د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د تري منګل پېښې قربانیانو کورنیو ته معاوضې ورکړې


د انتظامیې لخوا د پېښې د قربانیانو کورنیو ته چیکونه ورکول کېږي: انځور مې ۱۲
د انتظامیې لخوا د پېښې د قربانیانو کورنیو ته چیکونه ورکول کېږي: انځور مې ۱۲

د مې په ۱۲مه حکومت د تري منګل پېښې د قربانیانو پر کورنیو د «شهدا پیکېج» لاندې دوه نیم کروړه روپۍ ووېشلې.

د مې پر څلورمه د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د ډزو په دوو جلا، جلا پېښو کې د ښوونځي د استادانو په ګډون لږترلږه اووه تنه وژل شوي وو.

تېره ورځ د حکومتي استازو په مشرۍ کې یوه غونډه وشوه پکې د د هر وژل شوي استاد کورنۍ ته ۵۵ لاکه روپۍ ورکړل شوې. همدا د هر وژل شوي مزدور کورنۍ ته بیا لس لکه روپۍ ورکړل شوې.

د تري منګل پېښې قربانیانو کورنیو ته د پیسو د چیکونو د وېشلو پر مهال د پاکستان وفاقي وزیر ساجد حسېن توري وویل، دا مرستې د ځاني زیانونو بدل نه شي کېدای خو بیا به هم دومره وشي چې اغېزمنو کورنیو سره به مرسته وشي او د هغوی ستونزې به ورسره تر یوه بریده هوارې شي.

د کورمې ضلعي پولیسو مشر محمد عمران مشال د مې پر پنځمه مشال راډیو ته ویلي وو، د مې پر څلورمه ماسپښین شاوخوا یوه بجه "نامعلومه" کسانو پر شلوزان سړک پر یوه ګاډي برید وکړ چې پکې د ګېدو سیمې یو اوسېدونکی ووژل شو.

د معاوضو د جیکونو د وېش غونډه
د معاوضو د جیکونو د وېش غونډه

دی وايي، تر دې وروسته په تري منګل سیمه کې پارېدلي کسان یو سرکاري ښوونځي ته ورداخل شول او هلته یې ډزې وکړې چې پکې د څلورو استادانو په ګډون شپږ تنه ووژل شول.

د عمران په خبره، هغو خلکو دا ګومان کړی وو چې په ښوونځي کې یې د مخالفانو د سیمې استادان د بورډ امتحانونو دنده ترسره کوي، نو ځکه په سکول ورغلل. په یاد سکول کې یوازې شیعه استادان وژل شوي ول.

د پولیسو مشر وايي چې په ښوونځي کې وژل شوي کسان د کورمې د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي ول.

عمران وايي، له لومړنیو معلوماتو ښکاري چې دواړه پېښې د پیواړ او د ګېدو ترمینځ د ځمکې او ځنګله د پخوانۍ لانجې له کبله شوې دي، خو زیاتوي چې پلټنې روانې دي او وضعیت اوس کنټرول دی.

په بره کورمه کې د پیواړ علیزي د ګیدو له منګلو سره د ځنګل پر ملکیت لانجه لري چې پر سر یې په ۲۰۲۱ز کال کې د دواړو خواوو ترمینځ پینځه ورځې نښتې شوې وې چې پکې ۱۶ کسان وژل شوي او ۱۵ ژوبل شوي ول.

د مې پر ۱۲مه، په سیمه کې څه ناڅه ۲۰۰ ښوونکیو چې له شیعه مسلک سره یې تړاو درلود په یوه خبري غونډه کې وویل، هغوی د سنيانو په سیمه کې کار کولو ته اماده نه دي ځکه چې ډارېږي وبه وژل شي.

د غونډې یوه څنډه
د غونډې یوه څنډه

د کړمان سیمې یو استاد بلال حسېن مشال راډیو له وویل، تر څو ورته د خوندیتوب ضمانت نه وي ورکړل شوی، په سني سیمو کې به خپله وظیفه پر مخ وې نه سي.

خو بل پلو، د سني مسلک مشرانو د ترې منګل پېښه غندلې او دا یې د سیمې د امنیت د خرابولو یو سازش بللی دی. د پیرقیوم سیمې د قامي کمېټۍ بو مشر حکومت خان حکمتیار د مې پر ۱۳مه مشال راډیو له وویل:

"په سیمه کې د یوې خاصې طبقي د خلکو هدفي وژنې د علاقې د امنیت د خرابولو او په خپلو کې د کرکې خپرولو یوه هڅه ده."

نوموړي د شیعه مسلک د استادانو د هغې غوښتنې د ملاتړ اعلان هم وکړ چې سني استادان دې د شیعه ګانو او شیعه استادان دې د سنیانو په سیمو کې وګمارل شي.

په کورمه کې د وروستیو پېښو وروسته حالات تر دې خراب شوي ول چې په ځینو سیمو کې د تګ راتګ لارې تړل شوې وې، سکولونه بند وو، امتحانونه ځنډول شوي وو او پر موبایل انټرنیټ هم محدودیتونه لګول شوي وو. خو د مې پر اتمه د شیعه او سني مشرانو ترمنځ له ترسره شوې جرګې وروسته د امنیت فضا ترسترګو کېږي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG