست کې د برید په اړه څه وايي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:15 0:00

د خوست د سپېرې او تڼیو ولسوالیو په سرحدي سیمو کې اوسېدونکي وايي، د اپرېل پر ۱۶مه یې پیشلمی تیاراوه چې ورباندې بمباري وشوه. د پېښې عیني شاهدانو او ژوبلو خلکو د اپرېل پر ۱۷مه د خوست په روغتون کې مشال راډیو ته وویل، په بمبارۍ کې یوازې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي دي چې پر خوست او کونړ یې تر حملې وروسته په کابل کې د پاکستان سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتی وو او ورڅخه یې سپیناوی غوښتی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې د پاکستان له لوري د دې ډول "تېروتنې تکرار" به "بدې پایلې" ولري. هلته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د ډېورنډ کرښې له هغې خوا څخه په پاکستان کې پر امنیتي سرتېرو د وسله والو د "زیاتېدونکو" حملو مخه ونیسي. په بیان کې پر خوست او کونړ د حملو په اړه هېڅ نه دي ویل شوي خو زیاتوي چې اسلام اباد د "افغانستان د خپلواکۍ، ازادۍ او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی" کوي. د ژوبلو او عیني شاهدانو خبرې په ویډیو کې.

XS
SM
MD
LG