د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستان سره د تجارتي لارو تړل قبایل سخت اغېزمن کړي


غلام خان بندر خوست او میرامشاه سره نښلوي
غلام خان بندر خوست او میرامشاه سره نښلوي

د شمالي وزيرستان، جنوبي وزيرستان او کرمې کاروباريان وايي د چمن او تورخم لارو په څېر دې د انګور اډې، غلام خان بندر او خرلاڅو لارې هم د تجارتي هلو ځلو لپاره خلاصې کړل شي.

پاکستان حکومت له افغانستان سره خپلې يادې پنځه لارې د کورونا وبا د مخنيوي په هدف په مارچ مياشت کې تړلې وې چې پکې دوې لارې چمن او تورخم په شپاړسم مې بيا پرانستل شوې.

بلخوا د مومندو او باجوړ کاروباريان بيا وايي له تېرو څه باندې دولسو کالو راهيسې د دوی افغانستان ته تلونکې شپږ لارې تړل شوي دي چې له کبله يې دوی ته د اربونو روپو تاوان رسيدلی. دوي هم له حکومته غوښتي چې دغه لارې دې زر تر زره خلاصې کړل شي. بلخوا د حکومتي ګوند غړو وايي چې د دغې مسلې د هوارولو لپاره هلې ځلې کوي.

د جنوبي وزيرستان تجاران وايي د پاکستان حکومت لخوا د کورونا وبا د مخنيوي په هدف افغانستان ته تلونکې تړل شوې ځينې لارې خلاصې شوي خو د دوی د انګور اډې لار چې دوی به پرې پکتيکا او افغانستان نورو برخو ته سامان وړو لا هم بنده ده چې له وجې يې د دوی د اربونو روپو تاوان شوی او نور هم کيږي.

کاروباريان وايي دا لار چې د ورځې به پرې يونيم سل د تجارتي سامانونو ډک ټرکونه افغانستان ته تلل له ۲۰ م مارچ څخه بنده ده. د جنوبي وزيرستان د تاجر ورورلۍ مشر زرباد خان وزير په سه شنبه مشال رېډيو ته وويل چې دوی د پنجاب صوبې د فصل اباد له ميلونو د لکونو روپو سامان د روژې مياشت او اختر لپاره راوړی چې دا وخت په سټورنو کې پروت دی او خرابیږي خو حکومت اجازه نه ورکوي چې افغانستان ته يې واړوي:(دا وخت په ډبو کې بند شودې او اچارخرابيږي. يو تاجر د ۷۲ لکو روپو شودې بل بيا د ۳۵ لکو او بل بيا د ۱۹ لکو روپو اچار له پنجابه راوړی او دا وخت د حکومت لخوا اجازت ته په انتظار دي چې افغانستان ته يې واړوي. داسې نور د لکونو روپو د اختر لپاره سامانونه کاروباريانو راوړي دي خو لار بنده ده))

زرباد خان وزير زياتوي د انګور اډې لار د تړل کېدو له کبله ډېرې افغانزده کونکي او نور وګړي هم دې غاړې ته په جنوبي وزيرستان کې او بيا ځينې وزيرستانيان هغه غاړې ته په افغانستان کې ګېر پاتې دي. دوی دړاکه کړې که حکومت لار خلاصه نکړه نو له وړوکي اختر وروسته به په احتجاج لاس پورې کړي.

د شمالي وزيرستان تجاران او کاروباريان بيا وايي د کورونا وبا د مخنيوي په هدف د مارچ په شپاړسمه د حکومت لخوا د غلام خان لارې د تړل کېدو له کبله د دوی په تېرو شا و خوا دوو مياشتو کې د څه باندې لس کربه روپو تاوان شوی دی.

د ميرامشا سبزۍ منډايي صدر او د کاروباريانو يو مشر ملک عبدالله خان د مې په ۱۹ مه مشال رېډيو ته وويل غلام خان لار چې د ورځې به پرې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تر پنځه سوه پورې ګاډو سامانونه وړل راوړل ، د خېبر پښتونخوا د زرګونه خلکو کاروبار ورسره تړل شوی وو: ((موږبه افغانستان ته شنه مېوا، سبزيانې او وړه وړل.پر دې سربيره وريژې،سيمنټ او داسې نور ډېر شيان به هم په غلام خان لار افغانستان ته وړل کېدل خو دا وخت لارې تړل شوې ده او هرڅه په ټپه ولاړ دي.))

عبدالله خان زياتوي د غلام خان لارې د تړل کېدو له کبله د ټرکونو لسګونه ډرايوران هم په افغانستان کې ګېر پاتې دي چې کورنۍ يې دلته له ستونزو سره مخ دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کورمې خرلاڅو لار هم د کورونا وبا د مخنيوي په هدف د مارچ له ۱۵ مې راهيسې تړل شوې.

په کورمه کې د تاجرانو مشر حاجي مصايب حسېن په سه شنبه مشال رېډيو ته وويل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځپر دې لار به د ورځې په شا و خوا ۱۷۰ ګاډو کې د مختلف قسمه خوراکي توکو او نورو سامانونو درامد او برامد کېده.نوموړی وايي حکومت دې خرلاڅو لار زر تر زره خلاصه کړي ځکه چېد دې له بندېدو سره د شا و خوا پنځه زره خلکو کاروبار اغېزمن شوی:

((د خرلاڅو لار يښه وي نو پر دې موږ په ګاډو کې افغانستان ته اګۍ وړو. دغه راز سبزيانې او مېوو لېږدو. بيا له افغانستانه دالونه پر دې لار راځي خو له افغانستانه تر ټولو زيات چې کوم شی راځي نو هغه کويله ده چې موږ يې دلته د سمنټو په بټو کې کاروو.))

بلخوا بيا د مومندو او باجوړ کاروباريانو له حکومته غوښتي چې له افغانستان سره د دوي هغه ګڼې تجارتي لارې د ې هم خلاصې کړي چې له کلونو راهيسې د پاکستان حکومت تړلي دي.

د مومندو ضلعې هغه خلک چې له کرښې پورې غاړه خپلوان لري هغوي به مخکې په ګورڅل، کوډاخېل کنډاو او انارګی لارو يو بل کره په نيمه ګېنټه کې تلل خو اوس دوی ړومبې پېښور ته لاړ شي، بيا د تورخم د لارې ننګرهار ته او بيا دغه خپلوانو کره ځي.
منان


په مومندو کې د تجارانو يو مشر نادر منان کوډا خيل وايي له کله نه چې په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ م کلونو کې په مومندو کې وسله وال فعاليتونه پيل شول نو له مومندو څخه افغانستان ته تلونکې درې لارې چې ګورسل ، کوډا خيل کنډاو او انارګی نوميږي وتړل شوې چې لا هم بندې پرتې دي.نوموړی وايي د دې لارو بهله ټولې خېبرپښتونخوا افغانستان ته د ورځې تر پنځه سوه پورې د تجارانو د مالونو ډک ټرکونه تلل. نوموړي په سه شنبه مشال رېډيو ته وويل چې د دې لارو د بنديدو سره د زرګونه خلکو کاروبار خراب شوی: ((له افغاستانه به موږ ته پر دغو لارو له کپړې او ګاډو پرزوواخله تر د عام ضرورت پورې ډېر زيات شيان راتلل. دلته به ورته خلکو دکانونه جوړ کړي وو. د دغه کاروبار له وجې دلته له خلکو سره ډېره زياته پېسه وه.))

منان کوډاخېل زياتوي د دې لارو بنديدو له وجې نه يوازې کاروباريان بلکې عام ولس هم له ډېرو ستونزو سره مخ دی.

دا وايي د مومندو ضلعې هغه خلک چې له کرښې پورې غاړه خپلوان لري هغوي به مخکې په ګورڅل، کوډاخېل کنډاو او انارګی لارو يو بل کره په نيمه ګېنټه کې تلل خو اوس دوی ړومبې پېښور ته لاړ شي، بيا د تورخم د لارې ننګرهار ته او بيا دغه خپلوانو کره ځي.

منان وايي لا هم حکومتي چارواکو دوی ته نه دي وېلي چې دغه لارې يې ولې بندې کړي دي او کله به يې خلاصوي.

همداراز څرګندونې د باجوړ چېمبر اف کامرس يا کاروباري خونې پخوانی مشر او د ښار بازار صدر لالي شا هم کوي نوموړی وايي له کله نه چې په ۲۰۰۷ م کال کې دغلته بد امني شورو شوه نو له هغو وروسته له باجوړه افغانستان ته تلونکې درې لارې چې غاښي پاس ،ناوا پاس او لېټۍ پاس نوميږی وتړل شوې چې لا هم بندې دي.

نوموي په سه شنبه مشال رېډيو ته وويل پر دې لارو به د اربونو روپو کاروبار کېدو او له تړل کېدو سره یې د خېبر پښتونخوا دير، بونېر او نورو سيمو د زرګونه خلکو کاروبار خراب شوی دی: (( موږ به له دې لارو افغانستان ته غټه غوښه لېږله،چرګان او داسې نور سامان له مو لېږو. چپړې، پلاسټک سامان او داسې نور شيان به هم شامل وو. زموږ ورسره دېر ښه روزګار برابر وو.))

د قبايلي سيمو له افغانستان سره يادې نهه لارې به کله خلاصيږي پر دې اړه موږ د خېبرپښتونخوا د اعلا وزيروياند اجمل وزير او کابينې نورو غړو ته په لسګونه وارې ځنګ وهو خو هغوی زموږ فون پورته نکړ ،البته اجمل وزير په مېسج کې يوازې هم دومره وويل چې هغه مصروفه دی.

بلخوا له قبايلي سيمو سره تعلق لرونکي دحکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف سنېټر سجاد توري مشال رېډيو ته وويل چې د هېواد د پولو پرانستلو او تړلو کار د وفاقي حکومت دی او دوی په دېلړ کې له وفاقي وزيرانو سره په رابطه کې دي:

((ما له کورنو چارو او پارلماني چارو وزيرانو سره پر دې خبرې کړي بلکې ما ترې غوښتي چې دغه لارې خلاصې کړي خو هغو دا هم نه وايي چې دا لارې يې ولې بندې کړي.))

موږ هڅه وکړه چې له وفاقي وزيرانو سره هم پر دې اړه خبرې وکړو خو هغوي زموږ فون پورته نکړ.

البته د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف د قبايلي سيمو نه د قامي اسمبلۍ غړي اقبال اپريدي په ۱۹ مه مې مشال رېديو ته وويل چې حکومتيې هڅه کوي د کورونا د مخنيوي په هدف تړل شوې د انګور اډې،غلام خان او خرلاڅو لارې زر پرانيزې خو د مومندو او باجوړ لارې چې د امنيتي وجوهاتو له کبله تړل شوي په خلاصېدو کې به يې وخت لګي، البته نوموړي د امنيتي وجوهاتو په اړه له وضحت ورکولو ډډه وکړه: ((زموږ حکومت له قبايلي ولس سره ژمنه کړې وه چې تجارتي لارې به ورته خلاصوي نو به دغې ته عملي شکل ورکوو.))

د يادو قیايلي سيمو کاروباريان وايي د ډېرې قبايلو روزګار د يادو لارو سره تړل شوی وو خواوس دغه لارې بندې دي نو خلکو د هېواد نورو برخو ته مخه کړې خوهلته يې روزګارونه ښه نه دي او ژوند يې له مشکلاتو سره مخ دی.

XS
SM
MD
LG