د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت عمران خان او د هغه مېرمنې ته د غير شرعي نکاح په مقدمه کې د ۷، ۷ کلونو بند سزا اورولې ده


عمران خان او بشرا بي بي په ۲۰۱۸ز کال کې واده کړی وو: انځور له ارشیفه
عمران خان او بشرا بي بي په ۲۰۱۸ز کال کې واده کړی وو: انځور له ارشیفه

د راولپنډۍ یوې ځايي محکمې د پاکستان پخواني وزيراعظم او د تحريک انصاف بنسټګر عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي ته له عدت پوره کيدو وړاندې د واده کولو پر سر د اوو اوو کلونو د بند سزا واوروله.

د مقدمې اوريدنه د فبرورۍ په دویمه په اډیاله جيل کې جج قدرت الله وکړه. د اوريدنې پر مهال د وکيلانو لخوا په شاهدانو جرح وشوه او وکيلانو خپل حتمي دلايل هم مکمل کړل.

دا مقدمه د بشرا بي بي د پخواني خاوند خاور مانیکا په درخواست درج شوې وه. نوموړي تور پورې کړی وو چې عمران خان له بشرا بي بي سره په داسې مهال کې نکاح تړلې وه چې د عدت شرعي موده یې نه وه پوره. د اسلامي قانون مطابق عدت هغې مودې ته ویل کېږي چې د خاوند له مړینې یا له طلاق وروسته یې ښځه د بلې نکاح نه مخکې تېروي. دا موده درې میاشتې وي.

د شاهدانو له جملې څخه پر خاور مانیکا او د هغه د کور په خدمتګار محمد لطیف، نکاح لوستونکي مفتي سعید او د عمران خان په ملګري عون چوهدري باندې جرح وشوه. په دې اورېدنه کې عمران خان او بشرا بي بي هم خپل بیانونه ورکړل.

بشرا بي بي عدالت ته وویل، پخواني خاوند یې خاور مانیکا هغې ته د ۲۰۱۷ کال په اپریل کې شفاهي طلاق ورکړی وو، هغې درې میاشتې د عدت موده پوره کړه او بیا هغه د خپلې مور کره ستنه شوه. هغه وايي، له عمران خان سره یې په ۲۰۱۸ز کال کې نکاح تړل شوې وه.

عدالت د فبرورۍ په دویمه د یادې مقدمې فیصله محفوظه کړې وه چې د فبرورۍ په درېیمه یې واوروله. عدالت په خپله پرېکړه کې ویلي چې عمران خان او بشرا بي بي به د اوو اوو کلونو د بند تیرولو تر څنک پنځه پنځه لکه روپۍ جرمانه هم ورکوي.

تر خاور مانیکا وړاندې یو بل کس هم پر عمران خان او بشرا بي بي په همدې موضوع د مقدمې چلولو لپاره عدالت ته درخواست ورکړی وو خو وروسته هغه کس خپله عريضه بيرته اخیستې وه.

تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۳عمران خان په لاهور کې زېږېدلی، د همدې ښار ايچيسن سکول او کالج ته تللی او لوړې زده کړې يې د بریتانيا له اکسفورډ پوهنتونه کړي.۱مه یو عدالت عمران خان او د هغه مېرمن بشرا خان ته د درغلۍ په یوه قضیه کې د ۱۴ کلونو بند سزا اورولې وه. تر هغه يوه ورځ وړاندې، د جنورۍ پر ۳۰مه، عدالت د دولتي رازونو د افشا کولو په مقدمه کې عمران خان او د پاکستان د بهرنيو چارو پخواني وزير شاه محمود قريشي ته د ۱۰، ۱۰ کلونو بند سزا اورولې وه.

عمران خان لومړی واده په ۱۹۹۵م کال کې له يوې برتانوۍ ښځې جمايما خان سره وکړ او په ۲۰۰۴ م کال کې طلاق شول. نوموړی له هغې څخه دوه زامن لري.

عمران خان دوهم واده د ټېليويژني خپرونو له يوې وياندې ريحام خان سره وکړ، چې يوازې لس مياشتې يې دوام وکړ او د ۲۰۱۵ م کال په اکتوبر کې ختم شو.

عمران خان په لاهور کې زېږېدلی، د همدې ښار ايچيسن سکول او کالج ته تللی او لوړې زده کړې يې د بریتانيا له اکسفورډ پوهنتونه کړي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG