د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسد قیصر وايي تحریک انصاف به له نورو ګوندونو سره اتحاد کوي


اسد قیصر د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د قامي اسمبلۍ څوکۍ ګټلې ده - پخوانی انځور
اسد قیصر د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د قامي اسمبلۍ څوکۍ ګټلې ده - پخوانی انځور

د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) مخکښ او د قامي اسمبلۍ پخواني سپیکر اسد قیصر ويلي چې د تحریک لبیک پاکستان په ګډون د سيند او بلوچستان له سیاسي او مذهبي ګوندونو سره به اتحاد کوي.

نوموړي د فبرورۍ پر ۲۲مه د راولپېنډۍ له اډیالې زندانه بهر خبریالانو ته وويل چې د بېلابېلو ګوندونو له مشرانو سره د ملاقاتونو پر مهال خپل پلان شريکوي.

هغه د اډیالې زندان ته د پي ټي ای له مشر عمران خان سره د ليدو لپاره ورغلی وو خو چارواکو پرې نه ښود. عدالتونو عمران خان ته له بشرا بي بي سره د هغې د عدت پر مهال د نکاح کولو، دولتي رازونو افشا کولو او د بهرنيو ډاليو خرڅولو په تورونو په مجموعي توګه د ۳۱ کلونو بند سزا اورولې ده.

خو عمران خان او ګوند يې په دې مقدمو کې پورې شوي تورونه بې اساسه بولي او وايي چې هغه قضیې سیاسي انګېزي لري.

اسد قیصر له تحریک لبیک پاکستان سره د اتحاد خبره پر داسې مهال کړې چې د پاکستان تحریک انصاف مشر ګوهر خان د فبرورۍ پر ۱۹مه وویل چې په عامو انتخاباتو کې یې بریالي شوي خپلواک غړي د قامي، پنجاب او خيبر پښتونخوا اسمبلیو لپاره په سني اتحاد کونسل کې شاملېږي.

سني اتحاد کونسل په ۲۰۰۹ز کال کې جوړ شوی وو چې بېلابېل سني سازمانونه او مذهبي ګوندونه یې برخه دي.

اسد قیصر د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې له صوابۍ څخه د قامي اسمبلۍ څوکۍ ګټلې ده.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن له غیر حتمي نتیجو سره سم، د تحریک انصاف ۹۲ ملاتړیو د قامي اسمبلۍ څوکۍ ګټلې دي او په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې یې غوڅ اکثریت ترلاسه کړی دی.

خو پي ټي ای او ځينې نور ګوندونه تور پورې کوي چې په ټاکنو کې ټګي شوې ده او پرضد يې د هېواد په بېلابېلو برخو کې احتجاجونو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن په وار وار ويلي چې ټاکنې رڼې وې او که څوک شکايت لري نور ورسره دې دایره کړي.

XS
SM
MD
LG