د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان شمارياتو ادارې د سرشمېرنې عمل د مې تر ۱۵مې غځولی دی


د پاکستان شمارياتو ادارې د سرشمېرنې عمل د مې تر ۱۵مې غځولی دی
د پاکستان شمارياتو ادارې د سرشمېرنې عمل د مې تر ۱۵مې غځولی دی

د پاکستان د وګړشمېرنې (شماریاتو) اداره وايي، په ډیجېټل بڼه د سرشمېرنې او کورشمېرنې لړۍ یې د مې تر ۱۵مې نېټې پورې غځولې ده.

د یادې ادارې مرکزي ویاند سرور ګوندل د اپریل پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، دا ګام یې د ملک د سیاسي ګوندونو په غوښتنه پورته کړی دی.

په پاکستان کې سږنۍ سرشمېرنه د هغه هېواد د تاریخ اوومه سرشمېرنه ده. دا د مارچ پر لومړۍ نېټه پيل شوې وه. ټاکل شوې وه چې سرشمېرنه به د مارچ تر پايه بشپړه شي خو وروسته دغه نېټه وغځول شوه. دا سرشمېرنه د هغه هېواد د شماریاتو اداره پر مخ وړي چې لپاره یې ۱۲۶،۰۰۰ کارکوونکي ګومارلي دي.

په پاکستان کې دا لومړۍ ډېجیټل سرشمېرنه او کور شمېرنه ده. د شماریاتو ادارې ويلي‌، هغه خلک چې د پاکستان شناختي کارډونه لري، شماري او په اړه یې معلومات غونډوي. په ډېجیټل سرشمېرنه کې د کورنیو د ګټې یا امدن او اقتصاد په اړه هم پوښتنه کېږي. په دې توګه دا د پاکستان د کورنیو لومړۍ اقتصادي شمېرنه هم ده. هغه مهال د شماریاتو ادارې ویلي وو، د پاکستان وګړي کولای شي چې د مارچ تر درېیمې پورې د خپل کور او د کورنۍ د غړو په اړه معلومات په ځانګړې ووبپاڼې کې د فورمونو په ډکولو درج کړي.

د پاکستان د وګړشمېرنې (شماریاتو) ادارې ویاند سرورګوندل د اپریل پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، یوه ورځ وړاندې چې هغوی په اسلام اباد کې د سرشمېرنې په اړه سیاسي ګوندونو او حکومتي چارواکو ته معلومات ورکړل. د نوموړي په وینا د ځینو سیاسي ګوندونو مشرانو د هغوی له ادارې نه غوښتنه وکړه چې د ډیجيټل سرشمېرنې او کور شمېرنې بهیر دې وغځول شي. د نوموړي په وینا، د ځینو سیاسي ګوندونو مشرانو په کراچۍ، بلوچستان او د هیواد په ځینو نورو برخو کې د سرشمېرنې په روان عمل نیوکې هم لرلې. نوموړی وايي، سیاسي ګوندونو ته یې وویل، هغه سیمې دې ورپه ګوته کړي چې هغوی پکې د سرشمېرنې په بهیر نیوکې لري.


د مارچ په لومړۍ نېټه د ډیجیټل وګړشمېرنې بهیر چې د ټاکلي مهال وېش سره سم د مارچ تر پایه باید بشپړ شوی وای، تر دې وړاندې هم غځول شوی وو. د شمارياتو ادارې (د اپرېل پر ۲۶مه) پر خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي وو چې دا کار يې د سرشمېرنې "د ۱۰۰ فيصده پوښښ باوري کولو" لپاره کړی دی.

تر دې وړاندې د پاکستان د شمارياتو ادارې د اپرېل پر ۲۰مه ويلي ول چې په روانه ډيجیټل (برېښنايي او کمپیوټري) سرشمېرنه کې یې تر ۲۳ کروړه زیات خلک شمېرلی دي.

دا شمېره د ۲۰۱۷ز کال د سرشمېرنې پرتله ۱۲.۹۸ سلنه یا ۲۷ مېلیونه زیاته ده. په هغې سرشمېرنه کې د پاکستان ابادي ۲۰۷ مېلیونه ۶۸ زره ښودل شوې وه.

د سرشمېرنې څانګې په وينا، په پنجاب کې تر دې دمه تر ۱۱۶ مېلیونه زیات کسان شمېرل شوي او دا ډول په سیند کې ۵۲ مېلیونه خلک شمېرل شوي دي. بل خوا په خیبر پښتونخوا کې ۳۹ مېلیونه او په بلوچستان کې ۱۹ مېلیونه خلک شمېرل شوي دي.

XS
SM
MD
LG