د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د ګډو ګټو شورا "په یوه خوله" د سرشمېرنې نتیجې تایید کړې دي


حکومت وايي، د پاکستان ابادي په چټک رفتار زیاتېږي - پخوانی انځور.
حکومت وايي، د پاکستان ابادي په چټک رفتار زیاتېږي - پخوانی انځور.

د پاکستان حکومت وايي چې د هغه هېواد د ګډو ګټو شورا (مشترکه مفادات کونسل) په "یوه خوله" د اوومې سرشمېرنې نتیجې تایید کړې دي چې ورسره سم، د پاکستان ټوله ابادي ۲۴۱.۴۹ مېلیونه ته رسېدلې ده.

دا په ۱۹۴۷ز کال کې د پاکستان له جوړېدو راهیسې اوومه سرشمېرنه وه او د هېواد په تاریخ کې لومړۍ برېښنايي (ډېجیټل) مردم شماري وه چې د ۲۰۲۳ز کال د مارچ له لومړۍ نېټې څخه د مې تر ۲۲مې پورې روانه وه.

تر دې وروسته د شماریاتو ادارې د جولای له اتمې څخه تر ۱۹مې پورې د غونډو کړیو معلوماتو سروې یا نظرپوښتنه ترسره کړه او نتیجې یې نهايي کړې.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۷ز کال کې سرشمېرنه شوې وه چې پکې د پاکستان نفوس ۲۰۸ مېلیونه ښوول شوی وو او د ۱۹۹۸ز کال په سرشمېرنه کې د پاکستان ابادي ۱۳۲ مېلیونه وه.

د اګست پر پینځمه د پاکستان وزیراعظم دفتر په بیان کې ویلي دي چې د شهباز شریف په مشرۍ د ګډو ګټو شورا په غونډه کې د څلورواړو صوبو اعلاوزیرانو تر څنګ د متحده قامي سید امین الحق، د بلوچستان عوامي ګوند ډاکتر خالد مګسي، د جمعیت علمای اسلام (ف) مولانا اسد محمود او د پاکستان پیپلز ګوند قمر زمان کایره هم ګډون وکړ.

په بیان کې راغلي چې د شماریاتو ادارې چارواکو غونډې ته وویل چې د سرشمېرنې نتیجې ښيي چې د پاکستان ابادۍ د زیاتېدو کلنی رفتار ۲.۵۵ فیصده دی

وزیراعظم شهباز شریف غونډې ته وویل چې په تېرو شپږو کلونو کې د هېواد د وګړو شمېر ۳۵ مېلیونه لوړ شو چې دا د "اندېښنې وړ" خبره ده ځکه چې د "ابادۍ زیاتېدو تناسب د پاکستان د اقتصادي پرمختیا خورا زیات دی."

وزیراعظم غونډې ته وویل چې حکومت نه یوازې باید د ابادۍ زیاتېدو مخنیوی وکړي بلکې د اقتصادي ترقۍ رفتار تېز کړي.

د شماریاتو ادارې چارواکو غونډې ته وویل چې د ۲۰۲۳ز کال له برېښنايي سرشمېرنې سره سم، د خیبر پښتونخوا ابادي ۴۰.۸۵ مېلیونه، د بلوچستان ۱۴.۸۹، د پنجاب ۱۲۷.۶۸، د سیند ۵۵.۶۹ او د اسلام اباد ۲.۳۶ مېلیونه ده.

بیان زیاتوي چې په خیبر پښتونخوا کې د ابادۍ زیاتېدو کلنی رفتار ۲.۳۸ سلنه، په بلوچستان کې ۳.۲۰، په پنجاب کې ۲.۵۳ او په سیند کې ۲.۵۷ فیصده دی.

XS
SM
MD
LG