د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې راتلونکې ټاکنې په خپل وخت ترسره کېږي که ځنډېدلای شي؟


په کراچۍ کې د انتخاباتو عمله رایې شماري ـ پخوانی انځور
په کراچۍ کې د انتخاباتو عمله رایې شماري ـ پخوانی انځور

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ويلي چې راتلونکې پارلیماني ټاکنې به د نوې ډيجیټل سرشمیرنې په بنیاد کېږي.

د اګست پر دویمه د پاکستان د اج ټېلېوېژن خبریالې عاصمه شیرازي سره په مرکه کې شهباز شریف زیاته کړه چې په پاکستان کې راتلونکې عمومي ټاکنې به د ۲۰۲۳ز کال د سرشمېرنې د نتيجو پر بنیاد کېږي او ټينګار یي وکړ چې حکومت د پاکستان له اساسي قانون سره سم په خپل وخت ټاکنو کولو ته ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده چې د نوې سرشمیرنې د منظورۍ لپاره د مشترکه مفاداتو د کونسل غونډه د اګست پر ۵مه په اسلام اباد کې د وزیر اعظم شهباز شریف په مشرۍ کې کېږي.

په غونډه کې د سرشمیرنې مکمله مسوده د پاکستان د سرشمېرنې چیف کمېشنر ډاکټر نعيم الظفر د منظورۍ لپاره وړاندې کوي.

د اګست پر ۴مه مشال راډيو سره په خبرو کې د پاکستان د شماریاتو د محکمې مرکزي ویاند محمد سرور ګوندل وويل چې د سرشمیرنې د مرتب کولو ټول کار مکمل شوی دی.

هغه وویل ''موږ د سرشمیرنې د مرتب کولو ټول عمل پوره کړو او د هغې نه پس مو په ۴۸ ضلعو کې د شوې سر او کور شمیرنې د کره کتنې عمل هم سر ته ورسولو.''

د پاکستان د اوسنیو اسمبلیو پینځه کلنه دوره د اګست پر ۱۲مه ختمېږي. د کارپوهانو په باور که د اسمبلۍ له تحلیل کېدو څو ورځې مخکې مردم شماري منظوره شي نو ممکنه ده چې له دې کبله پارلیماني ټاکنې له ځنډ سره مخ شي.

بلخوا د پاکستان د انتخاباتي کمیشن يو چارواکي خوشال زاده د اګست پر ۴مه مشال راډيو ته وويل چې د سر شمیرنې تر منظورۍ وروسته د نوو حلقه بندیو او د رايې ورکونکو د نويو فهرستونو لپاره ورته له څلورو تر نهو میاشتو وخت پکار دی.

ده وویل، ''که [ سي سي ای] د نوې سرشمیرنې منظوري ورکړي او د وفاقي حکومت لخوا يې سرکاري حکم نامه جاري شي نو بیا هم په اییني توګه دا اختیار د ټاکنو له کميشن سره دی چې هغوی د ټاکنو لپاره انتظامي طریقې څنګه برابروي."

خو د ده په وینا، په قانوني توګه د نوې سرشمیرنې په بنیاد د حلقه بندیو لپاره لږ تر لږه څلور میاشتې وخت ته اړتیا ده.

سرشمېرنه په پاکستان کې پر پارلیماني ټاکنو ډیره اغیزه لري. د اساسي قانون د ۵۱مې مادې له مخې د سرشمېرنو د نتيجو په بنیاد د څلورو واړو صوبو او اسلام اباد تر مینځه د وسایلو تقسیم او په اسمبليو کې د څوکيو د شمیر پریکړه کېږي.

د اليکشن کميشن پخواني سيکرټري کنور دلشاد وايي چې که سي سي ای د تازه سرشميرنې نتيجې منظورې کړي نو د پاکستان د انتخاباتو کمېشن به په ايني توګه پابند وي چې د حلقو نوې حدبندۍ وکړي.

هغه وویل ''د ټاکنو د ځنډېدلو ډیر واضحه امکان موجود دی ځکه چې د حلقه بندیانو عمل ډېر پیچيده دی. که اليکشن کمیشن دحلقه بندیانو عمل ګړندی هم کړي او زر دا کار مکمل کړي نو بیا هم په حلقه بندیو ولس او سیاسی ګوندونه اعتراض کوي او که اليکشن کمېشن د دې اعتراضاتو پريکړې هم زر وکړي نو اعتراض کونکي بیا اعلا عدالتونو ته ځي او عدالتونه به بیا په قانوني طریقه کار دغه پرېکړې کوي چې وخت يې نه دې معلوم او دا به ايیني ستونزه پیدا کړي.''

دلشاد زیاته کړه چې د تازه سرشميرنې د معلوماتو پر بنسټ د څوکيو ټاکل په اساسي قانون کې بدلون ته اړتيا لري او دا د قامي اسمبلۍ په نشتوالي کې نه شي ترسره کېداى.

د ده په خبره په دې حالت کې دا څرګنده ده چې په ټول پاکستان کې د نویو حلقه بندیانو تر بشپړېدو پورې به ټاکنې د ځنډ سره مخ شي.

په پاکستان کې تېر ځل عام انتخابات د ۲۰۱۸م کال د جولای پر ۲۵مه ترسره شوې وې چې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند پکې اکثریت ترلاسه کړی وو. خو د ۲۰۲۲م کال د اپرېل پر لسمه نېټه بیا د عدم اعتماد له لارې د هغه حکومت ړنګ کړل شو.

XS
SM
MD
LG