د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بجلۍ ګرانېدو ضد د خیبر پښتونخوا په یوشمېر سيمو کې احتجاجونه شوي


د اګست پر ۲۵مه په مینګوره کې د بجلۍ په نرخ کې د ګرانۍ ضد مظاهره وشوه.
د اګست پر ۲۵مه په مینګوره کې د بجلۍ په نرخ کې د ګرانۍ ضد مظاهره وشوه.

د خيبرپښتونخوا مرکز پېښور په ګډون په مردان، چارسده، دير، سوات او نورو ضلعو کې خلکو د بجلۍ په بیو کې د زیاتوالي ضد مظاهرې کړې دي.

د اګست پر ۲۵مه مظاهرچيانو د بجلۍ د محکمې (واپډا) ضد شعارونه ورکړل او د بجلۍ بیلونه یې وسوځول. دوی دريّځ لري چې په هېواد له د وړاندې د شیانو بیې لوړې دي، روزګار نه شته او د بجلۍ د بیو اوسني زیاتوالي يې ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي.

د پېښور په مظاهره کې شریک خالدګل مومند چې د سوداګرو د ټولنې، پاکستان بزنس فورم مشر دی، مشال راډیو ته وویل بیلونه له ۴،۰۰۰ څخه ۲۴،۰۰۰ ته لوړ شوي دي. ''د بجلۍ يو یونټ له ۱۳روپيو څخه ۶۹ ته پورته شوی دی. حالانکې په خيبرپښتونخوا کې مومند ډېم، منډا ډېم، تربيلا او ورسک ډېمونه ته د بجلي یو يونټ په يوه روپۍ او ۵۰ پیسې پرېوزي. اوس چې کوم بیلونه راغلي دي، دا د ای اېم اېف په وینا زیات شوي. دا نه منو. په دې اضافي بحټ کې ۱۳قسمه ټیکسونه لګول شوي. دا دې ختم شي."

په سوات کې احتجاج کونکي د بجلۍ بیلونه تر سوزولو مخکې خبریالانو ته ښیې
په سوات کې احتجاج کونکي د بجلۍ بیلونه تر سوزولو مخکې خبریالانو ته ښیې

د سوات په مينګوره کې هم ځايي خلکو احتجاجي مظاهره وکړه او د بجلۍ بیلونو ته یې اور ورته کړ. د مینګورې خلکو د سوات پریس کلب مخې ته په داسې حال کې مظاهره وکړه چې حکومت هلته په راغونډېدو د بندیز ۱۴۴مه ماده هم لګولې وه.

په مظاهره کې شریک خواریکښ شهاب الدین وایي چې د پړي مزدوري کوي خو د بجلۍ محکمې ورپسې زرګونه روپو بیل ورلېږدولی دی. "زه دا بیل د سره برداشت کولی نه شم. تېر ځل مې هم قرضه وکړه او بیل مې جمع کړ. دا ځل مې د کور څه کباړ، پلاسټک اضافي لوښي خرڅ کړل او بیل مي داخل کړی. یوازې بجلي نه ده کنه، ګېس هم دی. اوړه او چیني هم ګرانه ده. کوم غم وژاړو. ظالم حکومت ته وایو پر غریبو ترس (رحم) وکړئ."

د سوات مظاهرې ته د ملاکنډ ډوېژن د سوداګرو مشر عبدالرحیم وویل چې د سوات ولس د بجلۍ بیلونه اوس پر وخت ورکوي، خو که حکومت نرخونه داسې لوړ وساتل نو خلک به یې له ورکولو انکار وکړي.

"دا ظلم نور زموږ د برداشت نه دی، که چېرې دا ظلم بند نه شو، زه په دعوه سره دا خبره کوم چې په ټوله صوبه او پاکستان کې به احتجاجونه شروع شي."

په ورستیو کې د پاکستان حکومت د پیسو نړیوال صندوق ای اېم اېف څخه تر پورې اخیستو وروسته پر تیلو، بجلۍ او نورو شیانو ټیکسونه زیات کړي دي چې له امله یې د بجلۍ نرخ تر بل هر وخت زیات شوی دی.

حکومت وایي چې ملک د اقتصادي بحران سره مخ دی نو ځکه ځینې نرخونه لوړوي او سختې فیصلې کوي.

د ورستیو احتجاجونو په اړه د لنډمهالي حکومت دریځ مخې ته نه دی راغلی.

XS
SM
MD
LG