د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر کاروباریان د تورخم لارې د خوندیتوب غوښتنه کوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د خیبر کاروباریان او د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې حکومت دې له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره د پېښور او تورخم ترمینځ لاره خوندي کړي.

د هغې ضلعې یوه سوداګر فواد خان پرون (د فبرورۍ په ۱۶مه) مشال راډیو ته وویل چې دوه اوونۍ مخکې وسلوالو ورڅخه څه باندې درې لکه ډالر واخیستل. دی وايي، که حکومت په شوکه کې ککړ کسان ګرفتار نه کړل نو سوداګر به احتجاجاً د تورخم لاره وتړي: "چې څومره تجاران دي، په دې انتظار دي معلومه کړي چې د دې پېښې تر شا څوک لاس لري؟ که نږدې ورځو کې پته ونه لګېده نو موږ به د تورخم لاره بندوو او تر هغې به یې نه خلاصوو چې څو پورې زموږ دا قضیه حل شوې نه وي."

نوموړی وايي، له دې پېښې وروسته تجاران ډار شوي او تجارت کولو یا پانګې اچونې ته زړه نه ښه کوي.

د خیبر د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند واجد شینواري وايي، د شوکې د پېښې له کبله له افغانستان سره سوداګري خورا اغېزمنه شوې ده. هغه وايي: " په دې کې څو ځل داسې پېښې وشوې چې پکې تجاران د لوی تاوان سره مخامخ شول. له بده مرغه پر پوله د ډالرو ډکلرېشن نه کېږي، تجارانو ډالر بند کړي دي، له دې سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت ډېر اغېزمن شوی دی. حکومت له پکار دي چې پر پولو د بینکونو یا فعال نظام برابر کړي چې تجاران ډالر هملته په پاکستاني بېنکونو کې جمع کړي."

پخوانی تصویر
پخوانی تصویر

د خیبر تجاران وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته د بانکونو ان لاین یا پرلیکه نظام متاثره شوی او افغان سوداګر د مالونو په مقابل کې خپل ډالر لاس په لاس لومړی په تورخم کسټم کې ثبتوي او بیا یې پېښور او د پاکستان نورو برخو ته استوي.

د خیبر د پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي پرون (د فبرورۍ په ۱۶مه) مشال راډیو ته وویل، پلټنې یې پیل کړې دي او هڅه کوي چې ژر ملزمان ونیسي. دی زیاتوي چې د خیبر درې پر لاره د سوداګرانو امنیت لپاره اقدامات کوي. د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته بانکي نظام اغېزمن شو چې له کبله یې اوس له پاکستان سره ورکړه راکړه د بانکونو له لارې نه کېږي.

XS
SM
MD
LG