د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او افغانستان د سوداګریزو اسانتیاوو لپاره پارلېماني کمېټۍ جوړې کړي


پر تورخم د پاکستان ټرکونه د افغانستان لوري ته روان دي - د ۲۰۱۷ز کال انځور
پر تورخم د پاکستان ټرکونه د افغانستان لوري ته روان دي - د ۲۰۱۷ز کال انځور

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تجارتي ویزو او راکړې ورکړې د مسايلو د حل لپاره د دواړو هېوادونو په پارلېمانونو کې کمېټې جوړې شوې دي.

د پاکستان پارليمان سپېکر اسد قېصر د اګست پر ۱۲مه په پارلمان کې د خبرو پر مهال وويل چې کوښښ کوي له دې لارې د تجارت په مخ کې پراته خنډونه ليرې شي.

"موږ د افغانستان د پارلېمان له سپېکر سره په سلا مشوره دا کمېټه جوړه کړېده. له هغه سره زما خبرې شوې دي. دا کمېټه به له افغانستان سره د تجارت پراخولو لپاره کاروو.‌ د دې مقصد دا دی چې له افغانستان سره زموږ سوداګري زیاته شي ځکه چې هلته ډېرې موقعې شته دی."

پاکستاني چارواکو ويلي چې د افغانستان سره یې د تورخم، انګور اډې، غلام خان او خرلڅۍ لارې د سوداګرۍ لپاره پرانيستې دي او د چمن لار به هم ژر خلاصه کړي.

خلک لا هم په تجارت کې ستونزې لري.
علي وزیر

د افغانستان او پاکستان د تجارتي لارو په اړه د بحث پرمهال د جنوبي وزیرستان استازي، علي وزیر وويل چې د پارليماني کمېټې خبرې او لارښوونې نه عملي کېږي چې له وجې یې د قبايلي ضلعو خلکو د سوداګرۍ ستونزې نه دې حل شوې.

علي وزیر د اګست پر ۱۲مه سپېکر ته په وينا کې وويل: "په بنيادي ډول پر دغو تجارتي لارو لا هم مشکلات دي او خلک مطمينه نه دي. تاسو چې کومه کمېټې جوړه کړې ده، د هغې په هداياتو پوره عمل نه کېږي. خلک لا هم په تجارت کې ستونزې لري.‌ ځيني وخت تاسو په کمېټه کې خبرې وکړئ خو هغه د امنيتي او نورو وجوهاتو له وجې نه عملي‌کېږي نو زه له تاسو او حکومته دا غوښتنه کوم چې دې مسلې ته ډېر پام وکړئ ځکه چې په قبايلو کې د خلکو نور هيڅ ‌کاروبار نشته."

د پاکستان تجارت وزارت تر مخه افغانستان د پاکستاني مالونو لپاره تر ټولو نېږدې او لوی مارکیټ دی خو د دواړو هېوادونو د خرابو سياسو اړيکو له امله په دې وروستيوو کې د دوی سوداګري کمه شوې ده.

پر ډېورنډ کرښه د دواړو خواوو پوځيانو وخت ناوخت پر يو بل ډزې هم کړي او سفارتونو د يو بل په غبرګونو کې د ویزو ورکول هم سخت کړي دي.

د افغانستان دریځ

د افغانستان د تجارت وزارت وياند، جاوېد دبیر وايي‌ د باثباته اړيکو د نشتوالي له امله افغان حکومت کوښښ کړی چې پر پاکستان د خپل ضرورت تکيه کمه او په ګاونډ کې د مرکزي اسيا هېوادونو سره سوداګري زیاته کړي.

نوموړي د اګست پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل: "په ۲۰۱۸ز کال کې مو له پاکستانه د دوه بیليونو ډالرو په ارزښت مالونه راوړي دي. تېر او دا کال دا شمېر يوه بيلين ډالر ته راښکته شوې ده. له نورو هېوادونو سره زموږ اړيکو ښه کېدو له وجې پاکستان سره دا سوداګري کمه شوې ده. همداراز په ۲۰۱۸ز کال کې موږ پاکستان ته د ۴۰۰ ميليونه ډالرو مالونه لېږدولي ول خو په ۲۰۱۹ کال کې دا د ۳۰۰ ميليونو ډالرو وو. په دې اساس زموږ برامدات هم کم شوي دي."

پاکستان سره دا سوداګري کمه شوې ده.
جاودې دبیر

د دې نقصان پوره کولو او اړيکو ښه کولو لپاره پاکستان يو لړ ګامونه اخیستي دي.

دوی په جولای کې هند ته د افغان مالونو د وړلو لپاره د واهګې سرحد خلاص کړ.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د اګست په دولسمه پر ټويټر وليکل چې تر دې وروسته یې د افغانستان سره پر پوله د مالونو ژر وړلو راوړلو لپاره یې د ټرکونو د بدلولو شرط ختم کړی دی. دا شرط د کورونا وایرس د خپرېدو مخنيوي لپاره لګول شوی وو.‌

د کمېټیو جوړېدو ګټې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت اسانولو لپاره د پارلېماني کمېټو جوړېدل ګټور کار بلل شوی دی.

په افغان پارليمان کې د مالي کمیسون غړي جاويد صافي مشال راډيو ته وويل چې تجازت بايد له سياسته ليري وساتل شي.

"د پاکستان او افغانستان د خرابو اړيکو زور همېشه له تجارته وځي چې د خلکو پر اقتصاد ډېر بد اثر کوي. داسې بايد نه وي.د تورخم لار کله له دې خوا بنده وي او کله له هغې خوا. د خلکو مالونه دواړه خواوو ته خرابېږي. زما په نظر دا ښه خبره ده چې د پارليمان غړي پر دې مسله نظر وساتي او کومه ستونزه را اوچتيږي چې په وخت حل شي."

پاکستان له چين سره اقتصادي راهدارۍ پروژه پر مخ بيايي چې د چارواکو په وېنا ګټه به يې افغانستان ته هم رسېږي.

د پاکستان د مواصلاتو وزیر مراد سعيد د اګست پر ۱۲مه په پارليمان کې وويل چې د دې راهدارۍ پروژې د برخې په توګه له پېښوره تورخم ته غځېدلی سړک د تجارتي مالونو د وړلو لپاره پراخوي او دا مهال پرې کار روان دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG