د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پیسو له نړیوال صندوقه د پاکستان پور اخیستنې ولس ته څومره ګټه رسولې؟


کارپوهان وایي، پورونه ارزاني نه بلکې ګراني راوړي ـ پخوانی انځور.
کارپوهان وایي، پورونه ارزاني نه بلکې ګراني راوړي ـ پخوانی انځور.

په پاکستان کې د شماریاتو اداره (پاکستان بېورو اف سټیټېسټېکس) وایي په هغه هېواد کې د جولای په اخري اوونۍ کې ګراني څه باندې ۲۹سلنه زیاته شوې.

یادې ادارې د جولای پر ۲۶مه په یو رپورټ کې ویلي چې په پاکستان کې په جون او جولای میاشتو کې د خوراکي توکیو، بجلۍ او ګیسو نرخونه زیات شوي دي.

د سوات اوسېدونکي واجد علي خان د جولای پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې د خلکو معاش نه زیاتیږي خو البته د کور خرچې یې هره ورځ زیاتیږي.

واجد علي په سوات کې وړوکی کاروبار لري. نوموړی وایي یو خوا حکومت بجلي، ګیس او خوراکي توکي ګرانوي نو بلخوا ځېنې خلک ذخیره اندوزي کوي چې له وجې یې په مارکیټ کې مصنوعي ګراني هم وخت په وخت راځي. ''د بجلۍ په بیلونو کې یې ټیکسونه زیات کړل، بل ځینې خلک خوراکي شیان پټ کړي او چې بیې لوړې شي نو بیا یې مارکیټ ته راوباسي.''

د پاکستان د شماریاتو ادارې (پاکستان بیورو اف سټیټېسټېکس) د شمېرو له مخې په تېرو دوو میاشتو کې د اوونۍ په حساب ګراني د تېرو دوو کلونو پرتله زیاته شوې ده.

دغه اداره وایي، د جولای تر ۲۶مې د خوراکي شیانو په بیو کې د اوونۍ په حساب نېږدې څلور فیصده زیاته شوې، دا شان د جولای میاشت کې د بجلۍ په بیلونو کې نېږدې ۲۱ فیصده او د ګیس په نرخونو کې څلور اعشاریه دولس فیصده سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د چارسدې د کریاڼې یو دکاندار جاوید اقبال مشال رېډیو ته وایي د هر څیز بیعه لوړه شوې ده او څوک یې د تپوس نشته. ''ګراني د تېرو دوو میاشتو څخه نه ده بلکې د تېرو دوو کالونو راهیسې زیاته شوې ده. که پخوا به یو تن پینځه کلو چیني اخیستل اوس دوه یا درې کلو اخلي ځکه چې د خلکو د اخیستو وس کم شوی دی.''

د شماریاتو د ادارې ترمخه د جولای په اخیري اوونۍ کې د سبزیانو، اوړو، تورو چایو، وریژو، ګوړې، د چرګانو، د ګیسو او د سیګریټو په بیو کې زیاتوالی راغلی او دا هم هغه شیان دي چې د ۲۰۲۲ز کال په جولای کې هم ګران شوي ول.

د جولای پر ۱۲مه د پیسو نړيوال صندوق (ای اېم ایف) پاکستان ته د درې اربه امريکايي ډالرو د پور ورکول منظور کړل او له دغې وروسته د جولای پر ۱۳مه د خزانې وزیر اسحاق ډار پر خپله ټویټر پاڼه په ویډیویي خبرو کې اعلان وکړ چې د اي اېم اېف لخوا ورته ۱.۲ اربه ډالره ورکړای شول او هڅه کوي چې د هېواد اقتصادي مسلې زر هوارې کړي او ګراني راکمه کړي.

خو د اقتصادي چارو پوهان وایي د پیسو نړیوال صندوق پور، د پاکستان د اقتصادي مسلو دغه یو لنډمهاله حل دی.

د اسلام اباد د قاید اعظم پوهنتون د اقتصاد د څانګې استاد پروفیسر ډاکټر انور شاه د مشال راډیو ته وویل، په پورونو ګراني کمیږې نه بلکې زیاتېږي.

''د ای ایم اېف یو شرط دا دی چې ټیکسونه ولګول شي او ټیکسونه په ولس لګي، او دویم لوی شرط یې دا دی چې له ولس نه سبسډي یا رعایت واخلئ، د دې مطلب دا دی که حکومت په اوړو، بجلۍ یا پر ګیس رعایت ورکوي، نو دغه به اوس نه ورکوي نو ظاهره ده چې بیې به لوړیږي. ای ا اېم اېف حکومت ته دا هم ویلي چې خرچې کمې کړي، د بجټ خساره کمه کړي او امدن زیات کړي، نو ظاهره ده چې حکومت به دغه زور له ولس نه وباسي.''

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او د پاکستان تحریک انصاف ګوند د هغه وخت وفاقي حکومت هم په هغه کال کې له ای اېم ایف سره د شپږ اربه ډالرو د درې کلن پور تړون لاسلیک کړ.

په هغه هېواد کې د ګرانۍ ضد وخت په وخت ولسي غونډې او لاریونونه هم شوي دي.

XS
SM
MD
LG