د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په انګور اډه کې ګرځبندیز لګولی دی


د جنوبي وزیرستان مرستیال کمیشنر امجد معراج مشال راډیو ته ویلي چې پر پوځي سرتیرو تر برید وروسته له افغانستان سره سرحدي دروازه تړل شوې ده. (انځور: ارشیف)
د جنوبي وزیرستان مرستیال کمیشنر امجد معراج مشال راډیو ته ویلي چې پر پوځي سرتیرو تر برید وروسته له افغانستان سره سرحدي دروازه تړل شوې ده. (انځور: ارشیف)

د جنوبي وزیرستان په انګور اډه سیمه کې د بدامنۍ له تازه پیښو وروسته پوځي او انتظامي چارواکیو هلته ګرځبندیز لګولی دی.


د سیمې خلکو د اپریل پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې د اپریل پر ۱۱مه د سرې کنډې سیمه کې د پوځ او طالب وسله والو تر مینځ نښتې شوې وې او هم له هغې ورځې راهیسې پاکستانیو چارواکو لارې تړلې دي.دوي زیاتوي چې د بندیزونو له کبله له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

یو ځايي کس احسان وزیر مشال راډیو ته وویل چې نن (د اپریل ۱۶مه) پینځمه ورځ ده چې ګرځبندیز عملي شوی دی او واڼه ته د تګ راتګ لارې تړلې پرتې دي او په بازار کې خوراکي مواد پر کمېدو دي.


په واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر مولانا زینت الله وايي، که چارواکو د انګور اډې لارې خلاصې نکړې نو په احتجاج به لاس پورې کوي. نوموړی وايي چې کاروبارونو ته زیان رسیدلی دی او د خلکو ورځنی ژوند ډېر اغیزمن شوی دی.

د جنوبي وزیرستان مرستیال کمیشنر امجد معراج مشال راډیو ته ویلي چې پر پوځي سرتیرو تر برید وروسته له افغانستان سره سرحدي دروازه تړل شوې ده. خو نوموړي ویلي چې د انګور اډې د ولس لپاره لارې نه دي تړل شوې.


د یادونې وړ ده چې د اپریل په ۱۱مه د جنوبي وزیرستان په سره کنډه سیمه کې د وسله والو او پاکستان پوځ تر مینځ د ډزو په تبادله کې د یو میجر په ګډون دوه سرتیري وژل شوي وو.

د برید ذمه واري د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني منلې وه.

XS
SM
MD
LG