د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خرلڅیو په نښته کې ‍۱ پاکستانی پوځي او ۱ طالب سرتېری وژل شوي دي


کورمې ته پر ننوتونکې لاره دروازه (انځور له ارشيفه)
کورمې ته پر ننوتونکې لاره دروازه (انځور له ارشيفه)

د کورمې په خرلڅيو کې چارواکي ادعا کوي چې پر ډېورنډ کرښه د افغان طالبانو او ځايي قومونو ترمینځ په نښته کې یو پاکستانی پوځي او یو طالب سرحدي سرتېری وژل شوي او یوشمېر کسان ژوبل دي.

ځايي خلکو او چارواکو مشال راډيو ته ويلي چې دا مرګژوبله د نومبر پر ۲۰مه شپې مهال په هغه نښته کې شوې چې د ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته د افغانستان خوا ته پر پاتې ځمکې لانجه جوړه شو. دوی وايي په نښته کې ۱۲ ملکیان ژوبل شوي دي.

د ځايي خلکو په خبره، طالبانو هلته پوستې‌ او سړکونه جوړول خو د کورمې دوپرزي او بنګښ قامونه ادعا لري چې دا ځمکه د هغوی ده. د افغانستان غاړې ته مېشتو ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي چې په ډنډ پټان کې هم یو طالب سرحدي ساتونکی او یو بل موټروان وژل شوي او یوشمېر ټپي شوي دي. هغوی د ژوبلو کره شمېر و نه ښوولای شو.

جګړه پر دې ځمکې دعوه لرونکي دوپرزيو او بنګښو قامونه شروع کړې وه خو ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي‌چې وروسته ورسره د پاکستان پوځ سرتېري هم ور شامل شول.

د خرلاڅو يو ځايي مشر سید مبین حسین د نومبر په ۲۱مه مشال ریډیو ته وويل چې تر دې نښتې وروسته د طالبانو سره مذاکرات شوي خو څه پرمختګ نه دی شوی. هغه زیاته کړه چې طالبانو ورته ويلي دي چې له اغزن تار د افغانستان خوا ته پاتې شوې ځمکه د کورميوالو نه بلکې د هغوی ده.

د خرلڅیو ځايي مشر ملک سید ناصر حسین د نومبر پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې د دوپرزیو او بنګښو ولسونو "سلګونه اېکړه ځمکه" پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار غځېدو له وجې د افغانستان خوا ته پاتې شوې ده چې ورباندې د شنبې یا خالي پر ورځ طالبانو سړک او مورچې جوړولې. د هغه په وينا څو ځل یې د مذاکراتو له لارې د مسلې حلولو کوښښ وکړ خو کاميابه نه شو نو ځکه مجبوره شول چې د جګړې له لارې طالبان د هغې لانجمنې ځمکې له استعماله منع کړي.

د ځايي خلکو په وينا جګړې شپږ ساعته دوام وکړ چې پکې دواړو خواوو درنې او سپکې وسلې وکارولې. د افغانستان اړخ ته د پکتيا د ډنډ پټان ولسوالۍ خلکو مشال راډيو ته د درنو ډزو اورېدو او جګړې تاييد کړی خو د کره مرګژوبلې په اړه یې ناخبري ښوولې ده.

د ډنډ پټان يو اوسېدونکي محمد ناصر په دې اړه وويل، "ډېره شدیده جګړه وه. درنې وسلې لکه هاوان او نور وسلې استعمالېږي له دواړو خواوو. خلک له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ دي."

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۷ز کال کې د امنیت ټینګښت په موخه پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار لګولو کار پیل کړ. هغه مهال د افغانستان پخواني حکومت د باړ لګول د اسلام اباد یواړخیزه اقدام بللی وو او مخالفت یې کړی وو چې له وجې یې د دواړو هېوادونو تعلقات څو ځلې ترینګلي شول او ان د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمینځ څو ځلې نښتې هم وشوې.

ډېورنډ کرښه په یوشمېر ځایونو کې په مشخص ډول نه ده کښل شوې. همدا لامل دی چې د کورمې په ګډون د دواړو خواوو ولسونو تر دې مخکې هم په بیا بیا ویلي دي چې د اغزن تار له وجې یې راز راز زیانونه ګاللي دي.

د خرلڅیو یو بل مشر سید نبي حسین د نومبر پر ۲۰مه مشال راډیو ته وويل چې پر پوله په غلط ځای کې اغزن تار لګولو یوې "معمولي غلطي" دوی له "ډېر بد صورتحال" سره مخامخ کړي دي. هغه زیاته کړه چې د قومونو د استازو تر څنګ دې د پاکستان او افغانستان چارواکي دا مسله حل کړي.

د کورمې خرلڅيو او بوړکي سيمو قومي مشرانو مشال راډيو ته ويلي چې پر ډېورنډ کرښه موجودو طالبانو ورته د مذاکراتو په وخت ويلي چې له کابله ورته امر شوی دی چې هلته دې تعمیراتي چارې پیل کړي.

د طالبانو حکومت د تازه نښتې په اړه څه نه دي ویلي. د پاکستان پوځ هم په دې اړه څه نه دې ويلي. البته له کورمې د پارلېمان غړي او د پاکستان وفاقي وزیر ساجد حسین توري مشال ریډیو ته ویلي، مخکې یې هم پر دې مسله له کابل سره خبرې شوې خو يو حل ته نه دي رسېدلي. هغه زیاته کړه چې اوس به له طالبانو سره يو ځل بیا په دې اړه خبرې کوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG