د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې زده کونکو، د کورمې وژل شویو استادانو د قاتلينو د نیولو غوښتنه کړې


د اسلام اباد پریس کلب مخې ته د مې پر ۲۸مه زده کونکو په کورمه کې د استادانو وژنې ضد پرلت وهلی دی.
د اسلام اباد پریس کلب مخې ته د مې پر ۲۸مه زده کونکو په کورمه کې د استادانو وژنې ضد پرلت وهلی دی.

د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د بېلا بېلو ښوونځیو زده کونکو په کرمه کې د استادانو وژنې ضد مظاهره وکړه او له حکومته یې د قربانیانو کورنیو ته د انصاف غوښتنه وکړه.

زده کونکو د مې پر۲۸ مه د اسلام اباد پریس کلب مخې ته پرلت وهلی وو او د استادانو د خوندیتوب غوښتنه کوله. دوی همداراز وويل چې حکومت ياد د تري منګل د نجونو د ښوونځي وژل شويو استادان قاتلين ونیسي.

په مظاهره کې شریک یو زده کونکي مشال راډیو ته وویل، کتابونه یې شته خو استادان یې مړه دي. ''که زموږ استادان محفوظ نه وي نو دوی به موږ ته زده کړې څنګه راکوي. له حکومته غوښته کوو چې استادانو ته انصاف ورکړي. استادان یې مړه کړي دي د هغوی واړه بچیان پاتې شوي دي.''

د مې پر څلورمه د کورمې پر شلوزان سړک پر یوه ګاډي د وسلوالو په ډزو کې د ګېدو یو اوسېدونکی ووژل شو. تر هغې وروسته یوشمېر پارېدلو کسانو د تري منګل د نجونو په سرکاري ښوونځي کې ۴ استادان او ۳ مزدوران ووژل. وژل شوي کسان شيعه وګړي ول. د پېښې وروسته په کرمه کې سکولونه د مې تر ۲۲مې بند ول او امتحانونه ځنډول شوي ول.

په مظاهره کې د زده کونکو ترڅنګ د هغوی پلرونو هم برخه لرله. دوی د وژل شویو په یاد کې شمعې بلې کړې او دوعا یې وکړه. د احتجاج يو ګډونوال، مشال راډیو ته وویل ''نن ماشومان په لاسونو کې کتابونه اخیستي دي او دلته راغلي دي. دوی له دې لارې خپل مظلومیت دنیا ته ښیي.''

حکومت د تري منګل پېښې د قربانیانو کورنیو لپاره د «شهدا پیکېج» اعلان کړی دی او د مې پر ۱۲مه یې د هر وژل شوي استاد کورنۍ ته ۵۵ لاکه روپۍ او د هر وژل شوي مزدور کورنۍ ته بیا لس لکه روپۍ ورکړي دي.

په بره کورمه کې د پیواړ علیزي د ګیدو له منګلو سره د ځنګل پر ملکیت لانجه لري چې پر سر یې په ۲۰۲۱ز کال کې د دواړو خواوو ترمینځ پینځه ورځې نښتې شوې وې چې پکې ۱۶ کسان وژل شوي او ۱۵ ژوبل شوي ول.

په کورمه کې د وروستیو پېښو وروسته حالات تر دې خراب شوي ول چې په ځینو سیمو کې د تګ راتګ لارې تړل شوې وېاو پر موبایل انټرنیټ هم محدودیتونه لګول شوي وو. خو د مې پر اتمه د شیعه او سني مشرانو ترمنځ له ترسره شوې جرګې وروسته د امنیت فضا ترسترګو کېږي.

XS
SM
MD
LG