د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان د انګور اډې اوسېدونکو له انتخاباتو پرېکون کړی دی


په انګور اډه کې د نومبر له ۱۲مې راهیسې پرلت روان دی - د فبرورۍ درېیمې انځور.
په انګور اډه کې د نومبر له ۱۲مې راهیسې پرلت روان دی - د فبرورۍ درېیمې انځور.

د خیبر پښتونخوا د جنوبي وزیرستان د انګور اډې سیمې د فبرورۍ اتمې له انتخاباتو پرېکون کړی وو او رایې یې و نه کارولې.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له ۱۲مې راهیسې یې د خپلو ۱۸ غوښتنو پوره کېدو لپاره پرلت وهلی دی خو حکومت پوره نه کړې نو ځکه یې له ټاکنو پرېکون وکړ.

پرلتوالو د جنورۍ پر ۲۷مه ویلي ول چې که حکومت یې غوښتنې پوره نه کړي نو په انتخاباتو کې رایې نه کاروي.

د هغوی په غوښتنو کې د پاکستان او افغانستان تر مينځ د انګور اډې پر لاره د پاسپورټ او ويزې شرط ختمول، د امنیت ټینګښ، خلکو ته د تعلیم او روغتيا اسانتياوې ورکول، د انټرنېټ او موبایل ټېلېفون شبکو بحالول او پاخه سړکونه جوړول شامل دي.

د انګور اډې یو اوسېدونکي جنت میر مشال راډیو ته وویل چې د غوښتنو تر منلو پورې به یې احتجاج دوام لري. "نن د فبرورۍ اتمه ده خو موږ ووټونه وا نه چول. زموږ احتجاج به د غوښتنو تر منل کېدو پورې روان وي."

د انتخاباتي کمېشن چارواکو او د جنوبي وزیرستان انتظامیې د انګور اډې د اوسېدونکو د پرېکون په اړه څه نه دي ویلي.

خو د کوز جنوبي وزیرستان ډېپټي کمېشنر محمد ناصر خان د فبرورۍ په پیل کې مشال راډیو ته ويلي ول چې د پرلت له مشرانو سره یې د مسلو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG