د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان او شاه محمود قریشي ته د لسو کالو بند سزا واورول شوه


عمران خان د تحریک انصاف مشر او شاه محمود قریشي یې مرستیال مشر دی. (انځور: ارشیف)
عمران خان د تحریک انصاف مشر او شاه محمود قریشي یې مرستیال مشر دی. (انځور: ارشیف)

د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه په کابینه کې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته د دولتي راز افشا کولو په مقدمه کې د لس ، لس کالو بند سزا اورول شوې ده.

د تحریک انصاف مشر عمران خان او مرسیتال مشر شاه محمود قریشي ته دا سزا د یادې مقدمې اورېدنې لپاره جوړ شوي ځانګړي عدالت قاضي ابوا لحسنات محمد ذوالقرنين د جنورۍ پر ۳۰مه واوروله.

په پاکستان کې د دولتي راز افشا کولو د قضيې لپاره جوړ شوي ځانګړي عدالت د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۲۳مه عمران خان او شاه محمود قريشي په رسمي توګه تورن کړي وو.

بلخوا د پاکستان تحريک انصاف اوسني مشر بېرسټر ګوهر خان په راولپنډۍ کې د اډياله زندان مخې ته له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې د جنورۍ پر ۳۱مه به د يادو سزاګانو خلاف په اسلام اباد های کورټ کې درخواست جمع کوي.

نوموړي‌ زیاته کړه، "د پاکستان تحريک انصاف پلويانو،کانديدانو او خېرخواو ته زموږ خواست دی چې له زغمه کار واخلي او زموږ په های کورټ او سپريم کوټ اعتماد دی او په اخره کې به موږ ته انصاف رسېږي."

د پاکستان د قانوني چارو وزارت په امریکا کې د پاکستان پخواني سفير د پټ ليک (سایفر) د مقدمې اورېدنې لپاره ځانګړی عدالت جوړ کړی دی.

پخواني وزیراعظم عمران خان د ۲۰۲۲ز کال په مارچ کې دعوه کړې وه چې پرضد یې د عدم اعتماد تحریک د بهرني سازش پر اساس وړاندې شوی وو.

نوموړي هغه مهال تور پورې کړی وو چې په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر ورته په دې اړه یو پټ لیک (سایفر) استولی دی چې ورڅخه ښکاري چې امریکا یې د ګوښه کولو په دوسیه کې لاس درلود.

عمران خان د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پر لسمه په قومي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحريک له لارې له واکه لرې کړل شوی وو.

بلخوا امريکا او د پاکستان رياست د عمران خان دغه تورونه په وار وار رد کړي دي.

عمران خان ته اورول شوې دا سزا دویمه ده خو شاه محمود قریشي په لومړي ځل په سزا محکوم شوی دی.

د اسلام اباد د ضلعي او سېشن عدالت قاضي همایون دلاور د اګست پر پینځمه د توشه خانې په مقدمه کې عمران خان ته د درو کلونو د بند سزا اورولې وه، هغه یې ۱۰۰،۰۰۰ روپۍ جرمانه کړی او د ولسي دندو لپاره یې نااهله ګرځولی وو.

د اسلام اباد های کورټ په هغه مقدمه کې د عمران خان د درې کلن بند سزا ځنډولې وه خو نوموړی بیا د سرکاري رازونو افشا کولو په قضیه کې په زندان کې وو.

د پاکستان پوليسو شاه محمود قريشي د اګست پر ۱۹مه په اسلام اباد کې نيولی وو او هغه د دولتي رازونو د افشا کولو په مقدمه کې زنداني شوی وو.

خو نوموړی په دې مقدمه کې په ضمانت له خوشې کیدو وروسته د ډېسېمبر پر ۲۷مه د راولپېنډۍ د اډیاله زندان بهر ونیول شو.

د تحریک انصاف دواړو مشرانو په هغه مقدمه کې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي ول او دایرې شوې مقدمې يې سیاسي بللې وې.

تحریک انصاف خپلو مشرانو عمران خان او شاه محمود قریشي ته د ځانګړې عدالت له خوا اورول شوې سزا رد کړې او "شرمناکه" یې بللې ده.

یاد ګوند پر ایکس پاڼه په یو بیان کې پر ادعا کړې چې د پاکستان ولس له عمران خان سره ولاړ دی. په بیان کې یو ځل بیا په اشاره ویلي شوي‌ چې ګواکې د ۲۰۲۲م کال په اپرېل کې د تحریک انصاف حکومت د یو دوسیې له مخې ړنګ کړل شوی وو.

پر عمران خان او شاه محمود قریشي د دې تر څنګ د نهمې مې د پېښو په اړه هم مقدمې روانې دي.

د روان ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.

شاه محمود قریشي د ډېسېمبر پر ۲۷مه، د خپلې ګرفتارۍ پر مهال وویل چې پولیس د هغه د خوشې کولو په اړه د سپريم کورټ (ستر عدالت) په امر "ملنډې وهي".

نوموړي زياته کړه چې هغه په "جعلي" مقدمه کې نيول کېږي. ده وویل، "ما د ملت استازيتوب کړی دی، زه بې ګناه يم او زه د سياسي انتقام ښکار يم."

بل خوا د پاکستان تحريک انصاف مشر بېرسټر ګوهر علي خان د اډياله زندان دباندې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل چې د فبرورۍ پر اته د کېدونکو عامو انتخاباتو د شفافيت لپاره بايد ټولو کسانو ته په هغه کې د برخې اخيستو اجازه ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه عام انتخابات ترسره کېږي. خو د انتخاباتو کمېشن تحریک انصاف ته د هغوی انتخابي نښه د کرکټ بلا نه ده ورکړې چې له کبله یې د یاد ګوند غړي په ازاده توګه په انتخاباتو کې ولاړ دي.

XS
SM
MD
LG