د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمود خان اڅکزی وايي د چمن پرلتوالو غوښتنه د قامي اسمبلۍ مخې ته ږدي


محمود خان اڅکزی د پاکستان قامي اسمبلۍ ته وینا کوي - پخوانی انځور.
محمود خان اڅکزی د پاکستان قامي اسمبلۍ ته وینا کوي - پخوانی انځور.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي دي چې د چمن پر لاره د تګ راتګ لپاره د سفري اسنادو لازمي کېدو پرضد د روان پرلت غوښتنې د قامي اسمبلۍ په غونډه کې یادوي.

نوموړی د فبرورۍ پر اتمه په عامو انتخاباتو کې د بلوچستان له پښتون مېشته سیمو چمن او کلا عبدالله څخه د قامي اسمبلۍ د غړۍ په توګه منتخب شو.

په چمن کې ګڼو خلکو د ۲۰۲۳ز اکتوبر پر ۲۱مه تر هغې وروسته احتجاجي ناسته پیل کړه چې د پاکستان لنډمهالي حکومت وویل چې د نومبر له لومړۍ نېټې څخه له افغانستان سره پر ټولو لارو د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لرل لازمي کوي.

په چمن کې د روان پرلت زیاتره ګډونوال هغه پنډیان (لغړیان) دي چې د کندهار له سپین بولدک سره به یې هره ورځ په شا تجارتي ګنډې، غوټې او پنډوکي لېږدول.

د پاکستان حکومت چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر لومړۍ نېټه افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کړ نو ورسره د هغو خلکو روزګار هم ودرېد.

پرلتوال د چمن او سپین بولدک ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د پخوا په څېر پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې یا د بلې اجازتنامې (پرمټ) پر اساس د تګ راتګ ازادولو غوښتنه کوي.

احتجاجیانو د خپلې غوښتنې نه پوره کېدو له کبله د نومبر له ۲۰مې راهیسې د چمن او سپين بولدک ترمينځ لويه لاره هم د هر ډول تجارت لپاره تړلې ده.

په چمن کې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې پرلت روان دی - د نومبر ۱۷مې انځور.
په چمن کې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې پرلت روان دی - د نومبر ۱۷مې انځور.

اڅکزي د فبرورۍ پر ۲۱مه پرلت ته په وینا کې وویل چې د چمن او سپین بولدک ترمینځ د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط نه مني.

نوموړي دا څرګندونې تر هغې یوه ورځ وروسته وکړې چې د بلوچستان نګران حکومت وویل چې په چمن کې یې نیولي ټول پرلتوال خوشې کړي دي.

د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر جان اڅکزي رسنيو ته په استولي بيان کې ویلي چې هغه پرلتوال يې د فبرورۍ پر ۱۹مه د پاسپورټ دفتر تړلو په تور نيولي ول، خو نوموړي يې شمېر ياد نه کړ.

د اڅکزي په خبره پرلتوالو د فبرورۍ پر ۱۸مه د چمن پاسپورټ دفتر مخې ته کنټېنرونه اېښې ول او لاره يې تړلې وه. نوموړي زياته کړې د فبرورۍ پر ۲۰مه یې د پرلتوالو له مشرانو سره تر مذاکراتو وروسته ټول کسان خوشې کړ.

په چمن کې پرلتوالو د خپلو ملګرو تر ګرفتارۍ وروسته د فبرورۍ پر۲۰مه د احتجاج په توګه هغه ښار په بشپړه توګه تړلی او د کوټې او چمن ترمینځ یې لاره بنده کړې وه.

د پرلتوالو د کمېټۍ مشرانو هم د فبرورۍ پر ۲۰مه ناوخته مشال راډيو ته د نيول شويو پرلتوالو د خوشې کېدو تصدیق وکړ.

د چمن پرلتوال وايي چې د خپلې غوښتنې تر پوره کېدو پورې احتجاج ته دوام ورکوي.

په دې لړ کې د پرلتوالو او حکومتي چارواکو ترمینځ څو ځلې خبرې شوې دي خو چارواکي وايي چې له خپلې پرېکړې نه په شا کېږي.

حکومت وايي چې د سفري اسنادو لازمي کولو پرېکړه یې د امنیت ټینګښت او قاچاق د مخنیوي لپاره کړې ده.

په تېرو څلورو میاشتو کې د چمن پرلت ته د یوشمېر ګوندونو او غورځنګونو مشران او سیاستوالان هم ورغلي دي او ورسره یې یووالی ښوولی دی.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي د جنورۍ پر ۱۵مه په کوټه کې په يوه خبري غونډه کې ویلي ول چې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط په سختۍ سره عملي کېږي او هېچا ته له دې اسنادو پرته د سفر اجازه نه ورکوي.

نوموړي تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۰مه په کوټه کې يوې خبري غونډې ته ویلي ول چې د چمن د پرلتوالو غوښتنې نه شي منل کېدای نو ځکه دې هغوی خپل احتجاج ختم کړي.

د پاکستان چارواکو د چمن تر څنګ افغانستان ته پر تلونکو نورو لارو لکه تورخم، غلام خان، خرلڅۍ او انګور اډې هم د سفري اسنادو شرط عملي کړی دی.

د جنوبي وزیرستان د انګور اډې خلک وايي چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له ۱۲مې راهیسې یې د لارو په تګ راتګ کې د اسانتيا او نورو غوښتنو لپاره پرلت وهلی دی او د غوښتنو نه منل کېدو له وجې یې د فبرورۍ اتمې له انتخاباتو پرېکون هم وکړ.

د هغوی په غوښتنو کې د پاکستان او افغانستان تر مينځ د انګور اډې پر لاره د پاسپورټ او ويزې شرط ختمول، د امنیت ټینګښت، خلکو ته د تعلیم او روغتيا اسانتياوې ورکول، د انټرنېټ او موبایل ټېلېفون شبکو بحالول او پاخه سړکونه جوړول شامل دي.

د جنوبي‌ وزیرستان انتظامي چارواکو په وار وار مشال راډیو ته ویلي چې د سفري اسنادو پرېکړه وفاقي حکومت کړې خو زیاتوي چې د پرلتوالو د نورو غوښتنو د پوره کولو هڅه کوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG