د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۴۹ ته رسېدلی دی


د باجوړ په خار کې د جولای پر ۳۰مه په چاودنه کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله واوښته.
د باجوړ په خار کې د جولای پر ۳۰مه په چاودنه کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله واوښته.

د خیبر پښتونخوا د باجوړ په خار تحصیل کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې د ضلعي غونډې پر مهال په چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۴۹ ته لوړ شوی دی.

چارواکي وايي، د خار په شنډۍ موړ کې د جولای پر ۳۰مه مازیګر شاوخوا پینځه بجې په چاودنه کې تر ۱۰۰ زیات کسان ژوبل دي.

د جولای ۳۰مې په چاودنه کې بېلابېل چارواکي او رسنۍ د وژل شویو شمېر په اړه ضد و نقیض معلومات ورکوي. یوشمېر رسنۍ د چارواکو له خولې وايي چې د وژل شویو شمېر تر ۵۴ زیات دی.

خو د باجوړ د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګه (سي ټي ډي) وايي چې په پېښه کې ۴۹ کسان وژل شوي دي. سي ټي ډي د چاودنې د ښکار شویو یو نوملړ مشال راډيو ته استولی دی چې پکې د وژل شویو نومونه او عمرونه هم لیکل شوي دي. دا د وژل شویو هغه شمېر دی چې مشال راډيو یې په خپلواکه توګه تاییدوي.

د باجوړ چاودنې ښکار شوي یوشمېر ژوبل کسان د پېښور لېډي ریډنګ روغتون ته لېږدول شوي دي - د جولای ۳۰مې انځور.
د باجوړ چاودنې ښکار شوي یوشمېر ژوبل کسان د پېښور لېډي ریډنګ روغتون ته لېږدول شوي دي - د جولای ۳۰مې انځور.

د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار خان د جولای پر ۳۰مه ناوخته مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې تر اوسه د چاودنې نوعیت روښانه نه دی چې ایا ځانمرګی برید شوی او که نه د غونډې په ځای کې بارود ايښي ول.

تر نوموړي مخکې د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات خان د اردو ژبې له جیو نیوز ټېلېوېژن سره په خبرو کې ویلي ول چې له لومړنیو پلټنو ښکاري چې هلته ځانمرګی برید شوی خو زیاته کړې یې وه چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

د باجوړ د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې په تاڼه کې په درج شوي رپورټ کې هم هغه پېښه "ځانمرګې حمله" بلل شوې ده.

د اسلامي دولت (داعش) ډلې په باجوړ کې د برید ذمه واري منلې ده. د هغې ناقانونه ډلې د خبرونو او رسنیو څانګې اعماق د جولای پر ۳۱مه په بیان کې ویلي دي چې ځانمرګي بریدګر یې په خار کې د غونډې پر مهال چاودنه وکړه.

د ځایي ولس او چارواکو په خبره، په چاودنه کې زیاتره وژل شوي د جولای ۳۰مې پر ماخوستن او د جولای پر ۳۱مه په خپلو پلرنیو هدیرو کې خاورو ته سپارل شوي دي.

بلخوا د ژغورنې چارو اداره (رېسکیو ۱۱۲۲) وایي، په ژوبلو د ۱۵ کسانو حالت د اندېښنې وړ دی او هغوی په هېلېکاپټرو کې د پېښور لویو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د ادارې ویاند بلال فیضي رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې ۳۰ ټپیان یې د کوز دیر مرکز تېمرګرې روغتون ته لېږدولي دي.

په چاودنه کې ژوبل شوي عبدالحنان مشال راډیو ته د پېښې د سترګو ليدلې حال داسې بیان کړ.

''چی موږ لاړو نو جلسه شروع وه، له سټېج سره نېږدې خلک ډېر ناست ول، موږ له سټېج سره داسې شپږ [یا] اووه ګزه نېږدې ناست وو. په دې وخت کې بیانات [روان] ول چی د [جمیعت علمای اسلام ف] د باجوړ مشر مولانا عبدالرشید راغی [او موږ یې] د استقبال لپاره پاڅېدلو، نعرې وهل شروع شوې او هم دغه وخت زوروره چاودنه وشوه، بیا ما ته پته و نه لګېده. زه خپله هم زخمي وم، داسې یو منټ پس چی ما حالات وکتل، نو ډېر په بد حال خلک پراته ول.''

هغې غونډې ته له باجوړه علاوه د نورو سیمو لکه له پېښور او اسلام اباده هم د ګوند یوشمېر مشران او پارلېماني غړي وربلل شوي ول نو ځکه ورته د باجوړ ګڼ کارکوونکي هم ورغلي ول.

د باجوړ ځایي خبریال بلال یاسر وايي، په وژل شویو او ژوبلو کې د یوې کورنۍ غړي هم شامل دي. ''د مېنې (ماموندو تحصیل) د زر باچا خان دوه ورېرونه وژل شوي. د جمعیت علمای اسلام (ف) ضلعي ترجمان حاجي مجاهد او د هغه ځوان زوی ضیاالدین هم وژل شوي. د تڼي (ماموندو تحصیل) د جومات د پېش امام یو ورور، یو خوریی او یو یې د ماما زوی وژل شوی. دلته خو له ډېر وخت راهیسې هدفي وژنې او بمي چاودنې کېږي خو دې پېښې ټول باجوړ په غم ککړ کړ.''

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف، د جمیعت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان، د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي او د نورو سیاسي ډلو مشرانو پېښه غندلې او د خیبر پښتونخوا نګران وزیراعلا اعظم خان یې د پلټنو امر کړی.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم چاودنه غندلې ده. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جولای پر ۳۰ پر اېکس چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، ولیکل چې "هغه ډول جنایات د توجیه وړ نه دي."

باجوړ د ابادۍ له پلوه تر ټولو لویه قبایلي ضلع ده چې د افغانستان له کونړ ولایت سره ګډه پوله لري. هلته په ۲۰۲۲ز کال کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې وې چې پرضد یې پراخې مظاهرې، پرلتونه او جرګې وشوې.

په باجوړ کې په ۲۰۰۸ز کال کې پوځي عملیات شوي ول او وروسته پوځ سیمه له وسلوالو پاکه اعلان کړې وه چې تر هغې وروسته ګڼې بې کوره شوې کورنۍ خپلو کلیو او کورونو ته ستنې شوې.

XS
SM
MD
LG