د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې تر پراخو مظاهرو وروسته حکومت د بجلۍ نرخونو په اړه له ای اېم اېف سره اړیکه نیسي


د پېښور دوکاندارانو د احتجاج پرمهال د بجلۍ بلونه وسوځول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:04 0:00

د پېښور دوکاندارانو د اګست پر ۲۹مه احتجاج پرمهال د بجلۍ بلونه وسوځول.

د پاکستان حکومت د بجلۍ په بلونو کې د زياتوالي پر ضد د ولس له تندو غبرګونونو وروسته د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د اړیکې نیولو پرېکړه کړې ده.

د اطلاعاتو مرکزي لنډمهالي وزیر مرتضا سولنګي د اګست پر ۲۹مه د پاکستان اې ار وای ټېلېوېژن ته وویل چې نګران حکومت د بجلۍ په نرخونو کې د کمي راوستو لپاره له ای اېم اېف سره په تماس کې دی او ژر به یوه پرېکړه وکړي.

تر دې وړاندې د اګست پر ۲۷مه په اسلام اباد کې د نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ په مشرۍ کې د وفاقي نګران کابینې غونډه کې د بجلۍ (برېښنا) د بلونو د بیو راټیټولو په اړه مشاورت شوی وو.

سولنګي وویل چې نګران حکومت غواړي چې د بجلۍ نرخ ټیټ کړي خو له ځینو پرېکړو کولو وړاندې هغوی اړ دي چې د پیسو له نړیوال صندوق سره دا خبره شریکه کړي او اجازه ورڅخه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې خلکو د بجلۍ په بلونو کې د زیاتوالي په غبرګون کې پراخې مظاهرې پیل کړې دي.

د اګست پر ۲۹مه په پېښور کې خلکو د بجلۍ د لوړو بیلونو ضد د احتجاج په مهال د بجلۍ بلونو ته اور ورته کړ.

په احتجاج کې شریک د قصه خوانۍ بازار د سوداګرو د ټولنې یو مشر ظفر خټک مشال راډیو ته وویل چې د بجلۍ بلونه يې درې چنده او څلور چنده زيات راغلي دي.

نوموړي زياته کړه، "پخوا چې به کوم بل ۱۵ زره روپۍ وو، دا ځل هغه ۶۰ زرو روپيو ته رسېدلی دی. اوس موږ حیران یو چې کور ته دوه توړې اوړه واخلو که د بجلۍ بل ورکړو. د کور نور ټول اخراجات یو طرف ته دي او د بجلۍ بل بل طرف ته دی. حکومت دې پر خلکو د سختۍ راوستو پر ځای د افسرانو د کورونو او دفترونو اېر کنډیشنونه بند کړي."

مظاهره کوونکو وویل، که حکومت له خپل دریځه وانه وړي، دوی به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.

د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور په ګډون په مردان، چارسده، دیر، سوات او نورو ضلعو کې خلکو په احتجاجونو کې له حکومته وغوښتل چې وار له مخه ګرانۍ پرېشانه کړي دي او اوس د بجلۍ بېلونو یې ژوند ورمشکل کړی دی.

یوشمېر مظاهرچیانو مشال راډیو ته ويلي چې د بجلۍ د یو یونټ بیه له ۱۳ څخه ۶۹ روپیو ته لوړه شوې ده چې له کبله یې بلونه زښت زیات شوي دي.

د اګست پر ۲۶مه د اسلام اباد، راولپېنډۍ، لاهور، ملتان، کراچۍ او کوټې په ګډون په یوشمېر نورو ښارونو کې هم د برېښنا د لوړو نرخونو ضد مظاهرې وشوې.

په پاکستان کې په وروستیو کلونو کې حکومت د برېښنا او تېلو پر سر ولس ته ورکوونکی رعایت په دوامداره توګه کم کړی دی او وايي چې دا کار د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د پور د شرطونو پوره کولو لپاره اړین دی.

په وروستي ځل حکومت په جولای مياشت کې د برېښنا بیو ته بیا کتنه وکړه او هغه یې لوړې کړې. د هم هغې میاشتې پر ۱‍۲مه ای اېم اېف پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړ.

د پاکستان پخواني وزیراعظم شهباز شریف هغه مهال ویلي ول چې د موافقې منظورېدل یې د هېواد د اقتصادي ثبات د هڅو په لړ کې يو لوی ګام دی.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر همهغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق (ی اېم اېف) سره د شپږو اربو ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

اسلام اباد له اوږدې مودې راهیسې له ای اېم اېف څخه د پور د نهم قسط ترلاسه کولو هڅې کولې خو د ۲۰۲۲ز کال له نومبر راهیسې هغه پروګرام د ځنډ ښکار وو. په دې ترڅ کې د پخواني وزیراعظم شهباز شريف ترڅنګ د پاکستان لوړپوړو چارواکو د ای اېم اېف له مشرانو سره یوشمېر ناستې وکړې او د پیسو د نړیوال صندوق د شرطونو پوره کولو لپاره يې ګامونه پورته کړل.

په دې اقداماتو کې د انرژۍ د بیو لوړول، د حکومتي لګښتونو کمولو لپاره د کفایت شعارۍ پروګرام او د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ز مالي کال په بجټ کې د ۲۱۵ اربه روپيو نویو ټېکسونو لګول شامل دي.

XS
SM
MD
LG