د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د پېټرول او ډیزلو بيې لوړې کړې دي


په پاکستان کې د يو ليټر پېټرولو بيه نېږدې ۲۷۳ او د ډيزلو هغه څه باندې ۲۷۳ ته رسېدلې ده ــ انځور له ارشيفه
په پاکستان کې د يو ليټر پېټرولو بيه نېږدې ۲۷۳ او د ډيزلو هغه څه باندې ۲۷۳ ته رسېدلې ده ــ انځور له ارشيفه

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار د اګست پر لومړۍ نیټه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې د پېټرولو او ډیزلو د نویو نرخونو او پر لاملونو یې خبرې وکړې.

د اعلان له مخې د يو ليټر پر سر د های سپيډ ډيزلو نرخ ۱۹ روپۍ او ۹۰ پيسو زیاتوالي سره ۲۷۳ روپۍ او ۴۰ پیسو ته رسېدلی دی. د پېټرولو په نرخ كې د يو ليټر پر سر نېږدې ۲۰ روپۍ اضافه شوې چې اوس يې بيه نېږدې ۲۷۳ روپیو ته رسېدلې ده.

اسحاق ډار په خپلو خبرو کې وویل چې په دې وروستیو ورځو کې په نړيوال بازار کې د تېلو بيې لوړې شوې دي.

د دوی په وینا، په نړيوال بازار کې د تيلو بيو تر زياتېدو وروسته یې د تيلو او ګيس انتظام کونکې ادارې (اوګرا) سره مشوره کړې او د هغه په وينا د ملي ګټو او د هېواد د اقتصادي ستونزو له وجې يې په نرخونو کې د زیاتوالی اعلان کړی دی.

اسحاق ډار زیاته کړه چې دوی د پيسو له نړيوال صندوق ( ای اېم اېف) سره تړون کړی دی او په تېرو وختونو کې يې هم هېواد له ورته ستونزو سره مخامخ شوی دی.

دا له هغې وروسته ده چې د پیسو نړیوال صندوق د جولای پر ۱۲مه پاکستان ته د درې اربه امریکایي ډالرو د پور ورکول منظور کړل او د جولای پر ۱۳مه اسحاق ډار پر خپله ټویټر پاڼه په ویډیویي خبرو کې اعلان وکړ چې د ای اېم اېف لخوا ورته ۱.۲ اربه ډالر ورکړل شوي او هڅه کوي چې د هېواد اقتصادي مسلې زر هوارې کړي او ګراني راکمه کړي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG