د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاړه چینار کې يو ځل بيا د استادانو د وژنې پرضد احتجاج شوی دی


په پاړه چینار کې د جون پر لومړۍ نېټه زده کونکي د تري منګل قربانیانو لپاره احتجاج کوي.
په پاړه چینار کې د جون پر لومړۍ نېټه زده کونکي د تري منګل قربانیانو لپاره احتجاج کوي.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د استادانو د وژنې ضد او د هغوی کورنیو ته د انصاف ورکولو لپاره زده کونکو احتجاج کړی دی.

په پاړه چينار کې د جون پر لومړۍ نېټه په شوې مظاهره کې د شخصي او سرکاري سکولونو استادانو، ځایي خلکو، مدني او سیاسي فعالانو هم برخه اخيستې وه.

د مې پر څلورمه د کورمې پر شلوزان سړک پر یوه ګاډي د وسلوالو په ډزو کې د ګېدو یو اوسېدونکی ووژل شو. تر هغې پېښې وروسته یوشمېر پارېدلو کسانو د تري منګل د هلکانو په سرکاري ښوونځي کې څلور استادان او درې مزدوران ووژل.

په احتجاج کې شریک د شخصي سکولونو اتحاديې یو مشر محسن توري مشال راډیو ته وویل، چې ترڅو د وژل شويو استادانو قاتلان نه وي نيول شوي، د ترتیب شوي پلان له مخې به د احتجاجونو لړۍ جاري ساتي.

تر دې وړاندې زده کونکو د مې پر ۲۸ مه د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته پرلت وهلی وو او د استادانو د خوندیتوب غوښتنه یې کوله.

په احتجاج کې شریک ښوونکی او مدني فعال صابر حسین بنګش وایي، حکومت دې د مې څلورمې پېښې په اړه داسې پلټنې وکړې چې ګواکې هغه خونړۍ پېښه خو په کورمه کې د حالاتو خرابولو په خاطر نه ده شوې.

هغه زیاته کړه چې که څه هم پېښه په تري منګلو کې شوې او د سیمې ټول خلک په هغې کې پړه نه بولي خو د استادانو پر وژنه د سیمې د خلکو خاموش پاتې کېدو ورته درد رسولی دی.

کورمه حساسه قبایلي سیمه ده. هلته شیعه ګان او سنیان په ګډه ژوند کوي او ډېر ځل هلته شخصي شخړو مسلکي رنګ اخیستی او تر ډېره د سیمې د حالاتو د خرابېدو سبب ګرځیدلې دي. د تري منګل پېښې ټول قربانیان شیعه ګان ول.

بلخوا د تري منګل مشرانو هغه پېښه غندلې او ویلي یې دي، هغه یو شخصي عمل وو چې ورسره دوی متفق نه دي.

د هغې پېښې په غبرګون کې د بره کورمې شاوخوا ۲۰۰ استادانو په سني مېشتو سیمو کې سکولونو ته له تلو انکار کړی چې له امله یې په مینځنۍ او کوزه کورمه کې نېږدې ۱۵ سکولونه بند شوي دي او ځینې نور د استادانو له کمي سره مخامخ دي.

د کړمان سرکاري سکول سرښوونکی اشرف علي وايي، که د استادانو د خوندیتوب لپاره ګامونه پورته شي او هغوی تحفظ احساس کړي نو د خپلې پرېکړې بېرته اخیستو ته تیار دي.

بل خوا پولیس وایي د تري منګل پېښې پلټنې کوي او په هغې کې د لاس لرلو په شک یې ۲۰ کسان نیولي دي. د کورمې د پولیسو مشر محمد عمران د جون پر لومړۍ نېټه رسنیو ته وویل تر پلټنو وروسته به د مجرمانو نومونه څرګند کړي.

دا راز حکومت د تري منګل پېښې د قربانیانو کورنیو لپاره د "شهدا پیکېج" اعلان کړی دی او د مې پر ۱۲مه یې د هر وژل شوي استاد کورنۍ ته ۵۵ لکه روپۍ او د هر وژل شوي مزدور کورنۍ ته ۱۰ لکه روپۍ ورکړي دي.

په بره کورمه کې د پیواړ علیزي د ګیدو له منګلو سره د ځنګل پر ملکیت لانجه لري چې پر سر یې په ۲۰۲۱ز کال کې د دواړو خواوو ترمینځ پینځه ورځې نښتې شوې وې چې پکې ۱۶ کسان وژل شوي او ۱۵ ژوبل شوي ول.

په کورمه کې تر وروستیو پېښو وروسته حالات تر دې خراب شوي ول چې په ځینو سیمو کې د تګ راتګ لارې تړل شوې وې او پر موبایل انټرنېټ هم محدودیتونه لګول شوي ول. خو د مې پر اتمه د شیعه او سني مشرانو ترمينځ له ترسره شوې جرګې وروسته د امنیت فضا ترسترګو کېږي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG