د لاسرسي ځای

تازه خبر

زیارتوال: پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خان شهيد له بیانیې په شا شوی نه دی


عبدالرحیم زیارتوال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د خیبر پښتونخوا په سوات کې د ګوند د ضلعي مشرتابه ټاکل کېدو‌ لپاره جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال.
عبدالرحیم زیارتوال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د خیبر پښتونخوا په سوات کې د ګوند د ضلعي مشرتابه ټاکل کېدو‌ لپاره جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال.

د خیبر پښتونخوا په سوات کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو د تنظيم سازۍ په لړ کې شوې غونډه کې ويلي چې د پښتنو لپاره يوه متحده صوبه غواړي.

د دې ګوند مرکزي جنرل سیکريټري عبدالرحیم زیارتوال همدااز ويلي چې د پښتنو لپاره قامي ګوند په دې ضروري دی چې د قام بدې ورځې په ښو ورځو بدلې کړي. هغه دا څرګندونې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د خیبر پښتونخوا په سوات کې د ګوند د ضلعي مشرتابه ټاکل کېدو‌ لپاره جوړې شوې غونډې ته کړې دي.

نوموړي ویلي چې دوی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بنسټ اېښودونکي خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي له بیانیې نه دي پرشا شوي. " هر څوک چې هر څه مجلس کوي دا د هغوی کار دی خو د خان شهيد دا نظريه وه، د پښتونخوا ملي عوامي‌ ګوند دا منشور دی، اوس هم هغه دی او ټکی پکې نه دی بدل شوی."

د پښتونخوا ملي عوامي‌ ګوند د سوات مشرتابه ټاکلو لپاره غونډه د سوات د کبل تحصیل په علي ګرامه کې جوړه شوې وه چې د ګوند ګڼو غړو پکې ګډون کړی وو.

قهار ودان د سوات له ضلعي مشرانو د سوګڼد اخیستو پرمهال
قهار ودان د سوات له ضلعي مشرانو د سوګڼد اخیستو پرمهال

د ترسره شویو انتخاباتو له مخې حميدالله خان د سوات ضلعي مشر او سليم خان جنرل سيکرټري ټاکل شوي دي. د ګوند د بلوچستان صوبې مشر عبدالقهار خان ودان د حمیدالله خان په مشرۍ له نوې کابینې سوګند اخیستی دی. قهار ودان پر دې مهال په وینا کې وویل چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند منشور د ټولو پښتنو لپاره غږ پورته کول او په پاکستان کې د پښتنو لپاره د یوې متحدې صوبې غوښتل دي. "له بولانه تر چتراله، د دې صوبې نوم به پښتونخوا وي، پښتونستان به وي، افغانيه به وي، د دې پر ټولو دولتونو به د پښتنو واک وي، او د دې د عدالت ، سکول ژبه به پښتو وي."

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خيبر پښتونخوا مشر ډاکټر محمد علي خان تر غونډه وروسته مشال راډيو ته وویل چې دوی به د خیبر پښتونخوا په ټولو ضلعو کې تنظیم سازي کوي. نوموړي زياته کړه: " زموږ ګوند له ۲۰۱۳م کاله د جمود ښکار وه، دلته هیڅ فعالیت نه دی شوی، نو ځکه ضروري ده چې نوي تنظیمونه جوړ شي او د ګوند پېغام ولس ته ورسول شي."

دا له هغه وروسته ده چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د ۲۰۲۲م په نومبر کې یو شمېر مخکښان له ګونده و اېستل او د ګوند مرکزي او صوبايي مشران یې له سره وټاکل. د دې لپاره یاد ګوند د ۲۰۲۲م کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه او ۲۰مه نېټه په کوټه کې داسې کانګره وکړه چې د دوی په وینا تر ۱۵ زره زیات کسان پکې شامل وو.

بل پلو له ګوند څخه اېستل شویو مشرانو هم د ډېسېمبر پر ۲۷مه او ۲۸مه نېټه په کوټه کې ورته غونډه وکړه او د عثمان خان کاکړ زوی خوشال خان کاکړ یې د دوی په وینا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وټاکی.

XS
SM
MD
LG