د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پلویانو د خپل مشر پر کور او ځمکه د چاپو ضد مظاهرې کړې دي


په کوټه کې د محمود خان اڅکزي پر کور د چاپې پرضد مظاهرې ته ګڼ خلک ورغلي ول - د مارچ څلورمې انځور.
په کوټه کې د محمود خان اڅکزي پر کور د چاپې پرضد مظاهرې ته ګڼ خلک ورغلي ول - د مارچ څلورمې انځور.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو او پلویانو د خپل مشر او د ولسمشرۍ څوکۍ نوماند محمود خان اڅکزي پر کور او ځمکه د چاپو پرضد د بلوچستان، سیند، پنجاب او خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې مظاهرې کړې دي.

له دې پرته د بلوچستان د وکیلانو ټولنې په غوښتنه وکیلان هم احتجاجاً د مارچ پر څلورمه د کوټې په ګډون د صوبې په نورو برخو کې عدالتونو ته حاضر نه شول او له کاروایۍ یې پرېکون (بایکاټ) وکړ.

داراز، پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مارچ پر پینځمه په کوټه ښار کې کاربندیز هم اعلان کړی دی.

دا تر هغې وروسته ده چې د بلوچستان چارواکو تور پورې کړ چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په کوټه کې "ځمکه غصب یا قبضه کړې" چې ورڅخه یې د "کاروایۍ پر مهال بېرته اخیستې" ده.

چارواکو دا خبره د مارچ پر درېیمه شپې مهال تر هغې وروسته وکړه چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند دعوه وکړه چې پولیسو د اڅکزي پر کور، ځمکه او د هغه د پلویانو پر کاروبارونو چاپې وهلې دي او یو ساتونکی یې له ځان سره بیولی دی.

د کوټې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) دفتر رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د مارچ پر درېیمه پولیسو او د قانون پلي کوونکو ادارو کارکوونکو د کوټې پر کواري سړک د محمود خان اڅکزي له کور سره نېږدې پر خالي ځمکه چاپه ووهله او هلته یې د ځمکې پر حفاظت ولاړ یو کس د سرکار په کار کې د مداخلې په تور نیولی دی.

په بیان کې تور پورې شوی دی چې اڅکزي دوه نیم کناله ځمکه غصب کړې ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو او پلویانو د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون د هغې صوبې په یوشمېر پښتون مېشتو سیمو، د خیبر پښتونخوا په پېښور، مردان، صوابۍ، بنو، سوات، شمالي وزیرستان او ځینو نورو وړو ښارونو، د سیند په مرکز کراچۍ او د پنجاب په پلازمېنه لاهور کې مظاهرې وکړې او د خپل مشر پر کور او ځمکه یې چاپې وغندلې.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پلویانو کراچۍ کې هم لاریون وکړ - د مارچ څلورمې انځور.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پلویانو کراچۍ کې هم لاریون وکړ - د مارچ څلورمې انځور.

په لاهور کې مظاهرچیانو له چارواکو وغوښتل چې د اڅکزي ساتونکی دې ژر تر ژره خوشې کړي.

د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري، د بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل) مشر سردار اختر جان مېنګل او د تحریک انصاف مشر ګوهر علي خان د اڅکزي پر کور او ځمکه چاپې غندلې دي.

بلاول بوټو زرداري د مارچ پر څلورمه د قامي اسمبلۍ غونډې پر مهال په وینا کې وویل چې له وزیراعظم میا شهباز شریف او د بلوچستان له اعلاوزیر سرفراز بګټي څخه د پېښې د پلټنو غوښتنه کوي.

بلاول بوټو زرداري وویل چې هغه چاپه غندي ځکه چې اڅکزی د مارچ پر نهمه د ولسمشرۍ د انتخاب نوماند دی او که څه "غیر قانوني کار" شوی هم وي، نو پلټنې یې باید شوې وای او بیا څه اقدام شوی وای.

ده زیاته کړه چې "د هغې پېښې له کبله، د [ولسمشرۍ] انتخاب لانجمنېدای" شي.

اختر جان مېنګل هم قامي اسمبلۍ ته په وینا کې د اڅکزي پر کور چاپه وغندله.

په قامي اسمبلۍ کې د سني اتحاد شورا، چې زیاتره غړي یې د تحریک انصاف پلویان دي، استازي او د مخالفه ګوندونو مشر عمر ایوب خان غوښتنه وکړه چې پارلېمان دې د چاپې پرضد پرېکړه لیک یا قرارداد منظور کړي.

د پاکستان رسنۍ وايي چې دولتي ټېلېوېژن د قامي اسمبلۍ غونډه ژوندۍ خپروله خو چې محمود خان اڅکزي پر خپل کور د چاپې په اړه څرګندونې کولې، نو د وینا غږ یې خاموشه شو.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دریځ

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښه مشرانو عبدالرحیم زیارتوال، نواب ایاز خان جوګیزي او عبدالقهار ودان د مارچ درېیمې تر پېښې سمدستي وروسته په کوټه کې خبري غونډه وکړه او د چارواکو تورونه یې رد کړل.

زیارتوال وروسته مشال راډیو ته وویل چې له پولیسو سره د چاپو لپاره اجازتنامه (وارنټ) نه وو. "د شپې اته بجې ګڼ پولیس راغلل او د مشر [محمود خان اڅکزي] کور یې محاصره کړ. دلته زموږ یو [امنیتي ساتونکی] وو چې ورسره لایسنس لرونکې [وسله] وه، هغه یې له ځان سره بیولی دی او همدارنګه یې د [کوټې] په پښتون اباد کې زموږ ځای دی، هلته یې چاپه وهلی دی. په دواړو چاپو کې چې موږ ورڅخه حال وکړ چې وارنټ راښکاره کړئ، نو ورسره هېڅ شی نه وو."

زیارتوال وویل چې پولیسو پر اېیرپورټ (هوايي ډګر) سړک د ګوند د یو ملګري نصیب الله اڅکزي د [ګاډو] شوروم یا دوکان او پېټرول پمپ هم تړلی دی.

تر اوسه پورې چارواکو د نورو چاپو په اړه څه نه دي ویلي.

محمود خان اڅکزی (ښي لوري ته) او اصف علي زرداري د مارچ نهمې ولسمشرۍ انتخاباتو ته نوماندان دي - انځور له ارشیفه.
محمود خان اڅکزی (ښي لوري ته) او اصف علي زرداري د مارچ نهمې ولسمشرۍ انتخاباتو ته نوماندان دي - انځور له ارشیفه.

زیارتوال خبري غونډې ته زیاته کړه چې ریاستي ادارو قامي اسمبلۍ ته د اڅکزي تر وینا وروسته دا اقدام کړی دی.

اڅکزي د مارچ پر دویمه قامي اسمبلۍ ته په وینا کې دعوه وکړه چې پوځ او استخباراتي ادارې په سیاست کې لاسوهنه کوي او پر دې کار یې په انتقاد کولو وویل چې په پاکستان کې باید جمهوري عمل دوام ومومي.

د پاکستان پوځ په بیا بیا ویلي دي چې د جمهوریت ملاتړ کوي او په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي.

اڅکزي په وینا کې د تحریک انصاف د مشر عمران خان، چې د ۲۰۲۳ز کال له اګست راهیسې په زندان کې دی، د خوشې کولو غوښتنه هم کړې وه.

د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر دويمه د راولپېنډۍ یو عدالت عمران خان او د هغه مېرمنې بشرا بي بي ته له عدت پوره کېدو وړاندې د واده کولو پر سر د اووه، اووه کلونو بند سزا واوروله.

تر هغه وړاندې، د جنورۍ پر ۳۱مه یو عدالت عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي ته د درغلۍ په یوه قضيه (توشه خانه) کې د ۱۴ کلونو بند سزا اورولې وه. یو عدالت تر هغې يوه ورځ مخکې د دولتي رازونو د افشا کولو په مقدمه کې عمران خان او د پاکستان د بهرنيو چارو پخواني وزير شاه محمود قريشي ته د ۱۰، ۱۰ کلونو بند سزا اورولې وه.

عمران خان، د هغه مېرمنې او شاه محمود قريشي پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او ټولې مقدمې سیاسي بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر دویمه، سني اتحاد کونسل (شورا)، چې زیاتره غړي یې د تحریک انصاف ګوند پلویان دي، محمود خان اڅکزی د ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند کړ.

د تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ ۹۲ منتخب غړي ځکه تر بریالي کېدو وروسته په سني اتحاد کونسل ګوند کې شامل شول چې د قانون له مخې، د پارلېمان خپلواک غړي به د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو لپاره هرومرو په یو ګوند کې شاملېږي.

د قانون له مخې، هر ګوند باید تر انتخاباتو وړاندې د ځانګړو څوکيو لپاره نوملړ هم جمع کړي.

سني اتحاد کونسل په ۲۰۰۹ز کال کې جوړ شوی وو چې بېلابېل سني سازمانونه او مذهبي ګوندونه پکې شامل دي.

له دې پرته د پیپلز ګوند مخکښ مشر اصف علي زرداري هم د ولسمشرۍ نوماند دی چې مسلم لیګ (ن) او ځینې نور ګوندونه یې ملاتړ کوي.

خو د جمعیت علمای اسلام مشرمولانا فضل الرحمان ویلي دي چې د ګوند غړي یې د مارچ پر نهمه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ګډون نه کوي.

XS
SM
MD
LG