د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باجوړ کې چاودنې لږترلږه ۳۵ تنه وژلي دي


د رېسکیو ۱۱۲۲ په وینا، ژوبل کسان یې د خار مرکزي روغتون ته رسولي دي.
د رېسکیو ۱۱۲۲ په وینا، ژوبل کسان یې د خار مرکزي روغتون ته رسولي دي.

د خیبر پښتونخوا د باجوړ په خار تحصیل کې د جمعیت علما اسلام ف ډلې په غونډه کې د شوې چاودنې له کبله لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د باجوړ پولیسو ویاند محمد اسرار خان د جولايي پر ۳۰مه ماسخوتن مشال راډیو ته وویل چې په دې چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۳۷ ته رسېدلی دی.

نوموړي د پولیسو د مشر نزیر خان هغه بیان له مشال راډیو سره شریک کړ په کوم کې چې د ټپیانو شمېر ۹۰ ښودل شوی دی.

خو د خار روغتون د بیړنیو روغتیايي خدماتو څانګې مشر اعظم خان اسوشيېټېډ پرېس اژانس ته ویلي دي چې د پېښې له ځایه ۳۵ مړي او تر ۱۰۰ زیات ژوبل کسان وروړل شوي دي.

د نوموړي په خبره، سخت ټپیان یې په هېلېکاپټرو کې د پېښور روغتونونو ته لېږدولي دي.

رېسکیو ۱۱۲۲ په یو بل بیان کې ويلي دي چې چې ۱۷ سخت ژوبل کسان د کوز دیر ضلعې د مرکز تېمرګرې روغتون ته لېږدول شوي دي.

محمد اسرار خان وویل،‌ دا تر اوسه نده څرګنده چې دا ځانمرګی برید وو او که نه د غونډې په ځای کې بارودي‌ مواد اېښودل شوي وو.

خو د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات خان د اردو ژبې له جیو نیوز ټېلېوېژن سره په خبرو کې ویلي دي چې له لومړنیو پلټنو ښکاري چې هغه یو ځانمرګی برید وو خو زیاته یې کړه چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

دا له هغه وروسته ده چې د جولای پر ۳۰مه مازیګر شاوخوا پینځه بجې د جمعیت علمای اسلام (ف) په ضلعي غونډه کې چاودنه وشوه.

د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د باجوړ په خار روغتون کې موجود یو ځايي خبریال بلال یاسر مشال راډیو ته وويل چې د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې ضلعي کنونشن د جولای پر ۳۰مه مازیګر شاوخوا شپږ بجې پیلېده او ورته د ضلعې له بهره هم یوشمېر مشران وربلل شوي ول.

دی البته زیاتوي چې چاودنه پر داسې مهال شوې چې هغه مېلمانه لا د غونډې ځای ته نه ول رسېدلي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په ډېری سیمو او په ځانګړې توګه قبایلي ضلعو کې په دې وروستیو کې د ناامنۍ پېښې لا زیاتې شوې دي.

تر وړاندې د جولای پر ۲۵مه د جمرود په غار اوبو کلي کې د جومات دننه ځانمرګی برید شوی وو چې پکې د علي مسجد اېډېشنل تاڼېدار عدنان اپرېدی وژل شوی وو.

تر هغې مخکې د جولای پر ۱۰مه د باجوړ په ماموندو کې په یو وسلوال برید کې یو ولسي مشر وژل شوی او د هغه زوی ژوبل شوی وو.

دا راز د جولای پر ۲۰مه هم د خیبر ضلعې د باړې پخواني تحصیل پر ودانۍ په ډزو او دوو ځانمرګو بریدونو کې څلور پولیس سرتیري ووژل شو او ۱۰ تنه ژوبل شول.

په باجوړ کې په ۲۰۰۵م کې هم د بدامنۍ پېښې پيل شوې وې چې وروسته بیا په ځینو سیمو وسله وال واکمن شوي ول. هغه مهال هم د هدفي وژنو، تښتونو او نورې پېښې پکې مخې ته راتلې.

په باجوړ کې په ۲۰۰۸ کال کې د وسله والو پرضد پوځي عملیات شوي ول چې بیا وروسته پاکستاني پوځ سیمه له وسلوالو پاکه اعلان کړې وه او له سیمې کډه شوې زرګونه کورنۍ ورستنې شوې وې.

XS
SM
MD
LG