د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټانک او باجوړ کې په برید او نښته کې ۳ تنه وژل شوي، ۲۱ ژوبل دي


په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې پر پولیسو او امنیتي ځواکونو وسلوال بریدونه زیات شوي دي - پخوانی انځور.
په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې پر پولیسو او امنیتي ځواکونو وسلوال بریدونه زیات شوي دي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په ټانک او باجوړ کې د ناامنۍ په تازه پېښو کې درې تنه وژل شوي دي او د دوو پولیس سرتېرو په ګډون ۲۱ تنه ژوبل شوي دي.

د ټانک د پولیسو مشر وقار احمد مشال راډیو ته وویل چې د مې پر ۱۹مه سهار شاوخوا نهه بجې پر موټرسایکل سپرو وسلوالو په بازار کې د پولیسو پر ګاډي د لاسي بم برید وکړ.

دی وايي، وسلوالو په ګاډي کې د ډرېور کړکۍ لوري ته لاسي بم ورواچاوه چې ورباندې ډرېور "په سر ولګېد او بم بېرته بهر وغورځېد" چې په چاودنه کې د دوو سرتېرو په ګډون ۲۱ تنه ژوبل شول.

د احمد په خبره، په پېښه کې یو پولیس سرتېری او دوه ولسي وګړي سخت ژوبل دي خو حالت یې له خطره بهر دی او نور ټول ولسي وګړي سرسرټپي شوي ول چې له روغتونه کور ته لېږدول شوي دي.

د پولیسو مشر وايي، په بازار کې د ګڼې ګوڼې له کبله په پېښه زیات کسان ژوبل شول.

وقار احمد وايي، کله چې وسلوالو پر ګاډي برید وکړ نو پولیسو ورباندې ډزې وکړې او یو مشکوک وسلوال یې ژوبل کړ. د ده په خبره، پولیسو د هغه تعاقب ته دوام ورکړ او ورپسې یوه خالي کور ته ورسېدل چې هلته نښته وشوه او پکې هغه مشکوک وسلوال ووژل شو.

وقار احمد پر موټرسایکل د سپور بل وسلوال په اړه څه و نه ویل چې ایا هغه تښتېدلی او که څنګه؟

د ټانک د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

باجوړ کې نښته

د باجوړ ضلعې په لوی سم کې له وسلوالو سره په نښته کې د پاکستان پوځ يو سرتېری وژل شوی دی.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مې پر ۱۸مه تر پېښې وروسته پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ويلي دي چې په نښته کې يو وسلوال هم وژل شوی دی.

ای اېس پي ار له دې پرته نور معلومات نه دي ورکړي خو زیاتوي چې په سیمه کې تصفیوي عملیات روان دي.

تحريک طالبان پاکستان ډلې پر امنیتي ځواکونو د برید ذمه واري منلې ده.

د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې په خیبر پښتونخوا ناامني زیاته شوې ده چې پکې د ولسي وګړو په ګډون امنیتي ځواکونو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.

د هغې صوبې ولسي وګړو، سیاستوالانو او فعالانو د دې زیاتېدونکې ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، جرګې او لاریونونه کړي دي.

په همدې حال کې پولیسو او امنیتي ځواکونو هم د وسلوالو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د اپرېل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، په پاکستان کې پوځ، پولیس او نورې امنيتي ادارې هره ورځ تر ۷۰ زيات عمليات کوي.

XS
SM
MD
LG