د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انګور اډې پرلتوال وايي له شاوخوا ۳ مياشتو وروسته يې هم حکومت غوښتنې نه دي منلي


د انګور اډې خلک د فبرورۍ په دریمه په پرلت کې ناست دي.
د انګور اډې خلک د فبرورۍ په دریمه په پرلت کې ناست دي.

د جنوبي وزیرستان د انګور اډې احتجاج کوونکي وايي چې له شاوخوا درو میاشتو راهیسې یې پرلت وهلی خو حکومت یې غوښتنې نه دي منلي.

د احتجاجي پرلت یو مشر جنت میر ثاقب د فبرورۍ پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې په انګور اډه کې د پاکستانيو چارواکو لخوا افغانستان ته په تګ راتګ کې د پلي کړل شویو سختیو له کبله د یو شمېر مشکلاتو سره مخامخ دي. نوموړي وویل، مجبور دي چې د نومبر له ۱۲مې راهیسې خپلو ۱۸ غوښتنو لپاره پرلت ووهي.

د انګور اډې اوسېدونکي یو شمېر غوښتنې لري چې پکې د پاکستان او افغانستان تر منځ د انګور اډې په سرحدي پوله په تګ راتګ کې اساني، امنیت، د سیمې اوسېدونکو لپاره د تعلیم او صحت سهولتونو ورکول، د انټرنیټ او موبایل ټیلیفون نیټورک بحالول او پاخه سړکونه شامل دي.

تر دې وړاندې په انګور اډه کې خلکو د احتجاج په ډول د فبرورۍ د اتمې له انتخاباتو پرېکون (بایکاټ) اعلان کړی دی. پرلتوال وایي چې حکومت یې مسایل سنجيده نه ګڼي او مذاکرات ورسره نه کوي نو ځکه د فبرورۍ پر اتمه په کېدونکو ټاکنو کې برخه نه اخلي او خپلې رایې نه کاروي.

په انګور اډه کې د ګمرک دفتر
په انګور اډه کې د ګمرک دفتر

د جنوبي‌ وزیرستان انتظامي چارواکو په وار وار مشال راډیو ته ویلي چې د پرلتوالو د غوښتنو پوره کولو هڅه کوي خو د احتجاجیانو په خبره، لا یې هم غوښتنې نه دي منل شوې.

د کوز جنوبي وزیرستان ډپټي کمېشنر محمد ناصر خان مشال راډیو ته وویل چې د پرلت له مشرانو سره یې د مسلې په حل کولو خبرې اترې روانې دي.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ یوشمېر لارې دي او د انګور اډې لاره جنوبي وزيرستان له پکتيکا ولایت سره تړي.

د انګور اډې ترڅنګ په چمن کې هم د اکتوبر له ۲۱مې راهسې په ګڼ خلک د دې لپاره پر پرلت ناست دي‌ چې پاکستان له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط ختم کړي او ورته دې د پخوا په څېر په شناختي کارډ، تذکرو یا په کومه بله اجازتنامه (پرمټ) د سفر اجازه ورکړي.

هغه احتجاجونه تر هغې وروسته پیل شول چې پاکستاني حکومت په اکتوبر کې اعلان وکړ چې د نومبر له لومړۍ راهیسې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزو لرل لازمي کوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG