د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د چمن پرلت په ملاتړ احتجاجي مظاهرې کړې دي


پښتونخوا ملي عوامي ګوند د چمن پرلت په ملاتړ احتجاجي مظاهرې کړې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:49 0:00

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ډېسېمبر پر ۱۹مه د بلوچستان په ګڼو پښتون مېشتو سيمو کې د چمن پرلت په ملاتړ احتجاجي مظاهرې کړې دي. دا مظاهرې له هغه وروسته شوې چې د یاد ګوند مشر محمود خان اڅکزي د ډېسېمبر پر نهمه په چمن کې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ويزې شرط لازمي کېدو پرضد روان پرلت ته د وینا پر مهال ویلي وو چې که حکومت د ډېسېمبر تر ۱۵مې د پرلتوالو غوښتنې ونه منلې، نو دوی به د بلوچستان په ټولو پښتون مېشتو ضلعو کې د مرستیال کمېشنرانو د دفترونو مخې ته احتجاجونه پيلوي. په چمن کې د تاجرانو اتحاديو او سياسي ګوندونو لخوا پرلت د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې دوام لري. پرلتوال غوښتنه کوي چې د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر سرحدي دروازه دې د پخوا په شان پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکول شي. ويډيو رپورټ

XS
SM
MD
LG