د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستانیو او طالب ځواکونو تر شخړه وروسته د تورخم دورازه تړل شوې


په تورخم کې مخکې هم د دواړو هېوادونو د سرتیرو ترمینځ شخړې شوي ـ پخوانی انځور.
په تورخم کې مخکې هم د دواړو هېوادونو د سرتیرو ترمینځ شخړې شوي ـ پخوانی انځور.

د خیبر ضلع چارواکي وایي چې د اګست پر پنځمه د پاکستان اېف سي ځواک سرتیرو او د افغانستان د طالبانو حکومت لخوا په دروازه ولاړ ساتونکو ترمینځ تر شخړې وروسته تورخم تړل شوی دی.

د لنډي کوتل مرستیال کمشنر ارشاد مومند مشال راډیو ته ویلي چې د اګست پر پینځمه خوا وشا دوه بجې په تورخم دروازه کې د اېف سي ځواک له خوا د ځینې افغان ماشومانو ایسارولو په سر د پاکستان امنیتي ځواکونو او هغې غاړې ته د طالبانو د حکومت ساتونکو ترمینځ شخړه وشوه او د تورخم دروازه وتړل شوه.

مومند وویل چې ځینې افغان ماشومانو غوښتل چې د چیني (بورې) یو څو ګنډې له پاکستانه افغانستان ته واړوي نو هلته د پاکستان امنیتي ځواکونو ایسار کړل او په دې عمل طالب ساتونکو بد ومنل او د پاکستان امنیتي سرتېرو سره لفظي شخړه وشوه.

په افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغان ناروغانو پاکستان ته د نه پرېښودو په سر هم څو څو وارې تورخم دورازه تړل شوې او بیا خلاصه شوې ده.

طالبانو لا هم په دې اړه څه نه دي ویلي خو د لنډي کوتل مرستیال کمشنر ارشاد مومند وایي چې هڅه کوي، دروازه د تګ راتګ لپاره زر خلاصه کړي.

د تورخم انتظامي چارواکي وایي چې په سلګونه افغان ماشومان په تورخم دروازه دواړو خواوو ته بېلا بېلو شیانو ګنډې وړي راوړي چې ځینې یې په تېرو وختونو کې د لویو ګاډو لاندې شوي او مرګژوبله ورته اوښتې نو ځکه ورته د ګنډو وړولو اجازه نه ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG