د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای اېم اېف پاکستان ته د ۳ اربه ډالرو پور ورکول منظور کړي دي


د ای اېم اېف د مشرتابه بورډ د جولای پر ۱۲مه په واشنګټن کې پاکستان ته د پور ورکولو تړون منظور کړ.
د ای اېم اېف د مشرتابه بورډ د جولای پر ۱۲مه په واشنګټن کې پاکستان ته د پور ورکولو تړون منظور کړ.

د پیسو نړيوال صندوق (ای اېم اېف) پاکستان ته د درې اربه (مېلیارده) امريکايي ډالرو د پور ورکول منظور کړي دي.

دا پرېکړه د جولاۍ پر ۱۲مه په واشنګټن کې د ای اېم اېف د اجراییه ډلې په غونډه کې شوې ده.

ادارې په بیان کې ويلي چې اجراييه بورډ له پاکستان سره د درې اربه ډالر نهه مياشتینی تړون کړی دی.

بیان زیاتوي چې تر فیصلې وروسته به هغه نړیواله اداره په سمدستي توګه پاکستان ته ۱.۲ اربه ډالر ورکړي او پاتې پیسې به د تړون له مودې سره سم ورکول کېږي چې دوه ځله به د درو، درو میاشتو له بیا کتنې سره مشروطې وي.

د پاکستان وزیراعظم د جولاۍ پر ۱۲مه پر خپله رسمي ټوېټرپاڼه لیکلي چې د ای اېم اېف له لوري پاکستان ته د درې اربه ډالرو د نهه میاشتیني تړون منظورېدل یې د هېواد د اقتصادي ثبات د هڅو په لړ کې يو لوی ګام دی.

شریف زیاته کړې چې هغه پور به د اقتصادي چیلېنجونو یا ننګونو پر وړاندې له هېواد ډېره مرسته وکړي.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر همغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق (ی اېم اېف) سره د شپږو اربو ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو. اسلام اباد له اوږدې مودې راهیسې له ای اېم اېفه د پور د نهم قسط ترلاسه کولو هڅې کولې خو د تېر کال نومبر راهیسې هغه پروګرام د ځنډ ښکار وو.

په دې ترڅ کې د وزیراعظم شهباز شريف ترڅنګ د پاکستان لوړ پوړو چارواکو په وار وار د ای اېم اېف له مشرانو سره ملاقاتونه وکړل او د پیسو د نړیوال صندوق د شرطونو پوره کولو لپاره ګامونه پورته کړل.

په دې اقداماتو کې د انرژۍ بیو لوړول، د حکومتي لګښتونو کمولو لپاره د کفایت شعارۍ پروګرام او د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ز مالي کال په بجټ کې د ۲۱۵ اربه روپيو نویو ټېکسونو لګول شامل دي.

د پاکستان حکومت د اقتصادي بحران هواري لپاره له اېم اېف پرته له چين، سعودي عرب او متحده عربي اماراتو څخه هم پورونه ترلاسه کړي دي.

د جولای پر ۱۲مه نېټه متحده عربي اماراتو هم پاکستان ته یو اربه ډالرو پور ورکړ.

د خزانې وزیر اسحاق ډار د جولای پر ۱۲مه پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې له متحده عربي اماراتو یې یو ارب ډالر تر لاسه کړي دي.

د ده په وینا، تر دې یوه ورځ وړاندې سعودي عرب هم پاکستان ته دوه اربه ډالر ورکړي ول چې د دواړو پورونو له ترلاسه کېدو سره په دولتي بانک کې بهرنیو پیسو زېرمې درې اربه ډالر زیاتې شوې.

شهباز شریف پر ټوېټر د متحده عربي اماراتو د ولسمشر شیخ محمد بن زاید النهیان مننه کړې ده.

له ای اېم اېفه د پور ترلاسه کولو په لړ کې مهم پرمختګ هغه مهال وشو چې د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د جون په مياشت کې په فرانسه کې د هغې ادارې له مشرې کرېستالینا ګیورګيېوا سره ملاقاتونه او وروسته په ټېلېفون خبرې وکړې.

تر دې وروسته شريف تمه ښوولې وه چې د پیسو له نړیوال صندوق سره به يې اوسنی تړون اخري وي او بيا به ورڅخه پور وانخلي.

نوموړي د جون پر ۳۰مه په لاهور کې خبري غونډې ته په وينا کې وويل چې له ای اېم اېف سره تړون کېدل د ویاړ نه بلکې د فکر خبره ده. "موږ له مجبورۍ پور اخلو . دا مو دعا او هیله ده چې دا دې وروستی پور وي چې موږ یې له ای اېم اېفه اخلو."

شهباز شریف هیله ښکاره کړه چې هېواد یې په اقتصادي لحاظ په خپلو پښو د درېدو په حال کې دی او په راتلونکې کې به د پورونو غوښتو ته اړ نه شي.

XS
SM
MD
LG