د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات نانبایانو د اوړو ګرانېدو ضد مظاهره کړې


په سوات کې ۴،۰۰۰ نانبایانې دي چې ۱۶،۰۰۰ کسان پکې کار کوي: انځور جولای ۲۵، کال ۲۰۲۳
په سوات کې ۴،۰۰۰ نانبایانې دي چې ۱۶،۰۰۰ کسان پکې کار کوي: انځور جولای ۲۵، کال ۲۰۲۳

د خیبر پښتونخوا د سوات په مینګوره کې د نانبایانو اتحادیې غړيو د اوړو د ګرانېدو ضد مظاهره کړې.

د اتحادیې مشر سبز علي خان پرون (د جولای پر ۲۵مه) مشال راډيو ته وويل چې اوړه ګران دي او ډوډۍ ارزانه ده. د نوموړي په وینا د اوړو بیه لس چنده لوړه شوې خو په هغه تناسب د ډوډۍ قیمت نه دی پورته شوی. هغه پر حکومت غږ وکړ چې د نانبایانو ستونزو ته په کتو دې نرخونه وټاکي.

سبز علي خان وايي چې په سوات کې نيږدې ۱۶،۰۰۰ کسان له دې کاروبار سره تړلي دي چې اوسمهال یې ګټه نشته. هغه زیاته کړه چې که حکومت یې ستونزه هواره نه کړه نو هغوی به کاربندیز وکړي.

بلخوا ځايي چارواکي وايي چې د ډوډۍ د بیو زیاتولو اجازه نه شي ورکولی. د سوات مرستیال کمیشنر سهیل خان د جولای په ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، ګراني وار له مخې زیاته ده نو هغوی د نانبایانو د نورو ستونزو د هوارولو لپاره له هغوی سره خبرې کولی شي خو دا غوښتنه یې نه شي منلی چې د ډوډۍ بیه دې زیاته کړي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG