د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاړه چینار کې زده کوونکو او په صده کې منګلو مظاهره وکړه


 زده کوونکي د پاړه چنار بازار کې وګرځېدل، شعارونه يې ورکړل او بیا د پريس کلب مخې ته يې احتجاجي جلسه وکړه: انځور د جون پنځمه، کال ۲۰۲۳
زده کوونکي د پاړه چنار بازار کې وګرځېدل، شعارونه يې ورکړل او بیا د پريس کلب مخې ته يې احتجاجي جلسه وکړه: انځور د جون پنځمه، کال ۲۰۲۳

په کورمه کې زده کوونکو د استادانو د وژنو د پېښې ضد مظاهره کړې ده. زده کوونکي د استادانو د قاتلانو د نیولو او د منګلو مشران د لارو او سکولونو د پرانیستو غوښتنه کوي.

دوی د جون پر لومړۍ نېټه هم په پاړه چینار کې ورته مظاهره کړې وه چې پکې د شخصي او سرکاري سکولونو استادانو، ځایي خلکو، مدني او سیاسي فعالانو هم برخه اخيستې وه.

په پرونۍ (د جون د پنځمې نېټې) په مظاهره کې زده کوونکي د پاړه چنار بازار کې وګرځېدل، شعارونه يې ورکړل او بیا د پريس کلب مخې ته يې احتجاجي جلسه وکړه. دوی غوښتنه وکړه چې د وژل شويو استادانو ته دې انصاف ورکړل شي. په احتجاج کې د کورمې ځايي خلکو او مدني فعالانو هم ګډون وکړ.

د پاړه چینار د مظاهرې ګډونوال د پریس کلب مخې ته په احتجاج ناست دي.
د پاړه چینار د مظاهرې ګډونوال د پریس کلب مخې ته په احتجاج ناست دي.

په احتجاج کې شامل د کړمان سیمې د سرکاري سکول هیډماسټر اشرف علي مشال راډیو ته وویل، تر څو چې د استادانو د قاتلانو د نیولو غوښتنه یې پوره شوې نه وي، د احتجاجونو سلسله به یې همداسې روانه وي.

د مې پر څلورمه د کورمې پر شلوزان سړک پر یوه ګاډي د وسلوالو په ډزو کې د ګېدو یو اوسېدونکی ووژل شو. تر هغې پېښې وروسته یوشمېر پارېدلو کسانو د تري منګل د هلکانو په سرکاري ښوونځي کې څلور استادان او درې مزدوړران ووژل. تر دې وړاندې هم زده کونکو او استادانو د دې پېښې پرضد په کورمه او اسلام اباد کې مظاهرې کړې دي.

کورمه حساسه قبایلي سیمه ده. هلته شیعه ګان او سنیان په ګډه ژوند کوي او ډېر ځل هلته شخصي شخړو مسلکي رنګ اخیستی او تر ډېره د سیمې د حالاتو د خرابېدو سبب ګرځیدلې دي. د تري منګل پېښې ټول قربانیان شیعه ګان ول.

بل پلو، د تري منګل سیمې مشرانو د جون پر پنځمه په صده کې د پریس کلب مخې ته د مظاهرې پر مهال وویل، د ګیدو د پېښې پړه په ټول قام اچول ناسم دي. هغوی وویل، هغه یو ناوړه عمل وو، په ذاتي حیثیت کې شوی او هغوی یې غندنه کوي.

د پاړه چینار د مظاهرې یوه څنډه
د پاړه چینار د مظاهرې یوه څنډه

دغو مشرانو پر دې هم خپګان ښکاره کړ چې له یادې پېښې وروسته ورباندې د پاړه چینار ـ تري منګل لاره تړل شوې ده، سکولونه یې بند دي او د ماشومانو امتحانونه یې هم نه دي اخیستل شوي. دوی له حکومته غوښتنه وکړه چې دا خبره دې معلومه کړي چې د مارچ له میاشتې راهیسې ولې په سیمه کې د یوې خاصې طبقې د خلکو هدفي وژنې ترسره کېږي. د منګل قام یو مشر ملک ګلاخان وايي، که غوښتنې یې ونه منل شوې، نو هغوی به هم خپل احتجاج ته دوام ورکړي.

پولیس د اوسنۍ مظاهرې په غبرګون کې څه نه دي ويلي، البته د پوليسو مشر محمد عمران د جون پر لومړۍ نېټه خبريالانو ته ويلي ول چې د پېښې پلټنې کوي او په دې تړاو يې ۲۰ مشکوکه کسان نيولي دي.

دا راز حکومت د تري منګل پېښې د قربانیانو کورنیو لپاره د "شهدا پیکېج" اعلان کړی دی او د مې پر ۱۲مه یې د هر وژل شوي استاد کورنۍ ته ۵۵ لکه روپۍ او د هر وژل شوي مزدور کورنۍ ته ۱۰ لکه روپۍ ورکړي دي.

په کورمه کې تر وروستیو پېښو وروسته حالات تر دې خراب شوي ول چې په ځینو سیمو کې د تګ راتګ لارې تړل شوې وې او پر موبایل انټرنېټ هم محدودیتونه لګول شوي ول. خو د مې پر اتمه د شیعه او سني مشرانو ترمينځ له ترسره شوې جرګې وروسته د امنیت فضا ترسترګو کېږي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG