د لاسرسي ځای

تازه خبر

احتساب عدالت د توشه خانې قضیه کې عمران خان او د هغه ښځې ته د ۱۴ کلونو د بند سزا اورولې


عمران خان او بشرا بي پی عدالت ته د حاضرېدو پر مهال- پخوانی انځور
عمران خان او بشرا بي پی عدالت ته د حاضرېدو پر مهال- پخوانی انځور

د پاکستان د احتساب یو عدالت د تحریک انصاف بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي ته د توشه خانې په قضیه کې د ۱۴، ۱۴ کلونو د بند سزا اورولې ده.

د پاکستان رسنۍ وايي چې د احتساب ملي ادارې (نیب) د ۲۰۲۳ز کال په ډېسېمبر کې د دواړو پرضد په هغه عدالت کې تازه مقدمه دایره کړې وه او ویلي یې ول چې هغوی په خپلو شتمنیو کې له بهرنیو هېوادونو او چارواکو د ترلاسه کړو ډالیو تفصیل نه دی ورکړی.

ډان ورځپاڼه او جیو نیوز ټېلېوېژن وايي چې د احتساب عدالت قاضي د جنورۍ پر ۳۱مه د راولپېنډۍ په اډیالې زندان کې د قضیې اورېدنه وکړه او خان او د هغه ښځه یې تر ۱۰ کلونو پورې د لوړپوړو حکومتي او دولتي څوکیو لپاره هم نااهله کړل. له دې پرته عدالت دواړو ته د يو ارب (مېلیارده) او ۵۷ کروړه روپۍ نغدي جرمانې سزا هم واوروله.

په پاکستان کې توشه خانه هغه ځای ته وايي چې پکې د هېواد مشران، د پارلېمان غړي، بیوروکراټان او نور لوړپوړي چارواکي د بهرنیو سفرونو پر مهال ترلاسه کړې ډالۍ ږدي.

د توشه خانې له اصولو او قواعدو سره سم، هغه چارواکي چې ډالۍ ترلاسه کوي، باید د کابینې ډېوېژن له ټولو جزییاتو (تفصیلاتو) خبر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۳۰مه یو ځانګړي عدالت خان او د هغه د ګوند بل مخکښ مشر او د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي ته د دولتي رازونو د افشا کولو په قضیه کې د ۱۰، ۱۰ کلونو د بند سزا واوروله.

خان، بشرا بي بي او قریشي پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او ټولې مقدمې سیاسي بولي.

د تحریک انصاف دریځ

تحریک انصاف وايي، د جنورۍ ۳۰مې او ۳۱مې پرېکړو پرضد اعلا عدالتونو ته ځي.

د تحريک انصاف وکيل علي ظفر د جنورۍ پر ۳۱مه د ګوند بنسټګر او پخواني وزيراعظم عمران خان ته د ۱۴ کلونو د سزا اورول د قانون سرغړونه وګڼله.

هغه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې قاضي یې د ګواهانو او دليلونو له اورېدلو بغیر په "بيړه او غيرقانوني ډول" پرېکړه اورولې چې په وينا یې، پر ضد به یې های کورټ ته ځي.

د تحریک انصاف عمومي سېکټر عمر ايوب خان خپلو مشرانو ته سزا ورکول غندلي او پر خپلو پلویانو يې غږ کړی چې د فبرورۍ پر اتمه په کېدونکو انتخاباتو کې دې یې د ګوند نوماندانو ته رايې ورکړي.

تر دې مخکې تحریک انصاف خپلو مشرانو عمران خان او شاه محمود قریشي ته د ځانګړې عدالت له خوا د جنورۍ پر ۳۰مې اورول شوې سزا رد کړې او "شرمناکه" یې بللې وه.

یاد ګوند پر اېکس پاڼه په یو بیان کې پر ادعا کړې چې د پاکستان ولس له عمران خان سره ولاړ دی.

په بیان کې یو ځل بیا په اشاره ویلي شوي‌ چې ګواکې د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې د تحریک انصاف حکومت د یو سازش له مخې ړنګ کړل شوی وو.

په پاکستان کې دوو عدالتونو دا فیصلې پر داسې مهال کړې دي چې عامو انتخاباتو ته کم وخت پاتې دی او تحریک انصاف وايي چې پوځي اداره یا اېسټیبلېشمنټ یې له انتخاباتي ډګره د لیرې کولو هڅه کوي.

خو پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي.

XS
SM
MD
LG