د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت په حکومتي غوښتنه د محسن او علي خلاف د خړ کمر مقدمه ختمه کړه


د پښتون ژغورنې ِورځنګ مخکښان علي وزیر او محسن داوړ
د پښتون ژغورنې ِورځنګ مخکښان علي وزیر او محسن داوړ

د خيبر پښتونخوا حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوو مخکښانو او د قامي اسمبلي غړو محسن داوړ او علي وزير پرضد د شمالي وزيرستان خړ کمر امنيتي پوستي د حملې مقدمه واپس واخېسته.

د دې مقدمې ځانګړې اورېدنه د بنو ترهګرۍ ضد عدالت د اکتوبر پر ۱۴مه په ايبټ اباد کې وکړه. د عدالت جج بابر علي خان د صوبايي حکومت لخوا د مقدمې واپس اخستو درخواست منظور کړ. خیبر پښتونخوا حکومت د سږني کال (۲۰۲۰) په مارچ کې عدالت ته د مقدمې اخېستو خواست کړی وو.

د شمالي وزيرستان خړ کمر کې په ۲۰۱۹ز کال د مې پر ۲۶مه د پاکستانیو امنيتي ځواکونو پر یوه پوسته د برید مقدمه د محسن داوړ او علي وزير په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ د ګڼو پلويانو پرضد درج شوي وه.

په هغه ورځ په خړ کمر کې خلک د علي وزیر او محسن داوړ هرکلي‌ته ورغلي ول چې پر يوه چيک پوسټ یې له پاکستانیو پوځیانو سره ناندرۍ وشوې. د داوړ په وینا پر دې مهال پوځ پر بې وسلې خلکو بې درېغه ‌ډزې وکړي، ۱۵ کسان یې ووژل او ۲۳ يې ژوبل کړل. هغه مهال د پاکستاني پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور وويل چې دې خلکو د پوځ خلاف نعرې وهلې او د قامي اسمبلۍ غړو، علي وزیر او محسن داوړ په وینا یې پر يو‌ پوځي چيک پوسټ بريد وکړ چې پکې پينځه پوځيان ژوبل شول.

تر دې وروسته علي وزیر او محسن داوړ ونيول شول او تر څلورو مياشتو پورې يې بندیان ول. په همدې حال کې پښتون ژغورنې غورځنګ د خړ کمر د پېښې په غبرګون کې مظاهرې روانې وساتلې او حکومت د شهدا پيکيج تر نامه لاندې وژل شوي هر يو تن ته ۲۵ لکه روپۍ او هر زخمي ته لس لکه روپۍ ورکړي.

علي او محسن د خړ کمر او زندان کیسه کوي

د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن مشر، مهدي حسن د مې په ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې ریاست د ايين له مخې د خلکو د ژوند د خوندي ساتلو زمه واري لري نو نه یوازې د خړ کمر پېښې په اړه دې حقایق مخې ته راوړي بلکې په راتلونکې کې دې هم د داسې پېښو مخنيوی وکړي.

XS
SM
MD
LG