د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د ښوونکو د وژنې تر پېښې وروسته بند شوي ښوونځي پرانیستل شول


د مې پر ۲۱مه، د کورمې چارواکي د يوه ښوونځي ليدنه کوي.
د مې پر ۲۱مه، د کورمې چارواکي د يوه ښوونځي ليدنه کوي.

د خيبر پښتونخوا په کورمه کې هغه ښوونځي بیا پرانیستل شول چې د مې پر څلورمه د ۷کسانو تر وژل کېدو وروسته تړل شوي ول.

د مې پر څلورمه د کورمې پر شلوزان سړک پر یوه ګاډي د وسلوالو په ډزو کې د ګېدو یو اوسېدونکی ووژل شو. تر هغې وروسته یوشمېر پارېدلو کسانو د تري منګل د نجونو په سرکاري ښوونځي کې څلور استادان او درې مزدوران ووژل. وژل شوي کسان شيعه وګړي ول.

تر دې پېښې وروسته ځايي‌انتظامیې سکولونه او انټرنېټ بند کړ. چارواکو ويلي ول چې دا کار د زده کوونکو د امنيت او د خلکو ترمينځ د خپلمنځيوو شخړو د مخنيوي لپاره ضروري دی. چارواکو د مې له ۱۸مې راهیسې پر انټرنېټ لګولی بندیز هم ختم کړی دی.

د صدې سکول یوه زده کوونکی محمد خالد د مې پر ۲۲مه، مشال راډیو ته وويل چې سکولونه بايد هېڅکله بند نه وي. هغه زیاته کړه چې اوس د درس په بیا پيليدو خوشاله دی او حالات که هر څنګه وي، دی نه غواړي چې ښوونځی یې بیا بند شي.

که څه هم د حکومت لخوا په ټوله کورمه ضلع کې د ښوونځيوو د پرانیستلو حکم شوی خو نېږدې ۱۰ ښوونځي د برې کورمې په هغو سیمو کې دي چې استادانو پکې له تدریسه بایکاټ کړی دی. له دې وجې هغه سکولونه لا هم بند دي. دې استادانو ويلي ول چې کاربندیز یې په تري منګل ښوونځي کې پر استادانو د ډزو او د حکومت لخوا د امنيت ډاډ نه ورکولو له امله کړی دی.

په منځنۍ کورمه کې د بلدیاتو چیرمېن احسان الله احسان مشال راډیو ته وويل چې ضلعي چارواکي بايد امنيت ټينګ او ټول استادان ښوونځيوو ته ورستانه کړي. هغه زیاته کړه چې که دا ممکنه نه وي نو د لنډمهال لپاره دې نور استادان وګومارل شي.

د تعلیم څانګې ځايي مشر فرید الله مسید مشال راډيو ته ويلي چې هغه له خپلو مشرانو سره په دې اړه خبرې کوي او که ضرورت وو، نو په عارضي ډول به ځينو ځایونو کې استادان ګومارل کېږي.

د سرکاري شمېرو تر مخه، په کورمه کې ۶۸۴ سرکاري ښوونځي دي چې تر۸۰ زرو پورې زده کوونکي درس پکې وايي. په هغو تعلیمي ادارو کې تر ۳،۵۰۰ پورې استادان درس ورکوي. همداراز د ضلعې په ۱۵۰ شخصي سکولونو کې تر ۵۰ زرو‌ پورې زده کوونکي تعليم ترلاسه کوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG