د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د یو کس تر وژنې وروسته مظاهره شوې ده


په کورمه کې په وروستیو کې پر ځايي وګړو د حملو پرضد مظاهرې شوې دي - د جون پینځمې انځور.
په کورمه کې په وروستیو کې پر ځايي وګړو د حملو پرضد مظاهرې شوې دي - د جون پینځمې انځور.

د کورمې د علیزیو اوسېدونکو د یو تن د وژنې پر ضد احتجاج کړی دی او له حکومته یې د پېښې د پلټنو او د ککړو کسانو د ګرفتارۍ غوښتنه کړې ده.

د جون اوومې مظاهره تر هغې څو ساعته وروسته شوې چې وسلوالو د چارشنبې (شورو) پر سهار شاوخوا درې بجې پر دوو ګاډو برید وکړ چې پکې مسلم حسین ووژل شو.

مظاهرچیانو تر څه وخت پورې د وژل شوي کس مړی د علیزیو د تاڼې مخې ایښی وو او د ټل او پاړه چینار ترمینځ یې لاره تړلې وه.

عارف حسین د مظاهرې پر مهال وویل چې د ده د ترور زوی مسلم حسین په خپل پېک اپ ګاډي کې مېزري (مزري) بار کړي ول او سدې ته پر لاره وو چې وسلوالو ورباندې حمله وکړه.

ده له حکومته غوښتنه وکړه چې د مسلم حسین د وژنې پلټنې دې وکړي.

د پېښې یو عیني شاهد اختر علي وویل چې ده هم په خپل ګاډي کې مېزري بار کړي ول او وسلوالو پر ده هم ډزې وکړې خو دی له حملې روغ ووت.

تر اوسه معلومه نه ده چې پر ګاډو برید چا کړی دی او ذمه واري یې هم چا نه ده منلې. خو د کورمې د پولیسو مشر محمد عمران وايي، پېښه سهار وختي شوې او تر رپورټ دایرولو وروسته یې پلټنې پیل کړې دي. نوموړي د جون پر اوومه مشال راډيو ته وویل چې په کورمه کې د تګ راتګ لارې خلاصې دي او حالات تر کنټرول لاندې دي.

په کورمه کې په وروستیو کې پر ولسي وګړو یوشمېر حملې شوې دي چې له کبله یې هلته امنیتي وضعیت ترینګلی دی.

تر دې مخکې د مې پر څلورمه ماسپښین مهال پر شلوزان سړک پر یو ګاډي د وسلوالو په ډزو کې د ګېدو یو اوسېدونکی ووژل شو. تر هغې وروسته یوشمېر پارېدلو کسانو د تري منګلو په سرکاري ښوونځي کې څلور استادان او هلته کار کوونکي درې مزدوران ووژل.

د سیمې اوسېدونکو، ښوونکو، زده کوونکو او فعالانو د هغو پېښو پرضد مظاهرې وکړې او له حکومته یې د پلټنو غوښتنه وکړه. د خیبر پښتونخوا حکومت د تري منګلو په پېښه کې د وژل شویو کورنیو ته تاوان ورکړی دی.

د کورمې د پولیسو مشر محمد عمران ویلي ول چې په ښوونځي کې وژل شوي کسان د کورمې د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي ول.

عمران هغه مهال ویلي ول چې له لومړنیو معلوماتو ښکاري چې د مې پر څلورمه دواړه پېښې د پیواړ او د ګېدو ترمینځ د ځمکې او ځنګله د پخوانۍ لانجې له کبله شوې دي، خو زیاته کړې یې وه چې پلټنې روانې دي.

په بره کورمه کې د پیواړ علیزي د ګیدو له منګلو سره د ځنګل پر ملکیت لانجه لري چې پر سر یې په ۲۰۲۱ز کال کې د دواړو خواوو ترمینځ پینځه ورځې نښتې شوې وې چې پکې ۱۶ کسان وژل شوي او ۱۵ ژوبل شوي ول.

د سیمې انتظامي او امنیتي چارواکي وايي، د ناامنۍ او حملو مخنیوي لپاره یې هڅو ته دوام ورکړی دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG