د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سیاسي ګوندونه پر ټاکلي وخت د انتخاباتو کولو غوښتنه کوي


په چارسده کې انتخاباتي افسر د یو ووټر ګوته رنګوي - پخوانی انځور.
په چارسده کې انتخاباتي افسر د یو ووټر ګوته رنګوي - پخوانی انځور.

په داسې حال کې چې د ګډو ګټو شورا (مشترکه مفادات کونسل) په "یوه خوله" د اوومې سرشمېرنې نتیجې تایید کړې دي، یوشمېر مخالفه او د حکومت ملګري ګوندونه اندېښنه لري چې ښايي عام انتخابات وځنډېږي خو انتخاباتي کمېشن وايي، په دې اړه یې لا پرېکړه نه ده کړې.

د پاکستان وزیراعظم په مشرۍ د اګست پر پینځمه د شورا غونډه وشوه چې پکې راغلي چې د هغه هېواد ابادي ۲۴۱.۴۹ مېلیونه ته رسېدلې ده.

دا په ۱۹۴۷ز کال کې د پاکستان له جوړېدو راهیسې اوومه سرشمېرنه وه او د هېواد په تاریخ کې لومړۍ برېښنايي (ډېجیټل) مردم شماري وه چې د ۲۰۲۳ز کال د مارچ له لومړۍ نېټې څخه د مې تر ۲۲مې پورې روانه وه.

تر دې وروسته د شماریاتو ادارې د جولای له اتمې څخه تر ۱۹مې پورې د غونډو کړیو معلوماتو سروې یا نظرپوښتنه ترسره کړه او نتیجې یې نهايي کړې.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۷ز کال کې سرشمېرنه شوې وه چې پکې د پاکستان نفوس ۲۰۸ مېلیونه ښوول شوی وو او د ۱۹۹۸ز کال په سرشمېرنه کې د پاکستان ابادي ۱۳۲ مېلیونه وه.

د اګست پر پینځمه د پاکستان وزیراعظم دفتر په بیان کې ویلي دي چې د شهباز شریف په مشرۍ د ګډو ګټو شورا په غونډه کې د څلورواړو صوبو اعلاوزیرانو تر څنګ د متحده قامي سید امین الحق، د بلوچستان عوامي ګوند ډاکتر خالد مګسي، د جمعیت علمای اسلام (ف) مولانا اسد محمود او د پاکستان پیپلز ګوند قمر زمان کایره هم ګډون وکړ.

د پاکستان ډان او مشرق ورځپاڼو د قانوني چارو د وزیر اعظم نذیر تارړ په حواله لیکلي چې د ایین د ۵۱مې مادې له مخې انتخابات باید د نوې مردم شمارۍ پر بنسټ وشي.

نوموړي زیاته کړې چې دا اوس په انتخاباتي کمېشن پورې اړه لري چې په څومره ورځو کې د نویو حلقو ټاکلو چارې بشپړوي خو باید دا کار په ۱۲۰ ورځو کې دننه وشي.

تر دې مخکې، وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر لومړۍ نېټه د اردو ژبې له آج نیوز ټېلېوېژن سره په مرکه کې ویلي ول چې عام انتخابات به د نوې سرشمېرنې پر اساس کوي.

په پېښور کې د شماریاتو ادارې کارکوونکي د یو سړي د کورنۍ غړو په اړه معلومات غونډوي - د مارچ ۲۵مې انځور.
په پېښور کې د شماریاتو ادارې کارکوونکي د یو سړي د کورنۍ غړو په اړه معلومات غونډوي - د مارچ ۲۵مې انځور.

انتخاباتي کمېشن څه وايي؟

د پاکستان یوشمېر ګوندونو سیاستوالان ګڼي چې که د تازه سرشمېرنې پر اساس حلقې ټاکل کېږي نو ښايي انتخابات وځنډېږي خو انتخاباتي کمېشن وايي، د دې پرېکړه لا نه ده شوې.

د خیبرپښتونخوا د انتخاباتي کمېشن ویاند سهېل احمد د اګست پر شپږمه مشال رېډیو ته وویل چې له ایین سره سم باید په هېواد کې د راتلونکو انتخاباتو لپاره نوې حلقې جوړې شي خو د ده په خبره، د انتخاباتو ځنډولو یا حلقو جوړولو په اړه به فیصله راتلونکې اوونۍ په غونډه کې کوي. "د مشترکه مفاداتو کونسل غونډه کې چې کومه فېصله شوې ده نو انتخاباتي کمېشن دې لړ کې لا پرېکړه نه ده کړې. د نوی مردم شمارۍ له مخې به نوې حلقې بندۍ هم کېږي خو دا چې پر انتخاباتو ځنډېدو به یې اثر څومره وي، دا به وروسته معلومېږي."

د ګوندونو دریځ

مخالف ګوند تحریک انصاف ټینګار کوي چې باید انتخابات پر خپل ټاکلي وخت یعنې د ۲۰۲۳ز کال په مني کې وشي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي شوکت یوسفزي د اګست پر شپږمه له مشال رېډیو سره په خبرو کې تور پوری کړ چې حکومت انتخابات ځنډول غواړي. "دا له انتخاباتو د تښتېدو بهانه ده. ټاکنې تل پر وخت کېږي، هغه مردم شمارۍ نه انتظار نه کوي بلکې سرشمېرنه ټاکنو ته انتظار کوي. دا که دوی کول غوښتل نو دا پوره کال تېر شو په دې کې به یې کړې وې. که د نوې سرشمېرنې له مخې دوی کولای نو حلقه بندۍ به په درو میاشتو کې شوې وای، خو دوی کول نه غوښتل."

د جمعیت علمای اسلام (ف) سیاستوال مولانا لطف الرحمان وايي چې ځینو صوبو د ۲۰۱۷ز کال پر مردم شمارۍ اعتراضات لرل خو اوس چې حکومت نوې سرشمېرنه وکړه نو باید د ایین په احترام کولو انتخابات پر خپل وخت وشي. "پخواني وزیراعظم عمران خان پر وخت سرشمېرنه و نه کړه اوس دې حکومت هغه ټولې غوښتنې پوره کړې چې د سیند او بلوچستان صوبو او د متحده قامي موومنټ اعتراضات ول چې نوې مردم شماري دې وشي. حالات انتخاباتو ته سازګار دي نو ځکه موږ غواړو چې ټاکنې وشي خو که نوې حلقه بندۍ کېږي نو بیا به انتظار کوو."

د عوامي نېشنل ګوند یو مخکښ مشر میا افتخار حسېن وایي چې حکومت د نګران حکومت جوړولو تر څنګ د سږنۍ سرشمېرنې نتیجې هم تایید کړې نو ځکه ده ته ښکاري چې انتخابات ښايي ژر و نه شي. "په کار دا وه چې سرشمېرنه پر وخت شوې وې. دوی په داسې وخت کې اجازت ورکړ چې یو خوا نګران حکومت جوړېږي او بلخوا مردم شماري راغله نو موږ خو جمهوري خلک یو او غواړو چې ټاکنې ژر وشي."

د پیپلز ګوند سیاستوال اخونزاده چټان وايي چې د پاکستان امنیتي او اقتصادي حالات ورځ تر بلې خرابېږي نو باید انتخابات و نه ځنډېږي چې نوی حکومت جوړ شي او د مسلو هواري لپاره تګلارې جوړې کړي. "ټاکنې ځنډول له دې هېواد سره دښمني دي. پر اقتصادي او امنیتي مسلو باندې نګران حکومت قابو نه شي موندلی. د دې د حل لپاره ضروري دي چې د پینځو کلونو یو حکومت وي چې هغه د دې لپاره تګلارې جوړې کړي."

د پاکستان حکومت وايي، د اګست پر نهمه قامي اسمبلي ړنګوي چې ورسره سم به کابینه هم تحلیلېږي او چارې به لنډمهالي حکومت ته سپارل کېږي. لنډمهالی حکومت باید بې طرفه وي او له انتخاباتي کمېشن سره په درو میاشتو کې د انتخاباتو کولو لپاره مرسته کوي او ورته ټول وسایل برابروي.

XS
SM
MD
LG